Homeخبرونهد امریکا پخوانی سفیر: واشنګټن ښايي په کابل کې خپل سفارت بېرته...

د امریکا پخوانی سفیر: واشنګټن ښايي په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي

تاند (دوشنبه، د وږي/ اسد ۲ مه) په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر رونالډ نیومن وايي، تصور کولی شي چې واشنګټن د طالبانو تر واک لاندې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي، خو ټینګار کوي چې دا کار باید د طالبانو له خوا د مشخصو او عملي سیاسي بدلونونو په بدل کې وشي.

نیومن، چې له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۷ کال پورې په افغانستان کې د امریکا سفیر و، له i24NEWS سره په مرکه کې وویل چې له طالبانو سره د امریکا د تعامل لپاره عملي دلایل شته، سره له دې چې د هغوی د سیاستونو په اړه ژور اختلافات موجود دي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا یو ځل بیا د امریکا بیرغ د کابل پر سفارت رپېدلی شي، وویل: «هو، زه یې تصور کولی شم.» خو زیاته یې کړه چې طالبان باید په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو په اړه په خپلو سیاستونو کې بدلون راولي.

د نوموړي په وینا، که امریکا یوازې د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه له پامه وغورځوي او سفارت بېرته پرانیزي، په متحدوایالتونو کې به له سخت سیاسي غبرګون سره مخ شي. هغه د طالبانو پر پالیسۍ نیوکه وکړه او ویې ویل چې د دوی محدودیتونه له واک ته ستنېدو وروسته نرم شوي نه دي، بلکې د ښځو په اړه یې دریځ لا سخت شوی دی.

د کابل د امریکا سفارت له ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې تړلی دی او د افغانستان اړوند د امریکا ډېری دیپلوماتیک فعالیتونه له افغانستان څخه بهر ترسره کېږي.

امریکا له طالبانو سره لا هم عملي اړیکې لري

نیومن وايي، امریکا له طالبانو سره په ځینو برخو کې لا دمخه عملي تعامل کوي، په ځانګړي ډول د امریکايي اتباعو د خوشې کولو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په موضوعاتو کې.

هغه وویل، طالبانو د دوحې د خبرو پر مهال هم غوښتل چې له امریکا سره سیاسي اړیکې وساتي، خو د امریکا پوځي حضور یې نه غوښت.

امریکا په ۲۰۲۱ کال کې د خپلو ځواکونو له وتلو او د پخواني افغان حکومت له سقوط سره سم په کابل کې خپل سفارت وتاړه او تر اوسه یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

نیومن خبرداری ورکړ چې له افغانستان سره بشپړ پرېکون هم د امریکا لپاره خطرونه لرلی شي. د هغه په وینا، امریکا په تېرو وختونو کې څو ځله افغانستان ته شا اړولې او وروسته یې په حساسو برخو کې د دې پرېکړې پایلې لیدلې دي.

له طالبانو سره باید «عمل په بدل کې عمل» وشي

پخوانی امریکايي سفیر وايي، که واشنګټن په راتلونکې کې له طالبانو سره اړیکې نژدې کوي، باید دا بهیر تدریجي وي او د امریکا هر امتیاز باید د طالبانو له یوه مشخص اقدام سره وتړل شي.

هغه ټینګار وکړ: «تاسو باید یوازې ریښتیني اقدامات د ریښتینو اقداماتو په بدل کې وکړئ.»

د نوموړي په باور، که طالبان د امریکا د سفارت بیا پرانیستل غواړي او واشنګټن هم دا کار د خپلو ګټو لپاره مناسب وبولي، باید په بدل کې له طالبانو څخه مشخص امتیاز یا عملي بدلون وغواړي، نه یوازې تشې ژمنې.

نیومن خبرداری ورکړ چې که امریکا پرته له کوم امتیاز اخیستو سفارت پرانیزي، طالبانو ته به دا پیغام ورکړي چې هغوی اړتیا نه لري خپل دریځونه بدل کړي.

د افغانستان د کانونو په اړه د امریکا احتمالي لېوالتیا

نیومن د افغانستان کانونو او طبیعي سرچینو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې دا سرچینې په راتلونکې کې د امریکا د تعامل لپاره یو احتمالي عامل کېدای شي، خو د کانونو د پراختیا لپاره امنیت، پانګونه او د قانون حاکمیت لازم دي.

هغه وویل چې اوس مهال په افغانستان کې د دغو شرایطو ډېره برخه نشته او د کانونو په برخه کې د پام وړ پانګونه لا څو کاله لرې ده.

د امریکا د تېرې شل کلنې تجربې ارزونه

نیومن د افغانستان په اړه د امریکا د شل کلنې تګلارې په ارزونه کې وویل، واشنګټن په لومړیو کې افغانستان ته کافي اقتصادي مرستې ورنه کړې، خو وروسته یې په لنډ وخت کې میلیاردونه ډالر ولګول، چې د افغان ادارو له ظرفیت څخه ډېر وو.

د هغه په وینا، کله چې یو سیاسي او اداري نظام دومره لویې مرستې جذبولی نه شي، د فساد زمینه ورته برابرېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

محمد ګل نوري (دردونکې خاطره) زمــری محــقـــق

خدای بخښلی محمد ګل نوري د (ملی هنداری) د شهکار لیکنی لیکوال او شاعر چی په ژوندونی کی یې چا قدر نه کاوه او...