جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهدانش: د ملي روغې جوړې عالي شورا وړاندیز شوې طرحه باید لغوه...

دانش: د ملي روغې جوړې عالي شورا وړاندیز شوې طرحه باید لغوه کړل شي

تاند (سه شنبه د حمل ۲۴) د ولسمشر دویم مرستیال وایي د ملي روغې جوړې عالي شورا له لوري د د استانبول کنفرانس لپاره توحید شوې طرحه د منلو نه ده.

د سرور دانش له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې شورا له لوري د سولې لپاره جوړه شوې دویمه طرحه یې لوستې او په هغه کې یې بې شمېره نیمګړتیاوې لیدلې دي.

د ښاغلي دانش په خبره، د ملي روغې جوړې عالي شورا له لوري وړاندیز شوې طرحه تر ډېره د یوه قوم، یوه ګوند او زلمي خلیلزاد لیدلوری وړاندې کوي او په هغه کې د هېواد د هېڅ بلې ډلې او ګوند نظر ته درناوی نه دی شوی.

نوموړی وايي، په دې طرحه کې صدارتي نظام ته لومړیتوب ورکړل شوی دی او په حقیقت کې هڅه شوې چې د افغانستان حکومت د دوو قومونو ترمنځ ووېشل شي او د بل هېڅ وګړي پروا نه ده ساتل شوې.

خبرپاڼه زیاتوي، د افغانستان شرایط پارلماني یا صدارتي نظام ته نه دي تیار او ددې طرحې ارمانجن باید په دې خبره سر خلاص کړي چې په افغانستان کې د جګړې ختمولو ته اړتیا ده، نه د هېواد وېشلو او ټوټې کولو ته.

د ولسمشر د دویم مرستیال په وینا، د سولې لپاره د ملي روغې جوړې عالي شورا وړاندیز شوې طرحه باید لغوه کړل شي، له سره دې نوې طرحه جوړه شي چې هغه د افغانستان د واقعیتونو، روان وضعیت او حساسیتونو پر بنسټ جوړه شوې وي او دلته د روانې جګړې د ختمېدو سبب شي.

د یادونې ده چې د ملي روغې جوړې عالي شورا وروسته له هغې د سولې لپاره د خپلې طرحې د وړاندیز خبره کوي چې ولسمشر غني څو ورځې مخکې د سولې لپاره خپله طرحه وړاندې کړه چې درې مرحلې لري.

د ښاغلي غني د سولې په طرحې کې له ټاکل شوي‌ وخت څخه مخکې انتخابات او د لویې جرګې دایرېدل شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب