Homeخبرونهد عایشه وهاب تاریخي بری؛ لومړۍ افغان‌الاصله امریکایۍ چې د امریکا کانګرس...

د عایشه وهاب تاریخي بری؛ لومړۍ افغان‌الاصله امریکایۍ چې د امریکا کانګرس ته انتخاب شوه

تاند (جمعه، د زمري/ اسد ۳۰ مه) عایشه وهاب د پنجشنبې په ورځ د امریکا د متحدوایالتونو د کلیفورنیا د استازو جرګې د ۱۴مې حوزې د څوکۍ لپاره ځانګړې ټاکنې وګټلې. دا هغه څوکۍ ده چې پخوا اېرېک سوالوېل ګټله. د وهاب بری تاریخي دی، ځکه هغه لومړنۍ افغان الاصله امریکایۍ شوه چې د امریکا کانګرس ته د انتخاباتو له لارې لار مومي.

دا بری د اغلې وهاب په سیاسي ژوند کې نوی پړاو دی؛ نوموړې خپله سیاسي دنده په سیمه‌ییز حکومت کې پیل کړه، وروسته د کلیفورنیا ایالتي سنا جرګې ته ولاړه او اوس یې د فدرالي سیاست ډګر ته لار موندلې ده.

وهاب وروسته له هغې د سوالوېل خالي شوې څوکۍ وګټله چې نوموړي د ناوړه جنسي چلند له تورونو وروسته په تېر اپرېل کې له خپلې څوکۍ استعفا وکړه. د دې څوکۍ د خالي کېدو له امله پر دې څوکۍ داسي سیالي پیل شوه چې په رسنیو کې یې پراخ انعکاس وموند، سیالي د دیموکرات ګوند د دوو نوماندانو، عایشه وهاب او میلیسا هرنانډېز ترمنځ وه. انتخاباتي سیالي له پراخو سیاسي لګښتونو او پر سیمه‌ییزو او ملي موضوعاتو له تودو بحثونو سره مله وه.

د وهاب بری یوازې له یوې سیاسي څوکۍ څخه بلې ته د هغې د انتقال معنا نه لري؛ بلکې د امریکا د افغانې ټولنې او مسلمانانو لپاره هم مهم سمبولیک اهمیت لري. وهاب تر دې مخکې د کلیفورنیا ایالتي سنا ته د لومړۍ مسلمانې او لومړۍ افغان‌الاصلې امریکایۍ په توګه ټاکل شوې وه. اوس هغه د انتخاباتو له لارې د لومړۍ افغان‌الاصل امریکایۍ شوه چې کانګریس ته رسېږي.

په لومړنیو ټاکنو کې څرګند مخکښوالی

وهاب د جون په غیرګوندي لومړنیو انتخاباتو کې له هرنانډېز څخه د ۲۵ سلنې څخه د زیاتو رایو په توپیر مخکې وه. خو د انتخاباتو وروستۍ مرحله ورته سخته تمامه شوه، ځکه د هغې کمپاین له هغو بهرنیو سیاسي کمېټو (PACs) سره مخامخ شو چې یا یې د هغې د سیالې ملاتړ کاوه او یا یې د وهاب پر سیاسي سابقې نیوکې کولې.

د رسنیو د راپورونو له مخې، لویو  سیاسي کمېټو په وروستیو اوونیو کې لږ تر لږه ۵ میلیون ډالر د وهاب پر ضد په فعالیتونو ولګول. دا کمېټې کولای شي د نوماندانو د ملاتړ یا مخالفت لپاره نامحدودې پیسې ولګوي، چې له همدې امله د انتخاباتي لګښتونو کچه د دې سیالۍ مهم عامل وګرځېد.

د امریکا د اسرائیلو د عامه چارو کمېټه (AIPAC) د دغو سیاسي لګښتونو له مهمو سرچینو څخه وه. د راپورونو له مخې، له ۳ میلیون ډالرو څخه ډېرې پیسې د هرنانډېز د کمپاین د پیاوړتیا لپاره ولګول شوې. خو د وهاب پر ضد خپرېدونکو اعلانونو تر ډېره د کلیفورنیا په سنا جرګه کې د هغې د دندې پر مهال د عامه امنیت پر دریځونو تمرکز درلود او په مستقیم ډول یې د اسرائیل یا په غزه کې د جګړې په اړه د هغې دریځونه نه څرګندول.

وهاب او هغه سیاسي دنده چې په هېوارډ کې یې پیل کړه

عایشه وهاب په ۱۹۸۷ کال کې په نیویارک ښار کې د هغو افغان کډوالو په کورنۍ کې زیږېدلې چې د شوروي ـ افغان جګړې پر مهال له افغانستانه وتلي وو.

وروسته له هغې چې پلار یې ووژل شو او مور یې هم مړه شوه، وهاب د ماشومتوب یوه برخه د سرپرستۍ په سیستم کې تېره کړه. وروسته د سان‌فرانسیسکو د خلیج سیمې د فریمونټ او هېوارډ په سیمه کې یوې افغان‌امریکایۍ کورنۍ هغه په لورولۍ ومنله.

وهاب د جنوبي کلیفورنیا له پوهنتون څخه د ټولنیزو کارونو په برخه کې دوکتورا ترلاسه کړه او وروسته یې سیمه‌ییز سیاست ته مخه کړه. په ۲۰۱۸ کال کې د هېوارډ ښاروالۍ شورا ته وټاکل شوه او په امریکا کې له لومړنیو افغان‌امریکایانو څخه شوه چې یوې انتخاباتي دولتي دندې ته ورسېده. نوموړې ډېری وخت په امریکا کې د سیاسي څوکۍ ګټونکې لومړۍ افغان‌امریکایۍ ښځه بلل کېږي.

په ۲۰۲۲ کال کې وهاب یو بل مهم پړاو هم وواهه او د کلیفورنیا د ۱۰مې حوزې ایالتي سناتوره وټاکل شوه. په دې سره هغه د کلیفورنیا په سنا کې لومړۍ مسلمانه او لومړۍ افغان‌امریکایۍ شوه. وروسته یې د اکثریت د مرستیالې مشرې په توګه هم دنده ترسره کړه.

پرمختګپاله اجنډا او د اقتصاد او روغتیا په اړه څرګند دریځونه

وهاب د دیموکرات ګوند د هغو پرمختګپالو نوماندانو له ډلې ده چې سږ کال د کانګرس لپاره بیا سیالي کوي. د هغې سیاسي پروګرام د یو شمېر نورو پرمختګپالو نوماندانو له اجنډاوو سره ورته والی لري.

نوموړې د ټولو لپاره د روغتیايي خدمتونو، پر میلیاردرانو د لوړو مالیاتو، د معلوماتي مرکزونو پر جوړولو د لنډمهال بندیز، د سقط د قانوني د پاتې کېدو او د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې ICE د لغوه کولو ملاتړ کړی دی.

هغې په دې ډول سیاسي دریځونو داسي تمایل څرګند کړی چې غواړي ټولنیز او اقتصادي پروګرامونه پراخ کړي او د شتمنو او کډوالۍ په اړه سختې تګلارې رامنځته کړي.

په ۲۰۲۵ کال کې وهاب، د کلیفورنیا د یهودي قانون جوړونکو د ډلې په مشوره، د ایالتي سنا د یوه پرېکړه‌لیک ګډه ملاتړې هم وه. په پرېکړه‌لیک کې په غزه کې د «بشري ناورین» د پای ته رسېدو او د هغو اسرائیلي یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه شوې وه چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د حماس له خوا یرغمل شوي وو.

د هغې دا سابقه ښيي چې وهاب هڅه کوي له اسرائیل سره د امریکا د پوځي ملاتړ پر وړاندې انتقادي دریځ له بشري او سیاسي موضوعاتو، په ځانګړي ډول د ملکي وګړو او یرغمل شویو کسانو له مسئلې سره یوځای کړي.

له انتخاباتو مخکې حقوقي او انتخاباتي شخړې

د انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې وهاب له حقوقي او سیاسي لانجو سره هم مخ شوه. هغې له انتخاباتو مخکې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې غواړي د هغه څه په اړه چې دا یې په ټولنیزو رسنیو کې سپکوونکي او بدناموونکي مطالب بولي، د فدرالي ټاکنو کمېسیون (FEC) ته شکایت وکړي.

هغې وویل چې د هغې کمپاین له Meta سره اړیکه نیولې او غواړي FEC وڅېړي چې ایا د کمپاین اړوند ځینې فعالیتونه باید افشا شوي وای که نه. وهاب دغه فعالیتونه په انتخاباتو کې لاسوهنه وبلله.

له بلې خوا، د هرنانډېز یوه ملاتړي د وهاب پر ضد FEC ته شکایت کړی و او ادعا یې کړې وه چې هغې ۶۰ زره ډالره ناقانونه مرسته ترلاسه کړې ده. وهاب دغه شکایت رد کړی و، چې په دې توګه یې انتخاباتي سیالي له حقوقي اړخ سره هم مخ کړه.

د نومبر انتخاباتو ته لاره هواره شوه

په ځانګړو ټاکنو کې د عایشه وهاب بری د پرمختګپالو دیموکراتانو او د افغان او مسلمانې ټولنې لپاره یو مهم سیاسي پړاو دی، خو دا د سیالۍ پای نه دی.

تمه ده چې دا څوکۍ به د نومبر په انتخاباتو کې بیا د رایې صندوق ته ولاړه شي او وهاب او هرنانډېز به د بشپړې دورې لپاره یو ځل بیا سیالي وکړي.

دا سیالي په داسې وخت کې کېږي چې د امریکا په کانګرس کې د سیاسي استازولۍ د تنوع په اړه بحثونه مخ په زیاتېدو دي، په ځانګړي ډول د ښځو، کډوالو ټولنو او دیني او قومي لږکیو د استازولۍ په اړه.

په لومړي ځل یوه افغانه، عایشه وهاب کانګریس ته بریالۍ شوه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارګ له دېوالونو سره یوه ناسته! | امیرشاه یاد

2017 کال و ولسمشرۍ ماڼۍ د کابل پوهنتون د بېلابېلو ژبو او ادبیاتو محصلان او استاد د ارګ ماڼۍ ته غوښتي وو، تر څو...