مین داوی
امیرخان متقي د طالب مشرانو په منځ کې د ډېر زغم او ښه استدلال خاوند دی. دی ملي او سیاسي چارې یوازې له وچ دیني انده نه بیانوي، بلکې په خبرو کې منطق او عقلانیت هم کاروي. د بېلګې په توګه، تېره اوونۍ یې له بيبيسي سره په مرکه کې پر دې ټینګار درلود چې نړیوال د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره استثنايي چلند کوي. «اسلامي امارت هغه معیارونه چې باید په رسمیت وپېژندل شي، پوره کړي دي.» متقي نړیواله ټولنه، په ځانګړې توګه لویدیځه نړۍ، له اسلامي امارت سره په داسې چلند ګرمه بولي چې ګواکې له بل هېواد سره یې نه کوي. دی استدلال کوي چې د طالبانو سیاسي نظام د نړۍ له نورو هغو نظامونو سره بنسټیز توپیرونه نه لري چې د ګڼو هېوادونو له خوا په رسمیت پېژندل شوي دي. البته چې په نړۍ کې مستبد، ټولواک او غیردیموکراتیک نظامونه ډېر دي او په دې لړ کې یوازې طالبانو ته ګوته نیول منصفانه نه ښکاري.
خو متقي او نور طالبان باید دا حقیقت ومني چې د دوی سیاسي نظام یوه داسې استثنايي بېلګه ده چې په نړۍ کې یې ساری نه شته.
لومړی دا چې په هېڅ بل هېواد او سیاسي نظام کې د نجونو پر زدهکړو بندیز نه دی لګېدلی. د طالبانو واکمني په نړۍ کې یوازینۍ واکمني ده چې «تر امر ثاني» پورې یې، پرته له دې چې هېڅ ډول اسلامي توجیه وړاندې کړي، د نجونو پر ثانوي زدهکړو کلک بندیز لګولی دی. نجونې او ښځې آن له روغتیايي زدهکړو هم بې برخې دي.
دویم دا چې د نړۍ د هېڅ بل هېواد یا سیاسي نظام مشر له خپلو خلکو پټ نه دی. که پاچا وي، که ولسمشر او که لومړی وزیر، هر یو له خپل ولس سره مخامخ دی؛ خلک یې یا مخامخ یا د ټلویزیونونو له لارې ویني، خبرې یې اوري او آن مېرمن، اولادونه او کورنۍ یې پېژني. هبتالله اخوندزاده یوازینی امیر دی چې له عام ولس څخه مخ پټوي. آن د طالبانو په رسمي نظام کې د اخوندزاده بیوګرافي نشته چې دی څو کلن دی، د چا زوی دی، مېرمن یې څوک ده، څو اولادونه لري، څه زدهکړې یې کړي او چېرته یې کړې دي.
ایا دغه دواړه ځانګړنې، هرڅومره که یې طالب ویاندویان د توجیه کولو هڅې کوي، د طالبانو اسلامي امارت د نړۍ د نورو سیاسي نظامونو له کتاره نه باسي؟
هبتالله اخوندزاده او نور طالب مشران پخپله وايي چې د دوی سیاسي نظام په ټوله نړۍ کې بېجوړې دی. د اخوندزاده ادعا ده چې ګواکې د اتمې پېړۍ سوچه دیني ـ سیاسي جوړښت یې په ۲۱مه پېړۍ کې واکمن کړی دی. آن که دغه ادعا ومنو، خو دې ته هم باید پام وکړو چې نوره نړۍ له اتمې پېړۍ څخه تر ۱۴ پېړیو پورې فکري، تمدني، ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او ټکنالوژیک واټن وهلی دی. بل هېڅ هېواد نه غواړي اتمې پېړۍ ته شاتګ وکړي؛ طالبان په دې مزل کې یوازې دي.
د طالبانو سیاسي نظام په خپله یوه استثنايي پدیده ده، ځکه خو ښاغلي متقي ته ښايي چې نور هېوادونه ورسره په استثنايي چلند کولو ګرم ونه بولي. دوی استثنا دي؛ ولې یې استثنايي چلند نه خوښېږي؟