تاند/ جمعه د اسد-زمري ۳۰مه/ افغانستان کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد، د بلاروس د سوداګرۍ وزارت له مرستیال ولادي میرویچ ریژکوفسکي سره لیدلي دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن، جمعه، د زمري ۳۰مه، په اېکس کې دغه خبر لیکلی دی.
خبرپاڼه کې لیکل شوي چې په دې لیدنه کې د افغانستان او بلاروس د سوداګرۍ وزارتونو مرستیالانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د حجم پر زیاتوالي، د افغانستان د صادراتو پر پراختیا، له بلاروس څخه افغانستان ته د نفتي توکو پر واردولو، په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو، د صنعت او انرژۍ په برخو کې پر همکارۍ او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د شته اقتصادي ظرفیتونو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د ګډو پانګونو د رامنځته کولو او د عملي همکاریو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.
د طالبانو د حکومت یو پلاوی، چې مشري یې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري کوله، څلور ورځې وړاندې بلاروس ته تللی و، څو د افغانستان او بلاروس ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډې کمېسیون په دویمه غونډه کې ګډون وکړي.