دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهد ټام ویسټ له وروستیو څرګندونو د ذبیح الله مجاهد هرکلی

د ټام ویسټ له وروستیو څرګندونو د ذبیح الله مجاهد هرکلی

تاند (شنبه، د حوت۵ مه) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د ځانګړي استازي ټام ویسټ د هغو څرګندونو هرکلی کړی، چې ویلي: د امریکا لوري یې د دوحې غونډې پرمهال نړیواله ټولنه کې د افغانستان بشپړ ادغام لپاره د یوې تګ‌لارې چمتو کولو وړاندیز کړی دی.

د توماس وېست د څرګندونو په یوه برخه کې ویل شوي: «امریکا د دوحې ناستې (د دغه فامټ) له دوامه هرکلی کوي او د ملګروملتونو په مشرۍ د داسې یوه بهیر غوښتنه کوي چې نړیوال سیستم کې د افغانستان بشپړ ادغام په موخه د نقشې‌لار وړاندې کړي. دغه برخه کې باید د افغانانو هوساینه او د نړیوالې ټولنې ګډې ګټې خوندي شي.»

په کابل کې د طالبانو د واکمن رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد د نوموړي د یادو څرګندونو هرکلی کړی او ویلي، چې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان ادغام اړین دی.

مجاهد زیاتوي: افغانستان سره د نړیوالو تعامل جدي اړتیا ده او نړیواله ټولنه دې د پلمو او شرطونو له وړاندې کولو پرته، دې برخه کې هڅې وکړي.

د طالبانو منتقدان بیا دوی تورنوي، چې په سخت دریځو کړنو یې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د ادغام مخه نیولې ده.

د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله اخوند زاده څه موده مخکې په یوه وینا کې ویلي وو، چې که شل کاله نور هم د دوی پر ضد تر ټولو ستر بمونه وکارول شي؛ یو انچ به له خپلو دریځونو شاته نه شي.

3 COMMENTS

  1. دا د دروغو هرکلی دی. طالبان د افغانستان د حیثیت او رسمیت مخالف دي. د خدای امر دی چې علم وکړئ او طالب د خدای سره دښمني کوي خو د رسمیت پيژندلو د مخنیوي د پاره د ښځو د تعلیم له مخالفته لاس نه اخلي.
    دا چې ولې د افغانستان د رسمیت مخالف دي؟ کومه استخباراتي وظیفه به يې وي.

  2. ښاغلی شرافت صاحب زه ستاسی سره همغږی یم چه طالیبان په خپله نه غواړی چه په رسمیت وپیژندل شی.
    شاید غټ دلیل یی دا وی چه طالیبان فکر کوی چه په کابل کی د سفارت پرانیستل د استخباراتو پرانیستل دی. شاید طالیبانو په دیی فکر کړی وی چه تر څو پوری چه په نظامی(وسله وال فوځ، پولیس او امنیت دولتی) مو ښه مظبوط په پښو نه وی درولي، او هم مو د تیر جمهوریت کلتوری او رواجی او یا نور عادتونه نه وی ختم کړی، او یا نور مسایل چه دوی ورسره خوښ نه دی.

    کیدایشی دوی فکر کړی وی چه سفارتخانی به دننه په طالیبانو کی نفوذ پیداکړی او یا داچه د طالیبانو د مخالیفینو سره اړیکی پیداکړی. او داسی نور…

  3. امریکا د کومې نړیوالې ټولنې خبره کوي، هغه نړیواله ټولنه چې په غزه کې د تیرو څلور-پنځو میاشتو راهیسې په غزه کې د بې ګناه فلسطینیانو د وینو توییدو د مخنیوي په موخه د چټګ اوربند لپاره سورې نارې وهي، او هلته د زرګونو ماشومانو او میرمنو د وحشیانه، بمبار، وژنې او مرګژوبلې مخالفت کوي، خو امریکا یې په ملګرو ملتونو غونډو کې په پرلپسې حق ویټو کوي، او بې قیدو شرطه اسرائیلي ښکیلاګر پوځ ته وسلې، مهمات او ډالرې ورکوي، تر څو د خپل تش په نوم د ځان د دفاع حق تر عنوان لاندې لا نور د بې ګناه انسانانو وینې توي کړي !!!
    د امریکا دغه دوه مختیوب، د یهودي صهیونیستي قابض دولت سره مرسته او د نړیوالې ټولنې، اسلامي نړۍ، عربي ولسونو او د بې ګناه فلسطینیانو وینو تویولو دوام له امله زه د افغانستان د اسلامي امارت/دولت د دریځ هرکلی کوم. د دوی لخوا د تعلیم بندیز، رسنیزو شبکو فعالیت سانسورول او نورې پالیسۍ چې د امریکا او غربي نړۍ لخوا یې دفاع کیږي، خو بیا همغه مکاره غربي نړۍ په زغرده په نورو اسلامي هیوادونو کې د دغه نقض ملاتړ کیږي، – د اسلامي امارت، پالیسۍ او خپلواکه دریځ ملاتړ کوم.
    ان شاء الله ، زده کړې به هم میرمنو ته ورکړل شي، افغانستان به هم جوړ شي، خو د غربیانو او د دوی د جاسوسانو او کرایه دارو ملاتړو لاسونه یو ځل لنډ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب