Homeخبرونه۳۵ افغانان بلغاریا ته د ننوتلو پر مهال نیول شوي

۳۵ افغانان بلغاریا ته د ننوتلو پر مهال نیول شوي

تاند/ جمعه د اسد-زمري ۳۰مه/ د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت ویلي چې ۳۵ افغان وګړي دغه هېواد ته د ناقانونه ننوتلو د هڅې پر مهال نیول شوي دي.

د بلغاریا رسنیو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې یاد افغان وګړي درې ورځې وړاندې د «مالکو ترنوو» په سرحدي سیمه کې د پولیسو له خوا په یوه مسافر وړونکي موټر کې ونیول شول.

د راپور له مخې، د دغه موټر چلوونکی چې د شمالي مقدونیې تبعه و، هم نیول شوی دی.

بلغاریا په تېره اوونۍ کې دغه هېواد ته د ناقانونه کډوالو د ننوتلو پر وړاندې خپل عملیات سخت کړي دي.

بېکاري، اقتصادي ستونزې، فقر، ناامني، د کار او زده‌کړې محدود فرصتونه او د ښه راتلونکي لپاره د خلکو اندېښنه د ناقانونه کډوالۍ لاملونه بلل کېږي.

کارپوهان وایي، ډېری افغانان د قاچاقي لارو سفر ته هغه مهال اړ کېږي چې په خپل هېواد کې د ژوند د ښه کولو قانوني او مناسب فرصتونه ونه مومي.

کارپوهان زیاتوي چې، د دې ستونزې د حل لپاره په افغانستان کې باید د کار زمینه، اقتصادي فرصتونه، مسلکي زده‌کړې او د ځوانانو لپاره د عاید سرچینې رامنځته شي.

دوی زیاتوي چې، اروپايي هېوادونه هم باید د قانوني کډوالۍ، بشري ویزو او خوندي مهاجرت لپاره روښانه لارې برابرې کړي، څو افغانان د قاچاقبرانو او خطرناکو سفرونو قرباني نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...