شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهچین: له طالبانو معتدل حکومت او د نجونو زده کړې غواړو

چین: له طالبانو معتدل حکومت او د نجونو زده کړې غواړو

تاند (شنبه، د حوت۵ مه) د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوه هسیاویونگ ویلي، چې هېواد یې له طالبانو څخه په افغانستان کې د معتدل حکومت او د نجونو د زده کړو غوښتونکی دی.

نوموړي په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، چې د افغانستان په تړاو د دوحې دویمه غونډه کې یې هم د خپل هېواد دغه دریځ شریک کړی.

هغه د دې ترڅنګ زیاته کړې، چې له افغانستان سره یې د بشري مرستو د دوام او له امریکا څخه د افغانستان د بیارغونې لپاره د مرستې تر څنګ د افغانستان د مسدود کړې شتمنۍ د خوشې کولو غوښتنې کړي.

طالب چارواکو د چین دغې غوښتنې ته غبرګون نه دی ښودلی، خو ټینګار یې کړی چې د دوی په باور د « اسلامي شریعت» له مخې به خپله واکمني سمبالوي.

د طالبانو د واکمنۍ سخت دریځو پرېکړو او له هغې ډلې پر نجونو او ښځو د زده کړو او کار بندیزونه په پراخه کچه د افغانانو او نړیوالو مخالفتونو سره مخ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب