جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهعطامحمد نور: اوسنی امنیتي وضعیت د منلو نه دی او باید تغییر...

عطامحمد نور: اوسنی امنیتي وضعیت د منلو نه دی او باید تغییر شي

تاند ( سه شنبه، د حمل ۲۴) د افغانستان د جمیعت ګوند اجراییه رییس عطامحمد نور راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند کېږي.

نور چې کابل کې یې د سولې په اړه یوې جوړې شوې غونډې ته وینا کوله وویل، اوسنی امنیتي وضعیت د منلو نه دی او باید تغیر ومومي.

هغه د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش خبرو ته په اشارې وویل، موږ د ولسمشر طرحې سره مخالفت نه دی کړی، خو د ولس غوښتنې راته لومړیتوب لري.

دانش: د ملي روغې جوړې عالي شورا وړاندیز شوې طرحه باید لغوه کړل شي

عطاء محمد نور داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې له ده وړاندې د ولسمشر دویم مرستیال د ملي روغې جوړې عالي شورا له لوري د استانبول کنفرانس لپاره توحید شوې طرحه رد کړه.

د سرور دانش له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د یادې شورا له لوري د سولې لپاره جوړه شوې دویمه طرحه یې لوستې او په هغه کې یې بې شمېره نیمګړتیاوې لیدلې دي.

د دانش په خبره، د ملي روغې جوړې عالي شورا له لوري وړاندیز شوې طرحه تر ډېره د دوو قومونو، یوه ګوند او زلمي خلیلزاد لیدلوری وړاندې کوي او په هغه کې د هېواد د هېڅ بلې ډلې او ګوند نظر ته درناوی نه دی شوی.

نوموړی وايي، په دې طرحه کې صدارتي نظام ته لومړیتوب ورکړل شوی دی او په حقیقت کې هڅه شوې چې د افغانستان حکومت د دوو قومونو ترمنځ ووېشل شي او د بل هېڅ وګړي پروا نه ده ساتل شوې.

خبرپاڼه زیاتوي، د افغانستان شرایط پارلماني یا صدارتي نظام ته نه دي تیار او د دې طرحې ارمانجن باید په دې خبره سر خلاص کړي چې په افغانستان کې د جګړې ختمولو ته اړتیا ده، نه د هېواد وېشلو او ټوټې کولو ته.

د یادونې ده چې د ملي روغې جوړې عالي شورا وروسته له هغې د سولې لپاره د خپلې طرحې د وړاندیز خبره کوي چې ولسمشر غني څو ورځې مخکې د سولې لپاره خپله طرحه وړاندې کړه چې درې مرحلې لري.

د ولسمشر غني د سولې په طرحې کې له ټاکل شوي‌ وخت څخه مخکې انتخابات او د لویې جرګې دایرېدل شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب