تاند/ جمعه د اسد-زمري ۳۰مه/ په سریلانکا کې ډاکټرانو د یوه ۵۵ کلن سړي له مثانې ۳.۱ کیلوګرامه درنه ډبره په جراحي عملیاتو و ایسته.
ویل کېږي چې دغه ډبره د څو کلونو په اوږدو کې د ناروغ په بدن کې جوړه شوې وه او ډاکټرانو دا یوه ډېره نادره طبي پېښه بللې ده.
دغه سړی د سکتې له رامنځته کېدو وروسته د ترینکومالي ښار په یوه روغتون کې بستر و.
کله چې هغه د ادرار په کولو کې له ستونزې سره مخ شو، ډاکټرانو نورې معاینې ترسره کړې او د هغه په مثانه کې یې د یوې سترې ډبرې شتون تشخیص کړ.
د ناروغ د وضعیت له ارزولو وروسته، طبي ډلې د جراحي عملیاتو له لارې ډبره وایسته چې، د ډبرې وزن شاوخوا ۳.۱ کیلوګرامه و.
جراح ډاکټر ویلي چې ښايي دا د مثانې له هغو تر ټولو لویو ډبرو څخه وي چې تر اوسه د جراحۍ له لارې ایستل شوې دي.
ډاکټران اټکل کوي چې دغه ډبره د اوږدې مودې په تېرېدو سره د ناروغ په بدن کې لویه شوې او د جوړېدو لپاره یې ښايي له پنځو تر لسو کلونو پورې وخت نیولی وي.
د عملیاتو وروسته د ناروغ روغتیايي وضعیت ښه بلل شوی، خو د نورو روغتیايي ستونزو له امله لا هم په روغتون کې تر طبي څارنې لاندې دی.
ډاکتران وایي، د مثانې ډبرې په ادرار کې د معدني موادو د راټولېدو او په مثانه کې د هغو د پاتې کېدو له امله رامنځته کېږي.
دا ډبرې معمولاً کوچنۍ وي، خو په نادرو مواردو کې، که د اوږدې مودې لپاره په مثانه کې پاتې شي، کولی شي ډېرې لویې شي.