تاند (چهارشنبه، د لیندۍ/ قوس ۴ مه) د بشري حقونو اروپايي محکمې پرېکړه کړې چې پولنډ د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر میاشت کې د یوه افغان کډوال د ساتنې اړتیا له ارزولو پرته هغه بېرته بېلاروس ته په ستنولو سره د هغه حقونه تر پښو لاندې کړي دي.
دا قضیه د ۳۲ افغان کډوالو په اړه وه چې د پولنډ او بېلاروس پر پوله بند پاتې شوي وو.
د پولنډ د راډیو د معلوماتي اژانس د راپور له مخې، دغو کډوالو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې، وروسته له هغه چې د پولنډ سرحدي ساتونکو بېرته واړول، د دغه هېواد د اوسناژ ګورني کلي ته څېرمه په یوه لنډمهاله کمپ کې پناه اخیستې وه.
د راپور له مخې، دغه کډوال د پولنډ او بېلاروس د سرحدي ځواکونو ترمنځ په سختو بشري او روغتیايي شرایطو کې بند پاتې وو.
له ۳۲ افغانانو څخه یوازې دوو کسانو غوښتل چې د محکمې بهیر ته دوام ورکړي. د پولنډ د راډیو د معلوماتي اژانس په وینا، محکمې دغو دواړو کسانو ته د تاوان او د حقوقي لګښتونو د بېرته ورکولو پرېکړه کړې ده.
محکمې د کډوالو هغه ادعا رد کړې چې ګواکې د کمپ پر مهال د پولنډ په خاوره کې وو. د محکمې په وینا، دغه کمپ د بېلاروس په خاوره کې و او د پولنډ تر قضايي واک لاندې نه و.
خو د پولنډ د خبري اژانس د راپور له مخې، محکمې څرګنده کړې چې له دغو کسانو څخه لومړی غوښتونکی د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په ۲۰مه، هغه مهال د پولنډ تر قضايي واک لاندې راغی چې له پولې واوښت. نوموړی په هماغه ورځ بېرته بېلاروس ته ولېږدول شو.
محکمې ویلي چې هېوادونه حق لري د بهرنیو وګړو پر ننوتلو څارنه وکړي او د بشري حقونو اروپايي کنوانسیون هغوی له دې نه منع کوي چې پر خپلو پولو د تګ راتګ محدودیتونه ولګوي یا خپلې پولې وتړي.
د محکمې په وینا، یوازې د هغه هېواد پر لور د یوه کډوال بېرته ستنول چې کډوالي د سیاسي موخو لپاره کاروي، په خپله د کنوانسیون د درېیمې مادې سرغړونه نه ګڼل کېږي. دغه ماده شکنجه او له انسانانو سره غیرانساني او سپکوونکی چلند منع کوي.
خو محکمې ټینګار کړی چې چارواکي باید تر بېرته ستنولو مخکې هغه کسان وپېژني چې ښايي له ناوړه چلند سره مخ شي. په دې ډله کې هغه کسان شامل دي چې د عمر یا روغتیايي ستونزو له امله زیانګالي وي، او یا داسې دلیلونه ولري چې وښيي بېرته ستنېدل یې ژوند له سمدستي او جدي خطر سره مخ کولی شي.
محکمې ویلي، لومړی افغان پناه غوښتونکی د عمر یا روغتیا له پلوه زیانګالی نه و، خو د محکمې له خوا د لنډمهالو محافظتي تدابیرو تر پوښښ لاندې و. د محکمې په وینا، د پولنډ سرحدي ساتونکو نوموړی څو ساعته تر څارنې لاندې ساتلی و او چارواکو کافي وخت درلود چې د محکمې له دغو تدابیرو خبر شي او د هغه د ساتنې اړتیا وارزوي.
محکمې پایله اخیستې چې پولنډ د دغه افغان له بېرته ستنولو مخکې داسې اغېزمنه کړنلاره نه وه برابره کړې چې له مخې یې هغه د کنوانسیون د درېیمې مادې له مخې د ساتنې غوښتنه کولی شوای.
د پولنډ د راډیو د معلوماتي اژانس د راپور له مخې، دغو دوو کډوالو ته د وکیلانو د نیولو او اړیکې نیولو اجازه هم نه وه ورکړل شوې. محکمې په دې برخه کې هم د کنوانسیون د ۳۴مې مادې سرغړونه بللې ده. دغه ماده محکمو ته د انفرادي شکایت د وړاندې کولو حق تضمینوي.
خو محکمې د پولنډي چارواکو له لوري د ناوړه چلند او په کمپ کې د ژوند د شرایطو په اړه د لومړي افغان شکایتونه رد کړي دي.
محکمې همدارنګه ویلي چې پولنډ، لاتویا او لیتوانیا ته د ناقانونه ننوتلو هڅې په داسې شرایطو کې شوې وې چې د بېلاروس چارواکو د دغو هېوادونو پر وړاندې د دښمنانه اقداماتو په ترڅ کې کډوالي د سیاسي وسیلې په توګه کاروله.
د محکمې په وینا، بېلاروس کډوال هڅول، د هغوی تګ راتګ یې اسانه کاوه او یا یې په زور لېږدول، څو دغه هېوادونه او یا پراخه سیمه بېثباته کړي.
ډېری افغان پناه غوښتونکي وايي، پولنډ او په تېره بیا بلغاریا او ترکیه هغه هیوادونه دي چې له کډوالو سره ډېر ناوړه چلند کوي، وهې ټکوي یې او په سړه هوا کې جامې ورڅخه باسي.