جمعه, مې 3, 2024
Homeادبد ایهامونو اباسین ـ لیکوال: ماهر احسانزی

د ایهامونو اباسین ـ لیکوال: ماهر احسانزی

ایهام ته د بدیع په کتابونو کې توریه وايې او د بدیع صنعتونو له معنوي ډولونو حسابېږي.

ایهام په وهم کې اچول او توریه حق پټولو ته وايې. کله چې یو شاعر او پنځګر داسې یوه کلیمه، خبره، ترکیب او جمله وکاروي، چې لوستونکی ترې د اصل/موخنې (هغه چې د شاعر مراد وي) په ځای، لومړۍ/ ناموخنه او نږدې مانا واخلي، دې ته بدیع د ایهام صنعت وايې.

ایهام سربېره پردې چې خپلې ښیګڼې او ادبي ښکلاوې لري، خو دا به هم ووایو چې د یو بل صنعت ابهام سره هم اړیکې لري او ډېره کله لکه د مدعاالمثل او تمثیل چې سره توپير نه کېږي، دغسې ددې دواړو هم توپيرول ګران شي.

ددې لیکنې عنوان ته که ځیر شو نو عنوان راته وايې؛ ایهامونه دومره ډېر دي چې اباسین ( د سیند لپاره ) استعمال شوی. مانا دا، اوبه دومره ډېرې دي، چې سیند ترې جوړ شوی خو که لا هم ورته پام وکړو، دا هم پکې شته چې نه، یو سړی دی، چې د ایهام له صنعته ډېره استفاده کوي، هم تېروتي نه یو.

له کلیمې، ترکیب، بیت او جملې دغسې مانا د قرینې په مټ اسانه کېږي، چې د پنځګر موخه لیرې که نږدې مانا ده؟

په پنځونو کې د ایهام صنعت شتوالی او ورباندې پوهېدل هله اسانېږي، چې د ایهام له ټولو ډولونو: لغوی، نحوي، غونډيز، جوړښتي، د ضمیر د لوري ایهام، د حذف او… سره بلدتیا ولرو. اجمل ښکلي، ادبستان، ایهام یا توریه، ۲۵۹مخ

رحمان بابا فرمايې:
واړه د خپل ځان په نظر ګوره که دانا يې
ای عبدالرحمنه جهان ټول عبدالرحمن دی

(عبد) په عربي کې بنده او غلام ته وايې او رحمن بیا د الله تعالی له نومونو څخه دی. ددې مانا دا شوه چې ټول جهان د خدای بنده دی خو دا هم ده چې لومړی (عبدالرحمن ) عام نه خاص شاعر دی او دوهم بیا کل دی. البته، دا د بابا خپل ادبي کمال دی چې په همدې بیت کې د مرسل مجاز او التفات صنعت ښکلاوې هم شته.

اباسین یوسفزی د پښتو ژبې له هغه سرلارو شاعرانو څخه دی چې د شعر روانۍ، د فکر او خیال هنرمندانه پوخلاینې، د کلیمو مناسب اوډون او د حاضر وخت مشاهدې يې د شعر ځلونې ته لاس ورکړی دی.

دی نه یوازې له فکري پلوه د طبیعت د پيژندنې او تعریف وړتیا لري، بلکې د هنري پنځونو او شاعرانه مزاج په لرلو سره داسې کلیمې غاړه غړۍ کوي، چې د شعر د تخنیک پيژندنې او سپړنې لپاره ترې هم استفاده کیدای شي.
ده د نورو شاعرانو ( اکثریت خلاف ) د تخلص پرځای خپلو شعرونو کې له نوم ډېره استفاده کړې ده او دی چې د شعر او ادب له ټولو رموزو خبر دی، همدې نوم کارونې ورته ډېرې ادبي ښکلاوې ورکړې دي.

د اباسین غاړې ته راشه چې ټټر دې یخ شي
اوبه په تږي پسې نه تږی اوبو پسې ځي

که د یوسفري صیب کتاب مو لاس کې وي، پوه به شو چې دلته هغه د اوبو اباسین نه، بلکې هغه اباسین مراد دی چې یوسفزی تخلص لري خو که يې راسره کتاب نه وي او نه له مخکې دا معلومات لرو، چې دا بیت د اباسین یوسفزي دی، نو د مانا لپاره يې ټکنی کېږو، چې ښه خدایه ! دا اوس هغه د اوبو اباسین یادوې او که د کوم شاعر نوم دی او ځان یادوې؟

موږ په ګړنۍ ژبه کې لرو:
څه اور دې اخیستی ؟
اوبه ورباندې واوړوه چې یخ شي.

دلته دوه زړیتوب همدې شته ادبي او کلتوري دودونو له مخې راسره دی.

د روان پوهنې له مخې اوبه د جنسي عریزې د سړښت لپاره استعمالېږي چې اور بیا د شهواني غوښتنو د پاریدو وروستی حد لپاره استمالوو او ځکه وایو، چې څه اور دې اخیستی دی؟

د ایهام په پيژندنه کې یوازې د کلیمو، جملو او متن قرینې نه، د چاپيریال، ځای او حتی لکه د غزل د وروستي بیت له مخې چې معمولا شاعران پکې خپل نوم یادوي؛ دغسې نورې قرینې هم شته چې د ایهام په پيژندنه کې راسره مرسته کوي.

یوسفزی چې د شعر له غوښتنو خبر دی که يې دا بیت ایهام وګڼو او کنه خو د مدعا المثل له صنعته يې انکار بیخي نه شو کولی.

دی څو ځایه او تقریبا چې وسه يې شوې، له همدې روشه ( چې نوم په مقطع کې داسې راوړي چې هم اباسین شي او هم اباسین یوسفری) کار اخلي:

چې دې کله د ځوانۍ تنده راواخلي
اباسین به درته هله دریادیږي

غر د باسین مخې ته هیڅ نه دی
یاره دا وړې وړې خبرې دي

په وچو وچو دښتو کې شینکي زرغونومه
کمعقل اباسین یمه تورغرونه غاړې باسم

چې ورتلې په اباسین
اوس کوه پهلوني

له اباسینه د یوسفزي پرځای استفاده دده خپل کمال دی چې هر ځای يې ښکلا زیږولې خو که دده پرځای بل هر څوک دغسې له نومه دوه ماناتوب لپاره استفاده کوي، باید د سلف پلیجریزم له توره وډار شي.
د یوسفزي صیب دا دوه بیتونه :

د اباسین غاړې ته راشه چې ټتر دې یخ شي
اوبه په تږي پسې نه تږی اوبو پسې ځي
او
چې دې کله د ځوانۍ تنده را واخلي
اباسین به درته هله دریادېږي
له دې ټپې پورته بله هیڅ مانا نه لري:

چې دوه مین وي، کټ يې یو کړئ
لنګه يې سسته کړئ، چې لاندې باندې شینه

که د قافیو، د بیتونو د څپو، ردیفونو او په کتاب کې د مخکې وروسته راتګ تغیر نه وي، هیڅ يې محتوايې توپير نشته؛ ځکه خو په کار ده چې دغسې مهالونو کې له ډېر احتیاطه کار واخلو.

د یوسفري صیب په څېر، کاروان، درویش، بازمحمد عابد او … ځینې نور پنځګر هم دې برخه کې کار کوي، چې ښکلا يې د هر یو استادي را په ګوته کوي.
یوه درویش و ، یو ځای نوم د محمد اخیستی
په هغه ځای کې لا تر اوسه پورې اوري رڼا
درویش درانی
سپینې کوترې درنه تنګې شولې
بازه یو ورځ به دې وزر ماتوم
بازمحمد عابد
پر ایهامونو سربېره مو اباسین یوسفزی د فکر او خیال د موازی هنر پنځوونکو په توګه هم یاد کړ، چې د شعر په ټولو تخنیکي او تیوریکو بحثونو کې يې راسره بېلګې مرسته کوی شي.
د خدای لپاره پښتنو ځانونه وپيژنئ
تاسو لپاره خو به ځانته پيغمبر نه راځي

بې مینې ژوند راته څه داسې بې نمکه ښکاري
لکه د کلي له ملکه چې خاني لاړه شي
او یا
محبت وې د کمظرفو خلکو داسې
لکه ګل چې د ماشوم په لاس کې ورشي

په ټولنه کې د دایم یادیدونکي شاعر په توګه ددغسې لویو شاعرانو د بري رازونه مطالعه کول او ورباندې فکر کول به نه یوازې زموږ د هنر د غوړیدو لامل شي، بلکې شعر به مو د وچ فکر او یا لفاظۍ راوتلی او د فکر او خیال مولود به ګرځیدلی وي.

درنښت

ماهر احسانزی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب