سالکه نجونې دې غزلې غواړي
دا د بنګړیو بار دې وشرنګوه
د جبران خليل وینا ده: “شعر هغه حکمت دی چې په زړه کوډې کوي.” زه چې کله د ښاغلي مصطفی سالک کوم بیت یا غزل لولم، زړه مې بل ډول غورځي، داسې احساس کوم لکه د ده شعر مې چې زړه ته ننوځي او ویده دردونه پکې راويښوي:
ښه پوهيږمه په ژوند به مې رانه شي
زه مئین یم زما برخه انتظار دی
ورته وایه چې دعا سالک ته وکړه
خو خبره درنه نه شي چې بيمار دی
ما چې کله د ده څو شعري ټولګې: د طاووس بڼکه، سندریزې چینې، توري ستوري او غمي په کچکول کې ولوستې، نو دا راته جوته شوه چې سالک صاحب د مینې خواږه او ترخه دواړه څکلي. یوه ورځ مې یې”سپرلی په ټال کې” کتاب په لاس کې و، یو ملګری راسره مخ شو، له روغبړ وروسته یې د ده دا بیت راته ووایه:
سالکه تا خو زما نه منله
راته نکریزې ږدي واده مې کیږي
دې بیت داسې کړم، لکه زړه مې یې چې له بیخه رایستلی وي. ناڅاپه مې ملګري ته له خولې ور ووتل: “دې سړي ښه غرقه مینه کړې” هغه وخندل.
اروښاد سید تقویم الحق کاکا خيل یې پر شعر يو ځای لیکي: “ډېرو ځلمو شاعرانو ته خپلې ناکامې مینې داسې زړه چولی وي چې د نور چاودون ځای پکې نه وي او د اوږد فراق یا ناڅاپه وصال په لذت و الم کې داسې ډوب شي چې د اخوا دېخوا کتو فرصت ونه مومي او شعر د څو احساساتو ساده اظهار پورې محدود پاتې شي، سالک ته دا احساس دی چې بې د زړه چاودون نه، نه په اسلوب کې لذت پیدا کیږي، نه په احساساتو کې تنوع او نه په خیال کې معنويت.”
مینه اسانه نه ده او ريښتينې مینه بیا ټوکې نه دي، د زړه خوراک دی:
مینه کې سالکه ټوکې نه کیږی
ډېرې صدمې به دې په زړه راشي
په ځینو بیتونو کې شاعر د ناکامې مینې یا بایللي یار ډیر دروند غم انځوروي، داسې چې ښایي ځینې زړونه یې د لوستلو طاقت ونه لري:
زما ستوری اوس د بل په مدار ګرځي
دا فلک به په ما کله مهربان شي
انتقام به زه له خپله ځانه اخلم
هغه هله ما ازار کړي چې مې ځان شي
په پاس بیتونو کې هماغه سوی فریاد دی چې عاشق یې له خپلې معشوقې کوي خو ملامت خپل ځان ګڼي او انتقام هم له خپله ځانه اخلي.
په لاندې بيت کې بیا یو عجیبه تصویر وړاندې کوي، دی خپلې اوښکې د هغه باران سره تشبیه کوي چې بې وريځې راځي، یا په شنه اسمان چې اوري. دلته د هغه میین انځور وړاندې کیږي چې د معشوقې د اوربل سیوری یې په بل چا غوړېدلی او اوښکي د ده پر ګرېوان راځي:
د زلفو سیوری به پر چا وي اوښکې زه څڅوم
وريځې پر کوم وطن خورې وي، چېرته باران راځي
یا په دې بیت کې چې سمبولیک انداز هم پکې تر سترګو کیږي:
په خوله که نه وایمه څیرې ګرېوان چیغې وهي
چې د جانان او د رقیب تر مينځه تار پاتې دی
په پاس بیت کې شاعر خپله ناراحتي په څیرې ګرېوان کې راټولوي. دی که په خوله چوپ دي خو څیرې ګرېوان یې له ورایه نارې وهي چې جانان یې تر اوسه د رقیب یار دی. په ژوند کې هره خبره په خوله نه کیږي. ګلان ژبه نه لري چې خپله ستونزه ووایي، مګر کله یې چې چې مړاوې څیره وینو، یا وچیږي نو پوهیږو چې ستونزه څه ده، مرض یې کړی، که له تندې ساه نشې اخیستلی؟
حمزه بابا يو ځای فرمایي:
ځینې خبرې مې له سترګو واخله
هره خبره خو په خوله نه کیږي
اوس چې سیمبول یاد شو نو د ښاغلي سالک یو بیت چې دی یې خپلې ورکې مینې ته وایي، راوړم او یو دوې خبرې پرې کوم:
په دې کلي کې د غره غوندې يو کس دی
خو په تا پسې اوبه غوندې يو کس دی
غر د استقامت، کلکوالي او مبارزې سیمبول دی او اوبه د نرموالي، پستوالي او ژوند سیمبول. دی که په نور ژوند کې د غره پشان کلک دی خو خپلې مينې ته بیا د اوبو په څیر نرم او پوست دی.
د سالک صاحب په شعر کې یوازې د معشوقې سره مینه نه ده انځور شوې، د ژوند توصیف هم پکې کیږي:
ژوند یو ستوری د رڼا دی
ژوند په مثل لکه ګل دی
دا ټپه د ملالۍ ده
د یو حسن تخیل دی
ژوند امید د یوه ستوري
چې د یار د سترګو نور شي
ژوند یوه هڅه ده د کاڼي
چې جلوه د کوه طور شي
شاعر ژوند ته په بېل نظر ګوري. دی ژوند د مرګ لپاره نه بولي بلکې شور او زوږ پکې غواړي:
ژوندون د غره اوچتول دي، ځان کې زور پیدا کړه
بنګړی خو نه يې چې به مات شې، یو څه شور پیدا کړه
د سالک صاحب په شعرونو کې د طبیعت انځور عالي دی:
لا خو مې خیال د رنګ و نور چينه ده
لا تصور د خپل ګودر لرمه
یا:
نن د غنمو لشې غشي وو ټول
نن به مرغۍ تر اشیانې رانه شي
یا دا:
د هسکو غرونو، د ځنګلونو، د چینو مینه ده
زما په زړه کې، د فطرت د لیونو مینه ده
په خپله وينه د غاټول کنډول ته رنګ ورکوي
له دې صحرا سره د مستو پسرلو مینه ده
…
د خزان باد به وږمه د پسرلي شي
خو که لږ غوندې ګذر یې ستا په بام شي
اروښاد استاد پسرلی، د سالک صاحب شاعري د طبیعت شاعري بولي او د ده له یوه بيت وروسته داسې کاږي: “باید ووایم چې ښه شعر د طبیعت په شان دی چې هر وخت نوي نعمتونه او ښایستونه لري او نوې نوې ښېګڼې پکې ليدل کیږي. ما د سالک شعرونه دوه درې ځله ولوستل، هر ځل مې پکې نوې نوې خبرې او نوې نوې خوبۍ ولیدلې، ځکه ورته د طبیعت شاعري او ښه شاعري وایم.”
له عمومي نظریاتو که لږ جزیاتو ته راشو، د سالک صاحب په شعر کې هم د طبیعت توصیف، هم غندنه او هم په طبیعت زړه سوی انځور شوی دی، مثلا یو ځای یې داسې توصیف کوي:
د باغ و بڼ ګلان به ټول وګڼي نه ګلونه
چا چې لیدلي پسرلي کې د راغه ګلونه
خو په لاندې بيت کې بیا طبیعت غندي:
وخت د خزان د بوالهوس بچي په په نوم پېژنم
د غوټۍ شونډو کې یې پېغله موسکا ولوټله
یا په دې بيت کې:
دې فضا داسې سيلۍ لیدلې نه ده
چې زمونږه اشیانې یې ورانې نه کړې
له دې وروسته داسې بیتونه لیکي چې پر طبیعت زړه سوی پکې کیږي او مظلوم انځور يې داسې راوړي:
پورته یې غشی د طوطي له سینې پورې وویست
لاندې يې هم د شنو بنګړیو نوا ولوټله
یا په دې بيت کې:
ته ګوره سوي غره کې رنګارنګ ټوپکې ګرځي
چا زاڼو ته نیولي، چا هوسۍ راپارولې
د سالک صاحب په ځینو شعرونو کې د طبیعت د ژوندي ګڼلو تصور هم وینو. دی د خپلې معشوقې په پوښتنه پسې ستوري ګرځوي، لمر له خپل زړه وینې څڅوي، د ګل وږمه له خوده وځي او د دې ملاقات ته په سفر ورځي:
د ګل وږمه له خوده وتې ښکاري
ستا ملاقات ته په سفر وتلې
نرګس که ځان ورته لېمه لېمه کړ
ترې لېونۍ لکه نظر وتلې
ستوري هم ګرځي ستا پوښتنه کوي
د اسمانونو دروازو ته ورځي
ستا په جمال جلال مینې وریځې
پړک د برېښنا ته انګازو ته ورځي
لمر دې د ورځې عادت کړی په یون
د خپل زړګي د وینو دارې څاري
سپوږمۍ د ورېځو شاته غلې غلې
ستا د راتلو په تمه لارې څاري
په ځینو ځایونو کې ان د ټولنې د اصلاح لپاره هم له طبیعته استفاده کوي:
مات مې کړ غرور خو زه مغرور نه شوم
لار یم غزېدلې یم د غر په سر
سالک د مینې، ژوند او طبیعت سره په خپل شعر کې ډېرې باریکې اړیکې پالي، ځکه خو د مینې، ژوند او طبیعت شاعر ورته وایم. د ده شعر په هره برخه غږېدل سخت دي، چې له هرې خوا یې وسنجوې د شعر خواږه یې بې شمیره دي او د مرحوم استاد پسرلي خبره: “چې له سفره راشې، د کور په وره کې دې درې څلور لمسي په یوه وار منډه درواخلي، لاسونه درته جګ کړي چې در وایې خلې، ښکل یې کړې او ويې نازوې، څه به کوې، کوم یو به در واخلې چې د نورو په معصومانه خواهش دې ظلم نه وي کړی؟.”
زه نورې خبرې نورو ته پرېږدم، سالک صاحب دا څه موده په فیسبوک راسره ملګری دی، کوم نوی غزل یا شعر مې یې نه دی لوستی، داسې فکر کوم لکه خدای مه کړه چې دا ډیر وخت یې له لیکلو لاس نیولی وي، خو دا خبره دې خدای دروغ کړي. په اخر کې خپله د ده په غزل له ده څخه دا هیله لرو:
سندره نشته هار دې وشرنګوه
دغه بې شرنګه یار دې وشرنګوه
څه سر خوړلې خاموشي راغلې
ځه نو د کلي لار دې وشرنګوه
چې لري تار د زړه له تاره سره
مطربه هغه تار دې وشرنګوه
تش خو به نه ځم مات بنګړي به وړمه
دا نازولی وار دې وشرنګوه
له پیمانو نه خو مزه وتلې
پاولي پاولي خمار دې وشرنګوه
د پېلو شرنګ یې راکاوه کلي کې
ويل يې ځه نو ښار دې وشرنګوه
سالکه نجونې دې غزلې غواړي
دا د بنګړیو بار دې وشرنګوه
پای
موخذونه:
د بنګړو غوندې خبرې، محمد صدیق پسرلی
د باران په ژبه، خلیل جبران
تعارف، سید تقویم الحق کاکا خيل
محمد فیصل ځلاند
2024 کال
د اګست 20مه