هر شعر یا د هر شاعر شعر ځانګړی رنګ، خواص او خوند لري؛ د هر شاعر د کلماتو د کارول بېل وي، د کلماتو د نښلولو بڼه یې ځانګړې وي، د فکر او د بیان طرز یې ځانګړی وي، شعري موضوعات او مضامین یې بېل وي؛ په ټوله کې د هر شاعر شعر خپلې ځانګړنې لري.
په ژوند کې تحولات، ټولنیزو او چاپیریالي شرایط د شاعرانو په شعرونو کې دغه ډول رنګارنګۍ د رامنځ ته کېدو لامل کېږي او همدارنګه بل مهم اصل دا دی، لکه څنګ چې هر فرد او یا شاعر له ځانګړي شخصیت څخه برخمن دی، له همدې امله یې شعر او ویل یې هم بېلابېل سبکي رنګونه لري.
استاد عبدالحی حبیبي د پښتانه شعرأ په لومړي ټوک کې وایي “ د پخوانیو شاعرانو ډله له ( ۳۰۰ هـ ) څخه تر ( ۱۰۰۰ هـ) پورې رارسېږي. په دې دوره کې د پښتو شعر ډیر تحولات ولیدل او ډول ډول رنګونه یې قبول کړه او څو سبکونه پکښې پیدا سوه چې هغه نو دا دي” استاد دغه سبکونونه په دوو برخو وېشي.
الف : د پخوانیو سبک یا د ملي سندرو او اوزانو سبک
ب : د نیم عروضي شاعرانو سبک یا د خیرالبیان سبک
د پورتني وېش څخه څرګندېږي چې ټول پخواني شعرونه چې لومړني شعرونه دي، په ملي اوزانو لیکل شوي شعرونه ګڼل کېږي، چې په دې کې د امیر کروړ له ویاړنې رانېولې بیا د بابا هوتک شعر او د ملکیار شعرونه دي چې په پخواني او یا د ملي سندرو په اوزانو لیکل شوي شعرونه دي.
د وخت او د پېړیو په اوښتو سره د وخت او زمانې شرایطو سره سم دانساني ژوند حالات هم بدلون مومي، ټولنیز ژوند، اخلاقي چاپېریال، انساني خویونه، انساني افکار، علم، ژبه، هیلې او غوښتنې د بدلون په حال کې وي؛ له همدې امله په هر څه کې څرګند توپیر لېدل کېږي؛ دا هر څه د شاعرانو او لیکوالو په ژوند کې هم بدلون را منځ ته کوي او نویو شعري موضوعاتو ته لار پرانېیزي، د شاعرانو شعرونه خپلې بېلې مزیاوې خپلوي او د نویو سبکونو د ایجاد سبب کېږي؛ استاد عبدالحی حبیبي د پښانه شعرأ په یوه بله برخه کې وایي “ د انسانانو د ژوند د اوښتلو او تطوراتو سره سم شعر هم درې دورې لري لومړی هغه دوره ده، چې مدنیت لا ترقي نه وه کړې او د انسانانو افکارو او بساطت او سادګي درلوده د هغو لومړنیو انسانانو اشعار هم هغه سندرې او اغیزناکې بدلې دي چې په ښه ږغ به ویلي کیدې او هغه سندرې یا غنایي اشعار lyric بولي، وروسته چې انسانان د بداووت له حاله راووته او مدنیت یې وموند او هیوادونه او ټولنې یې جوړې کړې د دې اجتماعي انقلابه سره د دوی افکار او احساسات هم واوښته او حماسي، رزمي او قصصي اشعار epic باب سوه د شعر درېیمه دوره تمثیلي اشعارdramatic دي چې دغه درې دورې د انسانانو د مدنیت او ذهني ارتقا او عقلي حیات سره یو ځای پیدا سویدي” موږ دلته د پټې خزانې په یوه شعر چې په ملکیار هوتک پورې تړاو لري خبرې کوي د ملکیار هوتک شعر هم د لومړنۍ دورې له شعرونو څخه دی، چې په ملي اوزانو لیکل شوی دی، خپل او د خپلو شرایطو سره سم احساسات یې په همدې بڼه څرګند کړي دي.
د پټې خزانې په لومړي خزانې کې دویم شاعر شیخ ملکیار بابا دی، چې پټې خزانې یې یوه په ملي اوزانو لیکل شوې سندره خوندي کړې او تر موږ رارسولې ده؛ ملکیار دغه ملي سندره چې د پښتو ژبې د وزن او مضمون له اړخه ځانګړی ارزښت لري، د یو ساده چاپیریال د ساده عشق او د پښتني فکر استازیتوب کوي، د پښتو ژبې په لرغوني او په ملي وزن لیکل شوي داسې اشعارو بېلګې خورا ډېرې لېدل کېږي او په یو ډول مست ترنم له پاره سازګارې دي؛ استاد عبدالحی حبیبي وایي “ داسې سندرې د پښتو په عامې شعر کې خورا ډېرې دي او په یو خورا مست او طنان ږغ ویلي کېږي چې د پښتنو د محصوصو الحانو او موسیقي یو خوږ ترنم او لحن دی” د ملکیار د دغې خوږې سندرې څخه داسې څرګندېږي، چې ملکیار د مینه ناک زړه خاوند و او د مینې ډک زړه یې درلود.
د نوموړي د عصر د نورو شاعرانو څخه یې مضمون بېل دی؛ که چېرته د ده د عصر شاعرانو شعرونه مطالعه شي د موضوع او مضمون له پلوه یې د نورو شاعرانو شعرونو سره لوی او څرګند توپیر لري، موږ په دغه عصر کې تر ډېره حماسي، روحاني، اخلاقي… اړخونه په شعرونو کې لولو؛ خو ملکیار شعر د موضوع له پلوه د نورو شاعران سره ډېر توپیر لري، ده د سپېنې سپوږمۍ لاندې د عشق شپه جوړه کړې او د مینې نارې وهي، د مینې لالی غواړي د مینې لاروی دی . ملکیار بابا وایي :
ترنګ بهېږي ترنګ بهېږي غاړې غاړې
زما زړګی خو خپل لالی غواړي
د شاعرانو فردي سبک د څېړلو کې د کلماتو کارول، د تصویرونو ایجاد، د جملو تړښت، د تشبېهاتو کارول او یا نه کارول یا کم کارول، نومونو او فعلونو کارول، د متضادو کلمو کارول… دا ډول ځانګړنې موږ سره د یو شاعر او لیکوال په سبک پېژنده کې مرسته کوي؛ موږ دلته د ملکیار هوتک د شعر په دریو عمده برخو (ژبنۍ برخه، هنري برخه او فکري برخې) باندې بحث کوي، چې پورته یادې شوي موضوعاتو ټول پکې شاملېدی شي.
د شعر ژبنۍ ځانګړتیاوې
په ټوله کې په ژبنۍ برخه کې هغه مسایل د پام وړ ګرځي، چې یو شاعر کوم ډول کلمات کاروي، کومې کلمې ډېرې کاروي او د کلماتو د کارولو چلند یې څه ډول دی، په ګړ دود پورې محدود دی او که معیاري کلماتو کارولو ته ژمن دی، په شعر کې یې د نومونو کارول ډېر دي او که د فعلونو کارول ډېر دي… د ملکیار بابا په دغه شعر چې پټې خزانې په مرسته تر موږ رارسېدلی بحث وکړو:
په پیل کې به په شعر کې کارول شویو کلمو پیل وکړو؛ په ټوله کې په ژبنۍ برخه کې په فرد پورې منحصر سبک کې د کلماتو په کارونه، د کلماتو ټاکل، کلماتو سره د شاعر چلند، په شعر کې د معیاري او یا د ګړ دود اړوند کلمو کارول، د نومونو او فعلونو کارول، په شعر کې د محاورو او اصطلاحاتو استعمال، د متضادو او تاکېدي الفاظو کارونه داسې نور مسایل شاملېږي؛ موږ دلته د ملکیار د شعر په عمده برخو د (د شعر ژبنۍ برخه، د شعر هنري برخه او د فکري برخو) تمرکز کوو.
دا چې، ملکیار هوتک د پښتو ژبې او ادب د لرغوني دورې له شاعرانو سره تړاو لري، نو په شعر کې یې داسې کلمې او لغات لوستلی او لېدلی شوو، چې اوسمهال په متنونو کې یې کارول له پامه لوېدلي دي، دا داسې کلمې دي، چې اوس متروکې ګڼل کېږي او په ټوله کې نه استعمالېږي او که استعمال هم شي لوستونکو ته به یې مفهوم مبهم وي؛ د بېلګې په توګه : نمځنه چې د درناوي او احترام په مانا دی، زبون چې د خوار او ذلت په مانا دی، ټال چې د ځنډ مفهوم افاده کوي، نیز چې د سیلاب، خوړ او توی په مانا دی، سوان چې د سهولت او آرام مانا لري … د بېلګې په توګه د ملکیار د سندرې یو بند را اخلو :-
که نیز دئ نیز دئ نیز د بیلتون دئ زړه نیزه وړي
په ویر ژړلی په غم زبون دی
که چېرته د کلماتو د استعمال له مخې یې د بابا هوتک له شعر سره پرتله کړو ملکیار هغه کلمات او لغات کاروي چې اوسمهال مړه او یا د هېڅ کارونې وړ نه دي؛ خو برعکس بابا هوتک د کلماتو د کارولو طرز ساده، اسان او د عامو د پوهونې وړ دی. د بابا هوتک د شعر په لومړي بند کې لولو :
پر سور غر بل راته نن اور دی وګړیه جوړ راته پېغور دی
پر کلي کور باندې مغل راغی هم په غزني هم په کابل راغی
که د ملکیار سندرې ته په ځېر وکتل شي، د پټې خزانې دغه خوندي کړې سندره شپږ بندونه لري او هر بند یې له لنډو پنځو جملو څخه رغېدلی دی، جملې یې لنډې دي؛ خو هغه مفهوم چې شاعر یې غواړي په بشپړه توګه افاده کوي. د سندرې په مطلعه کې لولو:
ترنګ بهېږي ترنګ بهېږي غاړې تر غاړې
زما زړګی خو خپل لالی غواړي
د پښتو په ولسي ادب کې ځېنې داسې د اندازې واحدونه شته چې لا د چا پام نه دی ور اوښتی؛ لکه پښتانه وایي : یوه ژرنده اوبه، یو غړپ چای، یوه پنډه واښه، خوله په خوله همدې ته ورته ملکیار هم مطلع په درېیمه جمله کې غاړې تر غاړې جمله کارولې، موږ ته ترنګ د اوبو اندازه راښیي چې له یوې غاړې تر بلې غاړې په بشپړه توګه ډک دی؛ همدا پورته بند لېدلې شی.
د پښتو ژبې د دریو اصلي ګړ دودونو په لړ کې لودېځ ګړ دود داسې دی چې د پښتو ژبې ځانګړي توري یا غږونه (ښ) په (ش) اړوي (ږ) توری په (ژ) اړوي او همدارنګه (شي، شو …) مرستیال فعلونه په (سي، سو …) بدلوي؛ خو دلته د ملکیار په سندره کې ګورو چې یوازې د (ږ) توری د مرکزي یا معیاري ګړ دود سره سم کارول شوی دی؛ لکه ترنګ بهېږي، سپېنې سپوږمیه … د ملکیار د سندرې په یو بند کې لولو :
نمځنه یوسه سپینې سپوږمیه ورته ووایه
چه ترنک ټال کړم ستا له خولګیه
ملکیار د هغه زمانې او یا د هغه عصر د ګړ دود سره سم په سندره کې د ( کړه ) او ( کړي ) پر ځای د ( کا ) لنډون کاروي؛ لکه : خاوند دې وچ کا ــ دا اور به وچ کا… د خوشال خان بابا په شاعرۍ کې هم د ( کا ) لفظ ډېر تر سترګو کېږي. بابا وایي:
اورنګزیب چې آرایش د تخت و تاج کا
تخت و تاج به یې مرګی تاخت و تاراج کا
یا :
ښه سړی د چا په بدو نظر نه کا
که څوک بد ور سره کاندي دوی به ښه کا
د ملکیار بابا په سندره کې ځای په ځای تاکېدي کلمي او جملې هم لېدل کېږي؛ چې دغه ډول تاکېدي کلمې او جملې معاصرو شاعرانو هم په شعرونو کې زیاتې کارولي دي. ملکیار بابا وایي :
که روده روده ! د ترنک روده خاوند دې وچ کا
چه زړګی مومي زما، خپله سوده
لکه څنګه مو چې یادونه وکړه، دغه ډول تاکېدي کلمې او جملې د پښتو ژبې دنورو شاعرانو په شاعرۍ کې هم ډېرې بېلګې لرو؛ خوشال خان بابا وایي:
تا چې خوله له ما غوښته تا له مې درکړه
دا چې بیا له ما ګېلې کړې ولې ولې؟
رحمان بابا وایي:
بیا راتله و دې جهان ته بل وار نشته
بل وار نشته بل وار نشته وار دی دا
د شعر هنري ځانګړتیاوې
د یو ادبي اثر تر ټولو مهم او د پام وړ بحث د اخلاقي مواردو انعکاس او د ملي او ټولنیزو ګټو باندې تمرکز او ټېنګار کول دی؛ همدارنګه د شعر پر ټولو توکو باندې سربېره هنري اړخ په شعر کې د ښکلا، ارزښت او د ژورې اغېزې زېږنده دی.
که د هنر د منشأ په اړه بحث کوو، ارستو هغې مشهورې خبرې ته ورګرځو؛ هغه وایي : “ انسان له طبعیت نه تقلید او له تقلید څخه د خوند اخېستلو وړتیا لري او هنر له همدې ځایه پېدا کېږي “ دا په دې مانا چې هنر او هنریت او بې طرفه خوند اخېستل د انسان په خټه کې اغږل شوي دي.
همدغه تجربه د ملکیار بابا د پټې خزانې په خوندي شوې سندرې کې له ورایه مالومېږي؛ عشق سړي ته طبیعت له هغې هم ښکلی کوي لکه څنګه چې دی او له طبیعت څخه خورا خوند اخلي؛ ملکیار ته هم په دې سندره کې د خپلې معشوقې لپاره طبیعت لا ښکلی ښکاري همدا لامل دی، چې سندرې پېل له طبیعته کوي.
په لرغونو قصېدو د طبیعت څخه ستاینه کول یو شرط و، د ډېری لرغونو قصېدو کې لېدل کېږي، چې له طبیعته یادونې شوي دي؛ ښکارندوی په خپله مشهوره قصېده کې وایي:
د پسرلي ښکلونکی بیا کړه سنګارونه
بیا یې ولونل په غرونو کې لالو نه
مځکه شنه لاښونه شنه لمنې شنې سوې
طلیلسان زمردي واغوسته غرونه
ملکیار سندره د طبیعت له ښکلا او په ټوله کې د طبیعت له یادولو او سایلو څخه را پېل شوې دی، طبیعت کې د مهم توکي توی ــ خوړ ذکر او ستاینه د سندرې مطلع پېلوي. لکه :
ترنګ بهېږي ترنګ بهېږي غاړې تر غاړې
زما زړګی خو خپل لالی غواړي
د شاعرانو د سبکي ځانګړنو په لړ کې له طبیعت څخه تقلید کول یوه ځانګړنه ده، چې ډېری شاعران بیا دا ځانګړنه نه لري او له ځېنو نورو ځانګړنو څخه برخمن وي؛ له طبیعت څخه تقلید کوونکې شاعران په دریو ډلو وېشل کېږي :
الف : د طبیعت تقلید کوونکې
ب : د طبیعت ستایونکې
ج : د طبیعت تالیف کوونکې
الف : د طبیعت تقلید کوونکې :
له طبیعت څخه تقلید کوونکې شاعران تر ډېره د عربي ژبې یا د عربي ژبې له شاعرانو متأثره دي، چې په شعر کې یې بیابان یا صحرأ، ریګ، غره لمنې، اوښان…. ډېر لېدل او لوستل کېږي، چې دا خاصیت د پښتو ژبې شعرونو کې هم تر سترګو کېږي.
استاد پسرلی وایي:
د مینې په صحرا کې حسابونو یم وژلی
بې حسه مړی نه یم چې محشر ته درېږم
حمزه بابا وایي:
مجنون دې کړم په عشق کې صحرا ته لاړمه
بېګانه شومه له عقل نه بېدیا ته لاړمه
استاد کاروان وایي :
بار وو په لمر د سپین سهار اوښان
تور، تور غرونه مو کتار، کتار اوښان
په یوه لنډۍ کې لولو:
اوښانو بیا غاړې کږې کړې
د درو منځ کې شپېلۍ اواز راځېنه
ب : د طبیعت ستایونکې:
د طبیعت ستایونکی شاعران د طبیعت په توصیف او ستاینه لاس پورې کوي، په شعر کې دا خپله دنده بولي چې د طبیعت ستاینه وکړي او له طبیعت څخه وغږېږي.
استاد پسرلی وایي :
چې حسن ناڅي، د ګل په پاڼو
فضا کړی مسته، سرود د زاڼو
په سپېرو خاورو، ښایست غوړېږي
زړونه خوټېږي، له تورو کاڼو
د ملکیار سندرې په لومړي او وروستي بند کې هم ګورو چې د طبیعت څخه خبرې کوي او وروستي بند کې د طبیعت یو توکی سبوږمۍ او اوبو په هکله یادونه کوي؛ هلته وایي :
نمځنه یوسه سپېنې سپوږمیه ورته ووایه
چه ترنک ټال کړم ستا له خولګیه
بل ځای وایي:
که خړو خړو اوبو سوان کړئ بېل ملکیار دئ
پاته له یار دئ سوب ئې جانان کړئ
ج : د طبیعت تالیف کوونکې:
شاعران په دغه برخه کې له طبیعت سره په تمثېلي بڼه برخورد کوي؛ د طبیعت سره خبرې او سوال ــ ځواب په بڼه غږېږي او خپلې موخې ته رسېږي او ځان ورسوي.
نازو انا وایي:
سحرګه وه د نرګس لېمه لانده
څاڅکي، څاڅکي یې له سترګو څڅېده
ما وې څه دي ښکلیه ګله ولې ژاړې؟
ده وې ژوند مې دی یوه خوله خندېده
سید رسول رسا وایي:
د ایرو څلی مې وران نه کړې ورو تېر شه
باده ! زه هم د اشنا د عشق یادګار یم
د ا د طبیعت سره خبرې او یو ډول تمثلي اړخ دی، چې شاعران یې په شعرونو کې رانغاړي او د شاعرانو د شعرونو سبکي ځانګړنه ښیي؛ موږ دلته د ملیکار په سندره کې د طبیعت سره خبرې او تمثیل لېدلی شو؛ ملکیار وایي :
که خړو خړو اوبو سوان کړئ بېل ملکیار دئ
پاته له یار دئ سوب ئې جانان کړئ
په لاندې بند کې یې ترنک رود مخاطب کړی دی او وایي :
که روده روده ! د ترنک روده خاوند دې وچ کا
چه زړګی مومي زما، خپله سوده
انسانان له طبیعت سره نه پرېکېدونکی تړاو لري او طبیعت په انسانانو اغېز لري، له همدې امله انسانان د طبیعت په هکله خپل تاثېرات څرګندوي.
د طبیعت سره لېوالتیا او په شعر کې له طبیعي توکو څخه استفاده کول، یوازې د یوه تاریخي دوره یا شخص پورې محدوده نه وي، د هر عصر شاعرانو د طبیعت عناصرو څخه ګټه اخېستې ده او په دغه برخه کې یې نوي کلمې او ترکیبات موندلي دي؛ په هره زمانه کې یې خلکو او په ځانګړي ډول شاعران یا هنرمندان ځانګړې اخېستنه کړې ده. ملکیار وایي :
نمځنه یوسه سپېنې سپوږمیه ورته ووایه
چه ترنک ټال کړم ستا له خولګیه
خیال هم د شعري کلام د لا ښکلا سبب کېږي، د خیال په مرسته شاعران کولای شي، چې د خپلې خبرې یا د شعر قدرت زیات کړي او عواطفو د انتقال امکان برابر کړي؛ دې ته په کتو سره ویلی شو، چې په اشعارو کې د شعر له نورو عناصرو سره په څنګ کې خیال هم خورا اړین عناصر دی؛ دا هم باید ووایو چې په نننۍ زمانه کې د هندي سبک یو مهم او ډېر کارېدونکی عنصر خیال دی، ډېر شاعران لکه: عبدالحمد مومند،کاظم خان شیدا، حنان بارکزی، صدیق الله پسرلی… په شعر کې له دغو عناصرو زیاته ګټه اخلي او بېلابېلو مضامېنو کې یې رانغاړي؛ ملکیار د خپل خیال به مرسته یوه خیالي دنیا جوړه کړې او ښکلي مفاهم او مضامین یې په خپله سندره کې افاده کړي دي؛ ملکیار بابا وایي :
نمځنه یوسه سپېنې سپوږمیه ورته ووایه
چه ترنک ټال کړم ستا له خولګیه
د شعر فکري ځانګړتیاوې
د ملکیار د دغې خوږې سندرې څخه داسې څرګندېږي، چې ملکیار د یو مینه ناک زړه خاوند او د مینې ډک زړه درلود؛ د ده د عصر د نورو شاعرانو په پرتله یې شعري مضمون بېل دی؛ د ده د عصر شاعرانو شعري موضوعات تر ډېره حده حماسي،روحاني، تصوفي، اخلاقي… اړخونه لري؛ خو ملکیار د نورو مضامینو د بیان سره په څنګ کې د عشق او د مینې د لارې لاروی دی.
ملکیار د ښکلي طبیعت په غېږ کې دا عشقي سندره د روان سین یا رود په غاړه د سپوږمۍ په ښکلې او په سپېنه فضا کې زمزمه کړې ده؛ د ده مخاطب روان سېن دی، چې د ده او د هغه د محبوبي تر منځ د بېلتون لامل شوي دی؛ د ده مینه دومره ژوره او رېښتنې ده، چې د سېن د وچېدو ته لحظې شماري؛ د ملکیار په یو بند کې لولو :
که اور دئ اور دئ په زړه مې اور دئ دا اور به وچ کا
د ویر نیزونه بل ډېر په زور دئ
د سېن په غاړه له ډېره وخت ناست دی، سېن یې د ده او محبوبا تر منځ د دیدن کولو حایل دی، د دېدن په انتظار دی؛ دا هیله یې چې د محبوبا دېدن یې حاصل شي؛ خو د سېن څپې یې رقبیې شوي دي؛ بیا هم د سپېنې سپوږمۍ په مرسته خپلې محبوبې ته درناوي ور لېږي؛ ملکیار وایي :
نمځنه یوسه سپېنې سپوږمیه ورته ووایه
چه ترنک ټال کړم ستا له خولګیه
ملکیار ته ځان ډېر ناهیلې ښکاري؛ ځکه چې څپانده سېن د محبوبا له وصال څخه بې برخې کړی دی، د مینې اور یې دومره شدید دی، چې خدای تعالی ته د سېن د وچېدو سوال کوي او د سېن په وچېدو کې د خپل زړه سود او اطمینان لټوي؛ ملکیار وایي:
که روده روده! د ترنک روده خاوند دې وچ کا
چه زړګی مومي زما، خپله سوده
د سپوږمۍ په مرسته د محبوبا کلي ته احوال لېږل، په نننۍ ولسي او عروضي شاعرۍ کې یې ډېرې بېلګې موندلی شو، چې شاعر طبیعي خنډونو او یا د کلتوري ځنځېرونو له امله شاعر خپل درد بیان کړي؛ په یو ولسي سروکي کې لولو:
سپېنې سپوږمۍ وایه اشنا به چېرته وینه
ګونګۍ شوې ولې؟ نه وایې حالونه
په یوه پخوانۍ لنډۍ کې لولو :
سپوږمیه سر وهه را خېژه
یار مې د ګلو لو کوي ګوتې رېبینه
استاد پسرلی وایي:
سپوږمۍ پر بام ولاړ وه ما وې چې ماه به مې وي
که اشتباه وي رانه شوې د نګاه به مې وي
پسرلی بل ځای وایي:
د شپې په تاریکۍ کې مې سپوږمۍ ډېره لېدلې
چې ورو ورو در ښوییږي ستا له بامه بوسه اخلي
استاد کاروان فرمایي:
شوه شنه زما په زړه کې تورو غرو سره سپوږمۍ
ما څښلې وه، د غرونو له اوبو سره سپږومۍ
د شاعرانو د شعرونو سبکي سپړنه او څېړنه هغه مهال په ښه توګه تر سره کېږي، چې شاعر د دیوان خاوند وي، ډېر شعرونه او شعري افکار یې ستا په مخ کې پراته وي، بیا کولای شې چې سبک یې په غوره توګه وڅېړو؛ خو دا چې د لرغونې دورې د شاعرانو یوازې یو یو شعر د پټې خزانې په مرسته رارسېدلي دي، همدې له امله په زیاتو شعري بندو یا شعرونو نه شو راوړلی، په همغه تکراري بندنو او یا شعرونو بسنه کوو.
ماخذونه:
۱ ــ حبیبي، پوهاند عبدالحی، ۱۳۲۰، پښتانه شعرآ لومړی ټوک.
۲ ــ روهي، څېړندو محمد صدیق، ۱۳۸۶ ل/ ۲۰۰۷ ز کال، ادبي څېړنې، دانش خپرندیې ټولنې تخنیکي څانګه ــ پېښور.
۳ ــ شېنواری، حمزه، ۱۳۸۹دیوان/ ۲۰۱۰ یونیورسټي بک ایجنسي خیبر بازار پښتونخوا.
۴ ــ خټک، خوشال خان، ۱۳۸۷ل/ ۲۰۰۸ ز کلیات، دانش خپرندویه ټولنه.
۵ــ درمل، احسان الله، ۱۴۰۳ هـ .ل ۲۰۲۵ م، سل بهاره حسن، سروش کتابپلورنځی، کابل ــ افغانستان.
۶ــ هوتک محمد ۱۳۳۹ هـ . ش کال دویم چاپ، پټه خزانه، مؤسسه نشرات آریانا ډهکی نعلبندی قصه خوانی بازار پشاور.
۷ ــ کاروان پیرمحمد، ۱۳۸۷ل کال، یو زرغون د نغمو سیند، دانش خپرندویه ټولنه.
۸ ــ یونسی رستمی، محمد تقی، تجلی طبیعت در اشعار محمد رضا شفیعی کد کنی.