تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۲ مه) د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د هندوستان د ملي لوبډلې پر وړاندې د راتلونکې شل اوره لوبلړۍ لپاره د ۱۵ افغان لوبغاړو نومونه اعلان کړل.
د افغانستان په کوربه توب د هند په پلازمېنه ډیلي کې د دوو هیوادونو د ملي لوبډلو شل اوره سیالۍ د مخکیني ټاکل شوي مهالوېش مطلابق د راتلونکې سپتمبر میاشتې په ۱۳مه پیبلېږي چې د همدې میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې به دوام ومومي.
د افغانستان په لوبډله کې دا لوبغاړي شامل دي: ابراهیم ځدراڼ (لوبډلمشر) رحمان الله ګوربز (ویکټ ساتونکی)، صدیق اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، نورالرحمن (دوهم ویکټ ساتونکی)، محمد نبي، راشدخان، ننګیال خروټی، مجیب الرحمان، نوراحمد لکڼوال، فضل حق فاروقي، نوین الحق او عبدالله احمدزی شامل دي. د دوی تر څنګ شاهدالله کمال، فرید احمد ملک او اعجاز احمدزي ته د احتیاطي لوبغاړو په توګه ځای ورکړل شوی دی.
له ډېئرې مودې وروسته نوین الحق او مجیب الرحمان ته هم په ټیم کې ځای ورکړل شوی دی.
کرکټ بورډ وايي چې نوین الحق ژوبل و او له رغېدو وروسته د لوبډلې نوملړ ته اضافه شوی دی. نوین الحق د شل اوریزو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې ځانګړی او مجرب نوم دی.
دغه راز مجیب الرحمان هم چې له دې وړاندې د ټپ له امله استراحت ورکړل شوی و، د هند په وړاندې سیالیو ته بلل شوی دی.
ګلبدین نایب او محمد نبي هم په وروستیو څو سیالیو کې ناسوب وو.
ځوان لوبغاړی نورالرحمان ته هم چانس ورکړل شوی چې د دوهم ویکټ ساتونکي په توګه په لوبو کې ګډون وکړي.