سه شنبه, مې 14, 2024
Home+«ادب تیوري» د ټري اېګلټون له نظره

«ادب تیوري» د ټري اېګلټون له نظره

 پوهنمل ګل رحمن رحماني

تري ایګلټون د انګلیسي ادبیاتو مخکښ لیکوال، ادبي کره کتونکی، استاد او تیوریسین دی چې پر معاصرو ادبیاتو او انساني علومو یې خپل ژور اغېز پرېښی دی. هغه شاوخوا ۵۰ کتابونه لیکلي چې له دې ډلې یې کولی شو چې د ښکلا پېژندنې ایډیولوژي، د ادب تیوري پېژندنه او نور یاد کړو چې تر څنګ یې ډېر کلونه د کمبریج او اکسفورډ پوهنتونونو په ډېرو لوړ څوکیو کار کړی او د لوړ پوړي استاد په توګه یې ادبي خدمتونه کړي دي.

په ادبي مطالعاتو کې هغه څه چې واقعا نوښت پاله بلل کېږي، دا فکر دی چې ادبي اثار یوازې هغه کسان درک کوي چې د ځانګړي فرهنګي طبعې لرونکي وي. یوه ډله خلک شته چې ادبي ارزښتونو یې بیخي په روح کې ځالې کړې او برعکس ځينې بیا له دې بهر په تیاره کې فضا کې حسرت وهلي دي.

د نوموړي په شاوخوا پنځوس اثارو کې  ادب تیوري اثر د ادبي تیورۍ په برخه کې یو مطرح او منل شوی اثر دی. په دې کتاب کې ټول مطرح شوي بحثونه او کړنلارې له نښپوهنې نیولې تر مانا پوهنې، رغښتوالې او روان پوهنې پورې؛ ټول یوازې پر یوه لیکلي ادبي اثر نه را چورلېږي، بلکې برعکس دا ټولې نظریې د نورو انساني علومو له حوزو څخه را ننوتلې دي او له ادبیاتو ها خوا هم خپلې پایلې لري.

ځینې محصلان او کره کتونکي هم پر دې مطلب اعتراض لري چې ادبي نظریه د لوستونکي او اثر تر منځ دېوال ګرځي، خو دې اعتراض ته زما ساده ځواب دا دی چې د نظریې له بڼې پرته که هر څو فکر ونه کړو او غلي پاتې شوو؛ امکان نه لري څو د یوه ادبي اثر په اړه وپوهېږو چې په لومړۍ شېبه کې څنګه و یا مو څنګه مطالعه کاوه؟  له نظریې سره دښمني معمولا  د نورو له نظریو سره د مخالفت او خپلې ته د جواز او اهمیت ورکولو په مانا دی. ددې اثر له لیکنې څخه هم یوه مخه ددغه لیدلورو څرګندونه او یاد ته سپارنه ده.

په ښکاره توګه باید ووایو چې په پوهنتوني فرهنګي موسساتو کې د بشپړو ادبي اثارو په نوم مطالعه کېدونکي اثار په حقیقت کې ادبیات نه ګڼل کېږي. ممکن یو اثر پر لومړنیو پړاوونو کې تاریخ یا فلسفي وي، خو په نهایت کې کولای شو هغه د ادبي اثارو په ډله کې راولو. په همدې ډول دا امکان هم شته چې یو اثر، ادبي وپنځول شي، خو یوازې د خپلې لرغونپوهنیزې منځپانګې په سبب ارزښت پیدا کړي.

ځینې اثار بیا د ادبي اثارو په نوم پنځول کېږي، ځينې نور ادبي ارزښت پيدا کوي او بلې ډلې ته یې ادبي ارزښت ور په برخه کېږي. په دې ترتیب سره هغه اخیستنه چې موږ یې د یوه اثر له ادبي والي څخه  کوو، د اثر د تخلیق پر مهال د مولف له هوډ څخه ډېر مهم دی. په واقعیت کې د لیکوال قصد د اثر د ادبي والي پر بنسټ اهمیت نه لري، بلکې له اثر څخه د خلکو ارزونه او اخیستنه معیار او اصل دی. که چېرته د خلکو رایه دا وي چې اثر ادبي دی، نو بیا همدا ادبي اثر پرته له دې چې په اړه یې د لیکوال فکر ته پام وکړو، ادبي دی.

دا کتاب ټول پنځه څپرکي، یوه عمومي مقدمه، پای کې دوه جلا بحثونه لري. ژباړن د کتاب دویم چاپ، چې تر لومړی ارزښت لري، د ژباړې لپاره غوره کړی دی. د ژباړن د لومړي او دویم چاپ یادښتونه یې ژباړلي . د کتاب په لومړي څپرکي کې د مقدمې په توګه پر دې بحث شوی چې ادبیات څه دی؟ لیکوال هڅه کړې چې ادبیاتو ته یو منلی تعریف وړانډې کړي او په دې نظر دی چې ادبیات انسان ته د یوه غوره، متعالی او مذهب ژوند زده کړه ورکوي.

لومړی څپرکی د انګلیسي ادبیاتو د ظهور او ځلېدو له دور څخه بحث کوي او پر دې یې بحث کړی چې انګلیسي ادبیات څنګه له مذهب، سیاسي ایډیالوژیو او ټولنیزو ستونزو ناخوالو څخه راووتل او خپلې نوې تیورۍ یې پر نورو ومنلې. لیکوال د انګلیسي ادبیاتو د ظهور په اړه لیکي: په حقیقت کې د انګلستان د ادبیاتو  ظهور د «اخلاقي» کلمې له مانا سره له څه ناڅه تاریخي بدلون سره مل دي چې ارنولوډ، هنري جیمز وف.ر.لیونر یې له عمده انتقادي شرحه کوونکو څخه دي. نور اخلاق د مدونې نظامنامې یا یوه ښکاره اخلاقي نظام په مفهوم نه درک کېږي، بلکې تر ډېره پورې د ژوند د ټول کیفیت له حساسیت او د بشري تجربې له جزیي او نا مستقیمو ځانګړنو سره مل چلند دی.

یا په بل عبارت، څه مو چې وویل، په دې مانا یې اخیستلی شو، چې زړو مذهبي ایډیولوژیو خپل ځواک بایللی دی او د اخلاقي ارزښتونو د تر ټولو ځيرک اړیکن نظام یوه بڼه د عمل یا کار ډګر ته راغلې ده، داسې نظام چې تر ډېره پورې د جلا کوونکي  یا تجریدي  نظام په پرتله  د نمایشي(ننداریز) نقش تر بیراغ لاندې کار کوي.

پر دویم څپرکي کې د پدیده پوهنې د تیوري، تفسیر علم او د منښت یا برلاس تیوري په باب چې په نولسمه او شلمه پېړۍ کې د هنر او ادبیاتو د تیورۍ عمده موضوعات وو، څېړل شوي دي. لیکوال په دې اړه لیکي: تفسيرپوهنه، څرنګه مو چې وليدل، د تېرمهال پر  اثارو ټينګار کوي او د هغې د پوښتنې وړ نظري مسايل تر ډېره له همدې تناظر څخه رامنځته کېږي. دې ته په پام چې د څېړنې دغې طريقې خپل کار له مقدسو متونو څخه راپيل کړی دی، د تعامل دغه شکل ډېر تعجب ناکه نه دی؛ مګر د اهميت لرونکی دی؛ ځکه د منتقدينو اصلي نقش د کلاسيکيانو فهم ګڼي.

په درېیمه برخه یا څپرکي کې لیکوال هڅه کړې چې یو ډېر مهم بحث د رغښتوالې او نښپوهنې په برخه کې مطرح کړي، دا چې رغښتواله او نښپوهنه د معاصرې ژبپوهنې او بیا په ځانګړي ډول د شلمې پېړۍ دوه ستر بحثونه وو، د اثر لیکوال یې د لوړو ژورو او نورو ژبپوهنیزو نظریو سره د چلند په باب بحث کړی دی. په دې اړه لیکي: د نښپوهنې درې ډولونه پېژندل شوي دی، چې عبارت دي له: کشفي، شیطاني او قیاسي ډولونو څخه؛ نو کولای شو دا ټول نظام د ادب تاریخ لرې والي نظریې یې پر اساس په حرکت راولو: ادبیات له اسطورې څخه د طنز پر لور حرکت کوي او بیا اسطورې ته راګرځي او موږ په ښکاره توګه په ۱۹۵۷کال د طنز منځنۍ پړاو کې د اسطورو بیا ځلي راڅرګندېدلو په نښو کې قرار درلود.

سوسور یادونه کوي چې په ژبني نظام کې یوازې تفاوتونه شته دي: مانا کومه راز پوښلې ښکارنده نه ده چې د یوې نښې په ذات کې شتون ولري، بلکې یوازې د داسې نښانې نقش دی چې له نورو نښانو سره د هغه نښانې د توپیر حاصل ورته وايي. بالاخره سوسور په دې عقیده لکه څنګه چې ژبپوهنه په عملي وینا یا د هغه په وینا «پارول» کې بوختوي، مایوسانه ګډوډۍ ته به ورسېږي. سوسور له هغه څه سره چې خلکو عملا ویل، کومه لېوالتیا نه درلوده، بلکې د هغو نښانو عیني جوړښت ته د لاس رسي په لټه کې وو چې لومړي پړاو کې د وینا محصول و او دې جوړښت ته یې لانګ ویل.

په همدې ډول رغښتواله ژمنه کوي چې د ادبي فرهنګي وجود ټول بنسټ پر یوه ډېره غښتلې پایه ودروي او په «د انساني صفاتو بحران» پر اصطلاح باندې د غلبې یا برلاسۍ امکان رامنځته کړي. رغښتواله ددې پوښتنې په ځواب کې، چې « هغه څه چې موږ زده کوو یا یې مطالعه کوو، څه دی؟» جدي ځواب ورکوي.

د یوه متن په څېړنه کې د دریدا تر ټولو غښتلی عادت دا دی چې  د اثر ځينې حاشیوي او په ښکاره وړې ټوټې  مثلا لکه یو لمنلیک، کلمه یا کم اهمیته تصویر، چې تکرارېږي او یا هم کومه اتفاقي کنایه په لاس کې واخلي او ورباندې داسې جدي کار وکړي چې پر متن د حاکمو تقابلاتو اعتبار په کلي توګه د ګواښ له خطر سره مخ کړي. کولای شو ووایو چې د رغښت ماتونې د کره کتنې تاکتیک دا دی چې څرګنده کړي، متنونه څه ډول پر ځان حاکم منطقي نظامونه تر پښو لاندې کوي. رغښت ماتونه دغه کار دغه کار د معاني د بندښتونو، تناقضاتو یا شاخصو(څانګیزو) ټکو ته د جدي پام اړونې له لارې تر سره کوي او خپل ځان د تناقض له خطر سره مخ کوي.

په څلورم څپرکي کې د پوسټ رغښتوالې په باب بحث شوی دی، دا چې په شلمه پېړۍ کې له رغښتوالې وروسته ځینو مخکښو ژبپوهانو او د تیورۍ عالمانو له یو لړ نوو او انتقادي تیوریو سره پر رغښتوالې نیوکې وکړې، نو د بشپړونې لپاره یې پوسټ رغښتواله نظریه رامنځته کړه. لیکوال په دې اړه لیکي چې  پوسټ رغښتواله، چې د دولت قدرت د جوړښتونو د سره یو ځای کولو یا ماتولو وړتیا یې نه درلوده، پر ځای یې د ژبې د جوړښتونو سرچپه کول یا بدلول د امکان وړ وموندل.

د کتاب پنځم څپرکی بیا د روان شننې په اړه دی چې تر ډېره د فرویډ د ارواپوهنې او اډیپ عقدې څخه بحثونه شوي دي. دا چې له ارواپوهنیزې کره کتنې سره ادبیات وغوړېدل او کره کتونکو ته یې نوې لارې پرانېستې، نو ایګلټون هم د روان شننیزې تیورۍ لوړې ژورې څېړلي دي. په دې باب لیکي: روان شننه نه یوازې چې د انسان د ذهن په باره کې یوه نظریه ده، بلکې د هغو کسانو د معالجې چاره هم کوي چې د ذهن په ناروغۍ یا په ذهني پرېښانۍ باندې اخته دی. د فرویډ له نظره په دغه معالجه کې یوازې ناروغ ته هغه څه بیانېږي چې په هغه کې ناسم دي او د خپل نا خود اګاه محرکات ورته نه ښودل کېږي.

 دا کار د روان شننې عمل یوه برخه ده، خو په یوازېتوب سره به د هېچا معالجه ونه کړي. په دې مفهوم سره فرویډ داسې عقل پال نه دی چې که چېرته موږ یوازې «خود» یا جهان وپېژنو؛ نو کولی شو مناسب اعمال تر سره کړو.

روان شننه نه یوازې چې د انسان د ذهن په باره کې یوه نظریه ده، بلکې د هغو کسانو د معالجې چاره هم کوي چې د ذهن په ناروغۍ یا په ذهني پرېښانۍ باندې اخته دی. د فرویډ له نظره په دغه معالجه کې یوازې ناروغ ته هغه څه بیانېږي چې په هغه کې ناسم دي او د خپل نا خود اګاه محرکات ورته نه ښودل کېږي. دا کار د روان شننې عمل یوه برخه ده، خو په یوازېتوب سره به د هېچا معالجه ونه کړي. په دې مفهوم سره فرویډ داسې عقل پال نه دی چې که چېرته موږ یوازې «خود» یا جهان وپېژنو؛ نو کولی شو مناسب اعمال تر سره کړو.

په کتاب کې پایله د «سیاسي کره کتنه» په نوم وړاندې شوې او لیکوال په دې برخه کې د ادبي تیوریو پر غوړېدو کې یو پر بل د سیاست اغېزې څېړل شوې  دي. نوموړی په دې اړه لیکي: ادبي تیورۍ د خپل  سیاسي والی په خاطر نه شو ملامتولی، بلکې د ناخود آګاه او پټ سیاسي والی له امله د پړتیا ګوته ورته نیول کېدای شي. هغه هم د هغو لارښوونو په وړاندې کولو کې چې فني، بدیهي، علمي یا جهاني حقیقت په پتو سترګو مطرح کېږي، خو په کم غور او تامل سره ښودل کېږي، کولی شو دې ته ځېر شو، چې څنګه د خلکو د خاصو ډلو له خاصو ګټو سره په خاصو زمانو کې اړوندې دي او دغه ګټې پياوړې کوي.

د کتاب «وروستۍ خبرې» چې په حقیقت کې د کتاب د بحثونو غورچاڼ دی، هغه د شلمې پېړۍ په وروستیو کې د نوو پیدا شوو تیوریو لکه ښځمنوالې په رڼا کې خپلې پخوانۍ تیورۍ بیا یادې کړې دي او په غورچاڼ کې یې وايي چې: په کلي ډول ویلی شو چې پوسټ رغښتواله هغه مهال چې د ډېرو پراخه پروژو پر بستر پرېوته؛ نو دا مهال پوسټ نیواک پالنې، فمینېزم او روان شننې په ډېره غوره بڼه وده وکړه.

 د۱۹۸۰ لسیزې په وروستیو کې د رغښت ماتونې مخکښان یو داسې نسل ښکارېده چې د انقراض (پرې کېدل) په حال کې دی، په ځانګړي ډول په ۱۹۸۷ زېږدیز کال کې هغه مهال څرګند شو چې د امریکا متحده ایالاتو د رغښت ماتونې ستر استاد او د پيل پوهنتون کره کتونکی پل دومان د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې یو له هغو لیکوالو و چې په نازیانو پورې تړلې یوه بلجیمي خپرونه کې یې د المانیانو په پلوۍ او د یهودیت ضد مقالې خپرولې.

په دې پسې لیکوال خپل یادښت د ماخذونو په پار راوړی دی او هغو اثارو ته یې اشاره کړې چې په مستقیم او نا مستقیم ډول یې ددې څېړنیز اثر په لیکلو کې پر نوموړي اغېز درلود او لوستونکي ته یې د لا غوره یا نورو معلوماتو د وړاندې کولو لپاره د ماخذونو راوړنې سیسټم خلاف له ځینو وضاحتونو سره وړاندې کړي دي.

  هغه تند احساسات چې له دغه رسوایي وروسته را پيدا شول، له ناچارۍ یې خپله د رغښت ماتونې برخلیک هم تر اغېز لاندې را ووست. د دغه مطلب فهم هم ستونزمن نه دی چې په هغه مهال کې د دومان ځينې سر سخته مدافعان له دې ډلې خپله دریدا تر خپل بشپړ توان پورې خپل شور او ځواک څرګند کړ، ځکه هغه څه چې په خطر کې وو، نه یوازې چې د یوه ښاغلي همکار معروفیت و، بلکې خپله په کلي توګه د رغښت ماتونې تیورۍ مخ پر ځوړ بخت هم و.

د فورمالیستي او رغښتپاله کره کتنو د غوڅ اکثریت نیوکو څخه یوه دا ده چې دغه پوښتنې ته ځواب نه شي ویلی. رغښتپاله حقیقتا په دې دلیل د نښو نظامونه مطالعه کوي چې دا ډول نظامونه شتون لري یا که چېرته دا ډول اخیستنه د دفاع وړ نه وي، له نا چارۍ منطق ته مخه کوي، زموږ د مانا ور کولو د روشونو څېړنه زموږ انتقادي پوهاوي د ژور والی سبب ګرځي، چې د لیبرال انسانپالنې له معیاري تګلارې سره چندان توپیر نه لري. د پرتلنې په کچه بیا د لیبرال انسانپالنې د ځواک ټکی په دې کې دی چې دا پوښتنه کولی شي: ولې ادبیاتو ته مخه کول ارزښتمن دي؟

 په کلي ډول ویلی شو چې پوسټ رغښتواله هغه مهال چې د ډېرو پراخه پروژو پر بستر پرېوته؛ نو دا مهال پوسټ نیواک پالنې، فمینېزم او روان شننې په ډېره غوره بڼه وده وکړه. د۱۹۸۰ لسیزې په وروستیو کې د رغښت ماتونې مخکښان یو داسې نسل ښکارېده چې د انقراض (پرې کېدل) په حال کې دی، په ځانګړي ډول په ۱۹۸۷ زېږدیز کال کې هغه مهال څرګند شو چې د امریکا متحده ایالاتو د رغښت ماتونې ستر استاد او د پيل پوهنتون کره کتونکی پل دومان د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې یو له هغو لیکوالو و چې په نازیانو پورې تړلې یوه بلجیمي خپرونه کې یې د المانیانو په پلوۍ او د یهودیت ضد مقالې خپرولې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب