تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۲ مه) چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل چې په سمنګان ولایت کې د پخواني شوروي اتحاد جوړ یو ۵۰۰ کیلوګرامه بم کشف او په خوندي ډول له منځه وړل شوی دی.
طالبانو ویلي، دغه بم چې له هوا څخه غورځول شوی و، پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له وخته پاتې شوی و.
دا بم د سمنګان ولایت په فیروز نخچیر ولسوالۍ کې هغه مهال وموندل شو چې یوه ځايي اوسېدونکي د یوه مشکوک شي راپور ورکړ.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې په وینا، د ماین پاکۍ د بشري مرستو ادارې DAFA یوې تخنیکي ډلې بم خوندي سیمې ته انتقال کړ او وروسته یې په کنټرول شوې چاودنه کې له منځه یووړ.
چارواکي وايي، دا بم د OFAB-500ShR په نوم د روسیې جوړ غیرهدایتشوی، دروند چاودېدونکی او ټوټه کېدونکی بم و. دا ډول بمونه د ټیټې ارتفاع د بریدونو لپاره کارول کېږي او د ښکته کېدو د سرعت د کمولو لپاره د پراشوټ سیستم لري. په بم کې د چاودېدونکو موادو لویه اندازه موجوده وي چې د پراخو تلفاتو او زیانونو سبب کېدای شي.
چارواکو ویلي چې د دغه بم له منځه وړل د سیمې د خلکو د یوه احتمالي خونړي ناورین مخه ونیوله او یو ځل بیا یې څرګنده کړه چې د ناچاودو پوځي توکو د موندلو پر مهال د خلکو له خوا د اړوندو ادارو خبرول څومره مهم دي.
افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د ماینونو او ناچاودو چاودېدونکو توکو له امله تر ټولو ډېر ککړ بلل کېږي. د څه باندې څلورو لسیزو جګړو پاتې ماینونه، بمونه، د توپ مرمۍ او راکټونه لا هم د خلکو ژوند ته ورځنی ګواښ دي، په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې چې ماشومان ډېر ځله له دغو خطرناکو پاتې شونو سره مخ کېږي.
د روان کال په لومړیو کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مشر نورالدین ترابي ویلي و چې په افغانستان کې شاوخوا اووه میلیونه کسان په هغو سیمو کې اوسي چې په ماینونو او ناچاودو چاودېدونکو توکو ککړې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (UNAMA) هم خبرداری ورکړی چې هره میاشت شاوخوا ۵۰ کسان په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو چاودېدونکو توکو له امله وژل کېږي یا ټپیانېږي. د دغو قربانیانو شاوخوا ۸۰ سلنه ماشومان دي.
ملګري ملتونه لا هم افغانستان د جګړو له پاتې چاودېدونکو توکو څخه د نړۍ له تر ټولو زیانمنو هېوادونو څخه ګڼي او د ماین پاکۍ د عملیاتو د پراخېدو او د نړیوالې مرستې د زیاتېدو غوښتنه کوي.
بشري مرستندویې ادارې وايي، په پخوانیو جنګي سیمو، کرنیزو ځمکو او استوګنو سیمو کې لا هم میلیونونه ناچاودې وسیلې پاتې دي.