شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونههرات کې د ۲ ملایانو په ګډون د ۶ تنو وژل کیدل

هرات کې د ۲ ملایانو په ګډون د ۶ تنو وژل کیدل

تاند (جمعه، د قوس ۱۰ مه) په هرات کې نن ناڅرګندو وسله والو د ۲ ملایانو په ګډون ۶ کسان وژلي.

ځایي سرچینو ویلي چې دا پېښه د هرات ولایت په جبرئیل ښارګوټي کې نن د جمعې ورځې له لمانځه وروسته رامنځته شوې ده.

په دې پېښه کې درې نور کسان ټپیان شوي دي.

د طالبانو ځایي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

څه موده مخکې هم ۲ ملایان په هرات کې ووژل شول چې ویل کیږي شیعه ګان وو.

د هغو د وژل کیدو او نننۍ پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

ګومان کیږي چې هرات کې دا ډول پېښې داعش ډله ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب