جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد پاکستان سترې محکمې د افغان کډوالو د نه ایستل کېدو پر...

د پاکستان سترې محکمې د افغان کډوالو د نه ایستل کېدو پر قضیې غور پیل کړ

تاند (جمعه، د قوس ۱۰مه) د پاکستان سترې محکمې نن د بشري حقونو د فعالانو پر هغې عریضې غور پیل کړ چې له پاکستان څخه د لکونو افغان کډوالو د ایستلو د مخنیوی غوښتنه کوي.

دا عریضه نژدې پنځلس ورځې وړاندې د پاکستان یو شمېر سياسي مشرانو او د بشري حقونو فعالانو لکه: افراسیاب خټک، محسن داوړ، فرحت‌الله بابر، ایمان زینب مزاري، سناتور مشتاق احمد، امنه مسعود جنجوعه، محمد جبران ناصر، احمد شبر، عمران شفیق او یو شمېر نورو وړاندې کړه.

په دې عریضه کې په پاکستان کې له لسیزو راهیسې د مېشتو افغان کډوالو جبري ایستل د اساسي قانون خلاف او غیر انساني پرېکړه بلل شوې ده.

سترې محکمې د نننۍ غونډې لپاره د سردار طارق مسعود په مشرۍ د یحیي افریدي او عایشه ملک په ګډون یو پلاوی ټاکلی دی.

پاکستاني رسنیو د دې خبر د خپرولو ترڅنګ ویلي چې د اکتوبر له لومړۍ څخه تراوسه پورې ۳ لکه ۷۰ زره افغان کډوال له پاکستان څخه ایستل شوي دي خو د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې تراوسه پورې د سپین بولدک او تورخم له لارو افغانستان ته ۴ لکه ۱۰ زره افغان کډوال راړول شوي دي.

ظاهراً پاکستان په دې خاطر افغان کډوال ځوروي، نیسي، شتمنۍ یې ورڅخه ضبطوي او راز راز زیاتي ورسره کوي چې د افغانستان د طالبانو رژیم د ټي ټي پي خلاف جګړې ته مجبوره کړي.

د بشري حقونو د فعالانو په استازیتوب مدافع وکیل عمر اعحاز ګیلاني وویل:«د دې لپاره چې هره ورځ زرګونه کسان ځورول کېږي، ما له محکمې وغوښتل چې پر دې قضیې په بیړني ډول له راتلونکې اوونۍ غور پیل کړي.»

ښاغلي ګیلاني زیاته کړه چې د دې دوسیې غور ته له درو قاضیانو جوړ پلاوي له حکومت، کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو او همداراز د جګپوړو پوځي او ملکي چارواکو له پلاوي غوښتي چې دوی ته وضاحت ورکړي.

ګیلاني وايي، هغه افغان ماشومان چې په پاکستان کې زېږیدلي قانوناً باید ونه ایستل شي.

په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پاکستان د امنیتي ځواکونو د بد چلند په اړه د بشري حقونو د څارسازمان او د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو هم اندېښنه ښودلې.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ دا هم تایید کړې چې په پاکستان کې افغان کډوال ځورول کېږي، نیول کېږي، شکنجه کېږي او په بیا په زور افغانستان ته استول کېږي.

3 COMMENTS

  1. هلته زرګونه اسلامي مدرسې ، ملایان او مفتیان اوسیږي . دوی ته د اسلام مقدس دین ټول احکام معلوم دي .
    کوم چلند چې دوی له یوه مهاجر مسلمان او ګاونډي سره کوي ، هېڅ کفري ډله او هېواد یې نه کوي . حتی اسرائیلیان هم خپلو فلسطیني اتباعو سره دومره ظلم نه کوي ، لکه دا منافقین .
    افغان مهاجرو ته د افغانستان مخکینی او اوسني واکمنان ، د پاکستان ولس او منافق جمهوریت ، ملګري ملتونه او د بشري حقوقو نړیوال سازمانونه او مدافعین ټول پړه او ملامت دي .

  2. د پاکستان رسمي نوم د پاکستان اسلامي جمهوریت دی .
    هلته زرګونه اسلامي مدرسې ، ملایان او مفتیان اوسیږي . دوی ته د اسلام مقدس دین ټول احکام معلوم دي .
    کوم چلند چې دوی له یوه مهاجر مسلمان او ګاونډي سره کوي ، هېڅ کفري ډله او هېواد یې نه کوي . حتی اسرائیلیان هم خپلو فلسطیني اتباعو سره دومره ظلم نه کوي ، لکه دا منافقین .
    افغان مهاجرو ته د افغانستان مخکینی او اوسني واکمنان ، د پاکستان ولس او منافق جمهوریت ، ملګري ملتونه او د بشري حقوقو نړیوال سازمانونه او مدافعین ټول پړه او ملامت دي .

  3. پنجابی پاکستان کښی نه پخوا او نه اوس اسلامی مدرسی ، اسلامی ملایان او مفتیان درلودل بلکه پنجابیان قدیانی اسلام ( قدیانت د واقعی سلام پر ضد دی ) لری او دی پنجابی خائینینو د افغان مهاجرینو اولادونه پداسی لعنتی مدرسو کښی روزلی او اوس ئی دا روزل شوی قدیانان د غلیسی امریکا او شیطان انګلیس په کومک په افغانانو حکمران کړیدی اوددوی حکمرانی اخستلو لپاره نوره ساختګی تنظیمونه او تربیه شوی دیموکراتان او کمونیستان په هدایت سره افغانستان څخه تیښته وکړه !!!! دا راوستل شوی خيټوری خچنی ږیری د پنجابیانو امرونو ته اطاعت لری او پنجابی پاکستان پلان لری چی ددی ملی خائینو روزلو شوو خیټورو خچنو ږیرو په وسیله افغان ملت وږۍ وساتی او د افغان ملت ملی غرور له مینځه یوسی او د پنجابیو تاریخی ویره د پټان څخه له مینځه یووړ شی او افغانستان باندی تام حاکمیت تر لاسه کړی !!!
    ای پنجابیانو : اصیل افغانان به هیڅوخت اجنبیو بالخصوص پنجابیو ته تسلیم نشی او د تاسو ماشینی قدیانیو مدرسو څخه که نوره زرهاو دپښتنو تر شعار لاندی هم راولیږۍ ، د پنجاب پښتنو باندی اصیل افغانان هیڅ اعتماد نه پخوا درلود او نه ئی اوس لری !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب