پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+د خیال په خول کې | همت عمرزوی

د خیال په خول کې | همت عمرزوی

زمونږ د معاصرو هنري سرخېلانو د تخلیق د راز او نواز، خوند او رنګ شننه اوسپړنه:

د هستي وجود د هنرغوره منظردی او د هنر د ماهیت اومنشاء تلپاته شتون هنرمند انسان ته دا فرصت ورکوي چې د خپل هنري قوت او تخییلي ظرافت په اساس په هنري قالبونوکې فقط تراشل، اوډل او بدلول وکړي. زه د ژوند اوهستي په لویه غېږکې د لومړني او يوازني هرایجاد د اختراع او ابتدا پلوی نه یم، د کشف اومشاهدې د مسلې سره يې متفق یم، ولي د اختراع اونوي ایجاد ادعا د غور اوژورمناقشه اي تفکرطلب کوي، دا ځکه چې د هرڅه اوهرې ښکارندې تومنه اوخمیره د کایناتو په تکاملي جهان کې په یو ډول نه یو ډول وه اوسته. همدا د ژوند اوهستي ځيرک پلټونکي اوماهر شنونکي دي چې د خپلي وړتیا پربنسټ يې د انسان د خیر او یا حتی شر لپاره په خپل کسب کړي شعوري اوناشعوري ځواک توږي، تراشي او کاروي. دغه نظریه د ادبیاتو په نسبتاً غیرمادي نړۍ کې هم د صِدق او اجرا وړده، لومړنی شعر، لومړنی داستان، کیسه، ناول، رومان… چې چا وویل اوچا ولیکل دا مسله یوڅه د شک، تردید اوتامل وړ ده، په دې دلیل چې ژوند اوطبیعت خپله هم رومان دی، هم شعردی، هم داستان دی او هم…دی. د ادب تخلیق ترډېره حده د خیال په مټ په ناخوداګاه اود شکلي لحاظه په اګاهانه توګه ترسره کېږي، داسې بېلګه لري لکه د اوبو بې مهاره څپې چې د خپل مزل اومسیر په بهیرکې څپې او جټکې وهي او په نه تم کيدونکي انداز مخ په وړاندي درومي، ولي کله چې زیارکښ دهقان د خپل کښت د پایښت لپاره ویالې او لښتي ورته جوړکړي او دغه وحشي اوبه اهلي کړي نو بیا همدا اوبه مهارې اوقرارې سي ترڅو حیاتي ګټه ورنه واخستل سي.

خیال هم تل بې اختیاره اوبې مهاره دباو راوړي اما واقعي هنرمند د دې دباو څخه د خپل هنري تخلیق د ایجاد لپاره غوره ګټه وټه پورته کوي. مونږ چې د ادب د دنیا د لویو خلکو نوم یادوو هغوی د خیال دباو ته ويښ اوبیداره پاته سوي دي، اوهرکله يې د خیال د تاو اودباو له سېلاب څخه د خپل هنري کرکېلي د خړوب ګوهري څاڅکي را بېل کړي، غلبېل کړي اوچوڼولي دي، چې په پایله کې يې د هنر په خیالور جهان کې ادبي باغستان جوړکړی او پر دې باغستان يې د خیال خول په ویاړ سره په سرکړی دی نوخود به د دې دنیا بې تاجه سالار اوبې مدعا واکدار وي.

د معنا د دنیا خاني اوسلطاني د زړونو په مینه پوښه او ګلپوښه، حسندارې او جلادارې نړۍ کې سرلوړې حکمراني کوي، دلته ډار او ناتار، کبراوجبر، لاسبره اولاس لاندې، وږی اوموړ،… اوبلاخره د مادي دنیا څټلي، خوړلي او لړلي نسته، که ته غواړې که نه غواړې د هنر جادو دې ناخبره په دام کې بند کړي. ته لا خبرنه يې چې بیاوخته د کوم هنري پير د مريدۍ او اخلاصمندي په حلقه کې د پرې یار اود دې معنوي نشې خمار يې! ته متوجه نه يې خو یو وخت چې ګورې د زړه پرحرم دې د کوم هنري سالار د حکومت سپاهیان حاکم وي او ته د ناخوداګاه په خوبونو او خیالونو کې د لاشعور د نامریي ځواک د واک پر قلمرو مطیع اوتابع يې.

زه په دې ليکنه کې غواړم چې د یادې نړۍ د خیال د خٌولداره خاني يو داسې اغيزناک اومینه ناک سلطان را یاد کړم چې د يادې دنیا د هنرمند ځواک یو غښتلی، ښاغلی او منلی ملنګانه او مستانه باچا دی.

ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلی یادوم، استاد پسرلی د خپل تخیلي_ هنري ځواک په مټ زمونږ د درون پر اګاه اوناخوداګاه دنیا نامریي حکمراني کوي. نوموړی د خپلو کمالي کلیماتو او جادویي لفظونو په کشش او تپش کې خیالونه په غورځنګونو راولي، ادبي متانت او تخییلي کفایت يې دومره لوړ او عالي دی چې د هنرپوهو، هنرمیینو او هنرخوښونکو زړونو تسلیمي اوسلامي ورته حتمي اولازمي ده. استاد هنر پنځوال شاعر دی، د کایناتو په ذراتوکې يې د ښکلا د جلوو رنګونه اوسينګارونه کشف او مشاهده کړي دي، لومړی يې د خیال په ناخوداګاه رنګ رنګولي اوبیا يې د تخیل په منفرِدانداز د لفظونو په تارونوکې د نظم اونثر اطلسي جامي وراغوستلي دي. د استاد د هنر په اړه خورا زیاتې شننې او اړینې ګروېږنې سوي دي. هره څېړنه اوهره یادونه چې پر خپل ځای د ارزښت او پایښت وړده، مونږ يې د خپل لیدلوري په اساس بیا بیا ستاینه اوقدرونه کوو. د دغو مسلسلو شننو په ترڅ کې ترخپله وسه پورې دا کړۍ هم ورزیاتوو او د استاد د لوړ هنر د تخییلي دنیا د معنوي کیف د څرنګوالي خوندور خوند، لذت اوخوږلت د خوږو څکو د احساسولو هڅه کوو.

په دې مادي عالم کې نیسي تقدس د کتاب

چې لکه توری د زړه غېږه کې معنا ونیسي

عادي توري او بې کششه لفظونه چې کله د مینې شندونکي زړه  له عاطفي اوکوثري اوبوسره را وورېږي نو د معنا په دنیا کې د تقدس اوسپېڅلتوب سحرامیزه پرتم خپل کړي، رښتیني اوبې مرضه زړونه په جذبو او ولولو راولي او د میني په فوران او د حسن په باران يې پاک اوسوتره ولمبوي.

کاشکي لږ خو یې د حسن پېڅې ښکل کړای

ستړی خیال مي ورته څومره غر په غر ږدي

که خلقت نه وي د حسن په خدمت کې

د سېپۍ په زړه کې څوک چاته ګوهر ږدي؟

د ښکلا لوږه اوتنده د هنر د ایجاد مهمترینه وسیله ده. مونږ یو ورکه لرو. د هغې په لټون کې په داسي ناپایه سیند لاهو سو چې بیا سر ورڅخه را ایستل اوځان ورځینې خلاصول غیر ممکن اوناشوني دي،( این مزل بې پایان واین منزل ناعیان!) درومو اوخوځېږو، که د هنر هرټوک او هره پارچه را بېلوو خو (د فرهاد د تبر په وارو د خپلې ښکلایزې جل وهلي تلوسې تنده سړوو، او د خپل هنري او ايډیال جهان تر درشله به د طبیعت په غېږکې تل تور ډبرین لاخونه همداسې پسې سکڼو او سوري کوو.

استاد پسرلی مونږ ته په هنري انداز د کایناتو د کشف سویو ذرو له تاثره، نغمه ګره شپېلۍ ږغوي،د رښتیني او میین ژوند پر حقانیت مو پوهوي او د خیال له لیدلوري مو د حقیقت ماهیت ته ځيرکوي. د استاد په خیال آفریني شاعري کې مونږ داسې بېلګیزمضمونونه او معنایز بابونه موندلای سو چې د زړه سترګې په حیرت اچوي، د خیال په کیمیايې تومنه کې د هنري شعرپه وسیله د معناګانو کوثري_هنري باران را اوروي، او زمونږ د درون دنیا ته اغیزښندونکې تنبهي مخاطبه کوي.

ملامي شل ځایه تړلې، ګوندي زړه ته دې لار وکړم

اباسین د فریادونو، لکه نی یم، لکه نی یم

هو! استاد د هنرد ښه تخلیق د بیا بیا پنځولو اوصیقل کولو لپاره په خورا لوړ هنري_ تخییلي متانت خپله متینه ملا ټينګه تړلې او د مینه ناکو شعري نغمو، فغانونه اوفریادونه په دریابي پيمانه زمونږ د وجدان پرغوږونو ورلوروي، د (نی له کوڅو) څخه د مینه ګرژوند خواږه پيغامونه او پرزړه ناستي آهنګین مترنِم آوازونه را باندي پېرزوکوي.

پایله اولنډون:

استاد محمدصدیق پسرلی د خپلو هنرمندانه اوشاعرانه ځانګړونو له مخي مونږ د ادبي دنیا په خیال پالونکي او حواس خوځونکي میدان کې په داسې لید اوشالید کې ارزولای او تحلیلولای سو چې د ښکلا په تلوسه د خیال په سفر د هنر د ایجاد، مینه پنځوونکی او ایجادونکی ماهر هنرمند دی. د نوموړي حسن پرستي او هستي شناسي د شاعرانه لیدلوري په اساس خورا جوته او پٌراهمیته ده، هنريې رښتینی او طبیعي دی، د هستی د ښکلاوو زړه ښورونکی ذره بین يې په بل شان اوبېل هنري سامان سمبال کړی او کارولی دی، د طبیعت د رازونو او رمزونو د سپړنې او شننې هنري ځواک او تخییلي واک يې تل خپل کړی او درلودلی دی، د جهان ننداره يې په بېل انداز او نوي نوراز ترسره کړې ده، او بالاخره خلاصه يې دا چې د دې درو ټکو په اډانه کې د استاد له هنري_کمالي سفرڅخه یونسبي پایله په دې توګه اخیستلای سو: ١: د ښکلارښتینې تنده، ٢: د لوړاومیین خیال خوږ سفر، ٣: د هنر له دنیا د معنا د غوره سوغاتونو تړلې غوټې راسپړل، سکڼل اوپه بیا بیا راوړل.

ځم لکه بې مېره زاڼې خوا راڅخه ورکه ده

ګرځم په فضا کې خو فضا راڅخه ورکه ده

هسې نه په تاپسې تیاروته لاره وکړمه

خضره! را ښوولې لار دې بیا راڅخه ورکه ده

هو! استاد چې په کومو جل وهلو معنوي لارو د حسن په تکل هنري مزلونه وهلي دي د هغې لارې معنوي مزل به لا ترډېرو دوام لري.

په پېرزوینه اودرناوي

د ګټي اخستني سرچینې اوماخذونه

۱ – ماته شپېلۍ د استاد پسرلي د غزلونو شعري ټولګه

۲ – د ایراني ادیب شفیعي کدکني ادبي بحثونه

۳ – له شعرستان څخه د استاد د شعري بیتونو انتخاب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب