شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهپه ۲۴ ولایتونو کې د درنو واورو او توپان وړاندوېنه

په ۲۴ ولایتونو کې د درنو واورو او توپان وړاندوېنه

تاند (شنبه، د حوت۵ مه) د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د روانې کب میاشتې له ۶مې یانې سبا ورځې څخه تر تر ۷مې نېټې یانې بل سبا پورې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د نسبتاً درنې واورې او تېز باران د ورېدو وړاندوېنه کړې ده.

. د دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، ډایکندي، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بامیان، میدان وردګ، غزني، پکتیکا، خوست، لوګر، پکتیا، کابل، پروان، سمنګان او بغلان ولایتونو کې د راتلونکې یکشنبې او دوشنبې په ورځ د نسبتاً درنې واورې او باران تر څنګ د سېلابونو راوتلو امکان شته دی.

په وروستیو کې افغانستان سختې وچکالۍ ځپلی، خو له څه مودې راهیسې د ورښتونو بیا پيل کروندګر د وچکالۍ کمېدو او د فصلونو بیا غوړېدو ته هیله من کړي.

له دې سره، د ورښتونو له امله د زیانمن شویو کورنیو غړي دوی سره د مرستو له نه ترسره کېدو شکایت لري او وایي په کار ده چې حاکم رژیم او نړیوال موسسات مرستې ورسره وکړي.

1 COMMENT

  1. فکر کوم د دوشنبې او سه شنبې او همدا راز د راتلونکې پنجشنبې او شنبې په ورځو کې به په افغانستان کې واوره وشي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب