شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهچین کې د طالبانو د نوي سفیر د دندې رسمي پيل

چین کې د طالبانو د نوي سفیر د دندې رسمي پيل

تاند (جمعه، د قوس ۱۰ مه) په چین کې د افغانستان د سفارت لپاره د طالبانو د رژیم نوي سرپرست بلال کریمي رسماً خپله دنده پيل کړې او د چین د بهرنیو چارو وزارت استازي ورسره د لیدنې پر مهال هرکلی کړی.

طالبانو ویلي چې ښاغلي کریمي د خپل باور لیک کاپي د چین د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو لوی رئیس هونګ لې ته سپارلی.

د طالبانو په اعلامیه کې د چینایي استازي له قوله لیکل شوي:چین د افغانستان ملي حاکميت او د افغانستان د خلکو پرېکړو ته احترام لري او د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله نکوي او نه یې پخوا مداخله کړې ده.

‏ طالب استازي چينايي لوري ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان له خاورې هيچا ته تهدید نه دی متوجه او په سیمه کې ثبات او امنیت د ټولو په ګټه دی.

چین د افغانستان د جمهوري نظام له پرځیدو وروسته له لومړنیو هېوادونو څخه و چې د افغانستان د سفارت واګې یې د طالبانو استازي ته وسپاره.

د هغه طالب استازي دنده اوس پای ته رسیدلې او پر ځای ې بلال کریمي دن وي استازي په توګه معرفي شوی دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب