تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۳ مه) یوې تازه څېړنې ښودلې چې که په راتلونکې کې د زړښت ټول پېژندل شوي عوامل د طبي پرمختګونو له لارې کنټرول یا درملنه هم شي، د انسان د عمر د نامحدودې اوږدېدا پر وړاندې به لا هم یو اساسي خنډ موجود وي؛ هغه په حجرو کې د جنیټیکي بدلونونو راټولېدل دي.
د څېړنې د ریاضيکي ماډل له مخې، په داسې یوه اېډیال حالت کې د انسان منځنی عمر ښايي له شاوخوا ۱۴۶ تر ۱۹۴ کلونو پورې ورسېږي، خو احتمالاً تر ۲۰۰ کلونو به وا نه وړي.
روسي څېړونکو په دې څېړنه کې د ریاضيکي ماډل په کارولو سره د بدن د بېلابېلو غړو د فعالیت د کمېدو بهیر د هغو سوماتیکو جنیټیکي بدلونونو له امله ورته ماډلونه جوړ کړي چې د وخت په تېرېدو په حجرو کې رامنځته کېږي.
دغه بدلونونه د حجرو د وېش، د بدن د طبیعي میتابولیزم او چاپېریالي عواملو له امله په حجرو او DNA کې رامنځته کېږي او د زړښت له هغو عواملو څخه ګڼل کېږي چې په بشپړه توګه یې مخنیوی ستونزمن دی.
په دې ماډل کې فرض شوې وه چې د زړښت نور عوامل، لکه مزمن التهاب، د میتوکونډریا د فعالیت ګډوډي او د زړو حجرو راټولېدل، په بشپړه توګه د درملنې یا بېرته عادي کېدو وړ دي.
د بدن ټول غړي یو شان زیان نه ویني
د څېړنې پایلو ښودلې چې د بدن غړي د جنیټیکي بدلونونو پر وړاندې یو شان مقاومت نه لري.
مغز او زړه ډېر زیانمن بلل شوي، ځکه د دغو غړو ډېری مهمې حجرې له زیږون وروسته ډېرې لږې بدلېږي یا بیا تولیدېږي.
خو د ځیګر په څېر غړي چې حجرې یې په دوامداره توګه نوي کېږي، د دې بهیر پر وړاندې نسبتاً ډېر مقاومت لري.
څېړونکو د بېلابېلو غړو د فعالیتونو په ګډ ماډل کې موندلې چې حتا تر ټولو په غوره ممکنو شرایطو کې هم جنیټیکي بدلونونه په تدریجي ډول د غړو د فعالیت د خرابېدو او په پای کې د عمر د محدودېدو سبب کېدای شي.
څېړونکو ټینګار کړی چې دا پایلې یوازې د ریاضيکي ماډل پر بنسټ دي او باید د عملي یا تجربوي ثبوت په توګه ونه ګڼل شي. د دوی په وینا، پایلې په دې فرضیو پورې تړلې دي چې د بدن غړي له یو بل سره څنګه تعامل کوي او د دوی د فعالیت د ناکامۍ بهیر څنګه ترسره کېږي.
د دغو اټکلونو د تایید لپاره لا نورو څېړنو ته اړتیا ده.
سره له دې، څېړنه دې پایلې ته رسېږي چې حتا که د زړښت د ډېرو نورو عواملو لپاره اغېزمنې درملنې هم رامنځته شي، د DNA جنیټیکي بدلونونه ښايي د انسان د عمر د نامحدودې اوږدېدا پر وړاندې یو له تر ټولو مهمو خنډونو څخه پاتې شي.
څېړونکي وايي، د دې بهیر ښه پېژندل کېدای شي د زړښت د میکانیزمونو په اړه د یوې هراړخیزې علمي نظریې په جوړولو کې مرسته وکړي.