Homeخبرونهله متحده عربي اماراتو څخه بلخ ته د کارګو الوتنو بیا پيل

له متحده عربي اماراتو څخه بلخ ته د کارګو الوتنو بیا پيل

تاند (شنبه، د حوت۵ مه) د بلخ لپاره د طالبانو ځایي چارواکي وایي، چې د دوی له بیا واکمنیدو وروسته، له اماراتو څخه بلخ هوایي ډګر ته د کارګو الوتنه د (فلای سکای) هوايي شرکت له لوري ترسره او  ۱۶ ټنه سوداګریز توکي یې دغه ولایت ته ولېږدول.

د متحده عربي اماراتو څخه بلخ ولایت ته د پرواز وروسته د کارګو شرکت یوه مسوول ویلي، چې افغانستان او متحده عربي امارات غواړي د سوداګرۍ په برخه  کې پراخې اړیکې ولري؛ نو اړتیا ده، چې د بلخ او متحده عربي اماراتو ترمنځ د کارګو دوه اړخیزه پروازونه پيل کړي.

 د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو د دغو الوتنو په بیا پيل خوښي ښودلې او ویلي، د دې سوداګریزو اړیکو سره سم به په نورو برخو کي هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې قوي شي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، د افغانستان او ډېرو هېوادونو تر منځ عادي او تجارتي پروازونه ځنډیدلي وو.

طالب چارواکي وایي، چې د سوداګرۍ د بیرته عادي کولو او پراختیا هڅې کوي،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...