تاند (جمعه، د زمري/ اسد ۳۰ مه) افغان الاصله عایشه وهـاب د امریکا د استازو جرګې په دوهم پړاو انتخاباتو کې بریالۍ شوه او لومړنۍ افغان شوه چې د امریکا کانګریس ته لاره مومي.
هغې د کلیفورنیا د ۱۴مې حوزې څوکۍ وګټله؛ دا څوکۍ د امریکا د پخواني استازي اېرېک سوالوېل له استعفا وروسته خالي شوې وه. پر سوالوېل د جنسي تېري تورونه لګېدلي وو.
د ټولو رایو له شمېرل کېدو وروسته، اغلې وهـاب ۵۳.۱ سلنه رایې ترلاسه کړې او خپله دیموکراته سیاله میلیسا هرنانډېز یې، چې ۴۶.۹ سلنه رایې یې اخیستې وې، ماته کړه.
وهـاب تر دې مخکې د کلیفورنیا سنا ته د ټاکل شوې لومړۍ مسلمانې او لومړۍ افغانامریکایۍ په توګه هم تاریخ جوړ کړی و. هغې د دیموکرات ګوند پر یوې پرمختګپالې او د فلسطین پلوه اجنډا کمپاین وکړ.
د هغې سیالې، هرنانډېز، بیا اسرائیل پلوه دریځ درلود. هغې د امریکايي اسرائیلي عامه چارو کمېټې (AIPAC) له لوري د کمپاین په برخه کې د پام وړ مالي ملاتړ ترلاسه کړ. د پولیټیکو ورځپاڼې د راپور له مخې، AIPAC د هرنانډېز کمپاین ته نژدې ۳ میلیون ډالر ورکړي وو. د جولای له میاشتې راهیسې د دواړو کمپاینونو لپاره شاوخوا ۴ میلیون ډالر لګول شوي وو چې ۳.۷ میلیون ډالر یې د هرنانډېز کمپاین ته تللي وو.
وهـاب د سانفرانسیسکو له CBS تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل: «زه په دې ولسوالۍ ډېره ویاړم چې د بهرنیو سرچینو له خوا د میلیونونو ډالرو د راتګ، ناسمې وینا، ناسمو روایتونو او ناسمو ریکارډونو ترڅنګ، خلکو حقیقت درک کړ او ماته یې رایه راکړه.»
هرنانډېز بیا سي بي ایس ته وویل چې نوموړې د نوومبر په بیاځلي ټاکنو کې له وهـاب سره د سیالۍ په اړه خوشبینه ده، په ځانګړې توګه ځکه چې د ۱۴مې حوزې نوې ټاکل شوې نقشه ۲۶ زره نور رایه ورکوونکي هم ورزیاتوي.
هغې وویل: «زه به ډبلین بېرته ترلاسه کړم؛ هغه ښار چې زه پکې ښارواله وم. اوس به هلته زرګونه نور رایه ورکوونکي هم ولرم. زموږ ټیم د دې لپاره حیرانوونکې دنده ترسره کړې چې د ۲۰ سلنې واټن کم کړي.»
د وهـاب او هرنانډېز ترمنځ بیاځلي سیالي به د امریکا د منځمهاله ټاکنو پر مهال د نوومبر په ۳مه ترسره شي.