Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد فراه او جنوبي خراسان والیانو کتنه؛ له جګړې وروسته ایران ته...

د فراه او جنوبي خراسان والیانو کتنه؛ له جګړې وروسته ایران ته د افغانستان صادرات ۸۰٪ ډېر شوي

تاند(جمعه، د زمري/ اسد ۳۰ مه) د فراه ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د فراه والي محمد حافظ مجاهد او د ایران د جنوبي خراسان والي سید محمدرضا هاشمي د سوداګریزو ستونزو د حل او د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه ږغېدلي او نظرونه یې سره شریک کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د ابونصر فراهی سرحدي دروازې ته د غځېدلي سړک د پاتې برخې بشپړول د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه وو.

د فراه والي د دې لارې بشپړېدا د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي، تجارتي او ترانزیتي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله.

سید محمدرضا هاشمي هم د فراه اقتصادي اهمیت ته په اشارې وویل چې د دې سړک پاتې ۶۴ کیلومتره برخه به د ژمي تر رارسېدو مخکې بشپړه شي.

د هاشمي په وینا، ایران تېر کال له همدې لارې افغانستان ته د یو میلیارد او ۸۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي. نوموړي زیاته کړه چې د ایران د جګړې له پیل راوروسته، له افغانستان څخه ایران ته واردات ۸۰ سلنه زیات شوي دي.

په دې غونډه کې دواړو لورو د سوداګرۍ پر پیاوړتیا، د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو، د ګډ بازار پر جوړولو، د ویزو د صادرولو د بهیر پر اسانتیا او د کورنیو تولیداتو د صادراتو پر زیاتولو هم خبرې وکړې.

د صنعت، ګرځندوی او پوهنې پراختیا، د کرنیزو محصولاتو په برخه کې همکاري، او د سوداګرو او مسافرو د ستونزو حل هم د دواړو لورو د چارواکو د بحث نور موضوعات وو.

د شیخ ابونصر فراهی سرحدي دروازه د فراه ولایت له مهمو سرحدي دروازو څخه ده چې افغانستان له ایران سره نښلوي. دې سرحدي دروازې ته د غځېدلي سړک بشپړېدا د خلکو تګ راتګ او د توکو لېږد رالېږد اسانولی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیت او سوداګریزو راکړو ورکړو لګښتونه کمولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارګ له دېوالونو سره یوه ناسته! | امیرشاه یاد

2017 کال و ولسمشرۍ ماڼۍ د کابل پوهنتون د بېلابېلو ژبو او ادبیاتو محصلان او استاد د ارګ ماڼۍ ته غوښتي وو، تر څو...