Homeخبرونهاقتصادي خبرونهم.م. افغانستان باید پر لمریزې برېښنا ډېره اتکا وکړي

م.م. افغانستان باید پر لمریزې برېښنا ډېره اتکا وکړي

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۲ مه) د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، په افغانستان کې د پر له پسې یا ثابتې برېښنا نستوالی یوه له هغو ننګونو څخه ده چې د روغتیايي خدمتونو، زده کړدو، معیشت او اقتصادي ودې په شان برخو مستقیم اغېز لري.

د دې ادارې د راپور له مخې، له شاوخوا ۴۰ تر ۴۲ سلنې افغانان د برېښنا له ملي شبکې سره وصل دي، خو د دې برېښنا نژدې ۹۰ سلنه برخه په ښاري سیمو کې متمرکزه ده. په کلیوالو او لېرې پرتو سیمو کې خلک لا هم د برېښنا د نشتوالي جدي ستونزه لري.

راپور زیاتوي چې لېرې پرتو سیمو ته د برېښنا شبکې غځول د لوړ لګښت او د زیربناوو د کمښت له امله ستونزمن دي؛ له همدې امله لمریزه انرژي دغو سیمو ته د برېښنا رسولو لپاره یوه عملي حل‌لاره بلل شوې ده.

د ملګروملتو پراختیايي پروګرام وايي، په ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو کې د لمریزې برېښنا سیستمونو نصب او د سیمه‌ییزو خلکو د ګډون پر بنسټ د مالي ماډلونو رامنځته کول د دغو پروژو دوام تضمینولی شي. په ځینو سیمو کې اضافي تولید شوې برېښنا په نژدې کورونو او دوکانونو هم پلورل کېږي، څو د تجهیزاتو د ساتنې لګښتونه برابر شي.

د دې طرحو له بېلګو څخه د ښځینه سوداګرو بازارونو ته د لمریزې برېښنا رسول دي. د ملګرو ملتونو په وینا، دغه کار ښځینه سوداګرو ته زمینه برابروي چې خپل فعالیتونه د ورځې تر اوږدې مودې پورې وغځوي او حتی د برېښنا د پرې کېدو پر مهال هم خپلو کاروبارونو ته دوام ورکړي.

د م.م. پراختیايي پروګرام ټینګار کوي چې لمریزه انرژي یوازې روغتیايي او ښوونیز خدمات نه شي ښه کولی، بلکې د کارموندنې، معیشت پیاوړتیا او د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې هم مهم رول لري او افغانستان له یوازې د بحران پر وړاندې د مقاومت له پړاو څخه د اقتصادي بیا رغونې او پرمختګ پر لور بېولی شي.

افغانستان پر وارداتي برېښنا ډېر متکي دی

افغانستان د خپلې اړتیا وړ برېښنا شاوخوا ۸۰ سلنه له ګاونډیو هېوادونو واردوي. د دغو وارداتو تر ۹۰ سلنې ډېره برخه د منځنۍ اسیا له هېوادونو، په تېره بیا ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان څخه راځي. ایران هم د افغانستان د برېښنا د اړتیا یوه برخه تأمینوي.

پر وارداتي برېښنا د دومره ډېرې تکیې، په هیواد کې برېښنا ته د لږ شمېر خلکو د لاسرسی او په ښارونو کې د هغې د تمرکز د افغانستان د برېښنا شبکې کمزورتیا لا ډېروي.

له همدې امله، د کورنۍ برېښنا د تولید پراخول او د لمریزې انرژۍ کارول، په ځانګړي ډول په کلیوالو او لېرې پرتو سیمو کې، د وارداتي برېښنا د کمولو او د هېواد د انرژۍ د ثبات لپاره له مهمو حل‌لارو څخه بلل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

محمد ګل نوري (دردونکې خاطره) زمــری محــقـــق

خدای بخښلی محمد ګل نوري د (ملی هنداری) د شهکار لیکنی لیکوال او شاعر چی په ژوندونی کی یې چا قدر نه کاوه او...