یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوند زاده لخوا یو شمېر...

د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوند زاده لخوا یو شمېر نوې ګمارنې

تاند (شنبه، د حوت۵ مه) د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله اخوند زاده د دوی په رژیم کې یو شمېر چارواکي بدل را بدل کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، دغه بدلونونه په دې ډول اعلان کړي:

۱. د روزګان ولایت مخکنی والي مولوي محمد علي جان احمد، د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت د جرګو، اقوامو او قبائلو د هماهنګۍ معین په توګه.

۲. د سرحدونو او قبائلو وزارت دجرګو، اقوامو او قبائلو د هماهنګۍ مخکنی معین ملا عبدالخالق عابد د پکتیکا ولایت دوالي په توګه

. ۳. د لغمان مخکنی والي قاري زین العابدین، د نورستان ولایت دوالي په توګه.

۴. د نورستان ولایت مخکنی والي مولوي شیر احمد حقاني د لغمان ولایت د والي په توګه.

۵. د لوګر ولایت د والي مخکنی مرستیال مولوي عنایت الله شجاع، د روزګان ولایت د والي په توګه

. ۶. د خوست ولایت د پوهني مخکنی رئیس مولوي محمد انور، د لوګر ولایت د والي دمرستیال په توګه

. ۷. د پکتیکا ولایت مخکنی والي مولوي فیض الله جمال؛ د خوست ولایت د پوهني رئیس په توګه وټاکل شول.

دغه ګومارل شوي چارواکي یو مخ ملایان او قاریان او د طالبانو د تحریک اړوند دي.

طالبان د همداسې ګمارنو له امله د مخالفانو له لوري یې د واک په انحصاري او ملاییزه کولو تورنیږي، خو دوی دا ادعاوې ردوي.

1 COMMENT

  1. دا د سطرنج دانی دی کله یو ځای، کله بل ځای ځی او را ځی بیا ټول پکی خیټو بیسواده ملایان دی. دا شو ټول شوموله او د هری طبقې حکومت ـ په جمهوریت به شکر وکاږی. لعنت دی په داسی حکومت شی چی بر خلاف د الله د احکامو یی کارونه نا اهلو ته ورکړی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب