جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د غني خان په پنځو نظمونو کې د ژوند د مانا لټون|...

د غني خان په پنځو نظمونو کې د ژوند د مانا لټون| حفيظ‌الله بشارت‎

١- غني خان چې د معاصر شعر په مخکښو او سرلارو شاعرانو کې راځي، یو له هغوی دی چې نظریات، شعري خیالات او افکار يې فلسفي رنګ او بُعد لري. یو فلسفي تر هر څه لومړی د فطرت ټولنې، ژوند او ځان په اړه د بنسټیزو او لازمي پوښتنو پلټنه کوي او هغوی ته ځواب لټوي. د ژوند اړوند د غني بابا شعرونه له نورو ځکه بېل دي چې نوموړی ژوند ته د يو عادي انسان له عینکو نه ورګوري او د ژوند مانا په داسې څیزونو او شېبو کې لټوي چې تر ډېره د نورو انسانانو له نظر پټ وي. راځو لومړی د غني بابا د ژوند تر عنوان لاندې شعر لولو او له نورې شننې ورهاخوا پکې د ژوند د مانا لټه هم کوو:
ژوند
چې خمار مستي يې وځي
شراب څه ترخې اوبه وي
چې سرور، غرور يې نه وي
دا ژوندون، ژوندون د څه وي
چې د مينې زړه شي پاتې
لکه ګل وي رژېدلى
يا شغله يوه د نور وه
يا يو موټى د خزلې
چې په ژوند کې سخته نه وي
لکه بې مالګې طعام
چې په خوله کې خندا نه وي
لکه ډک د خاورو جام
چې ځواني کې تکليف نه وي
لکه پټه ميان کې توره
نه يې پړک شي نه يې شرنګ شي
په زنګونو شي رنځوره
چې ارام وي او سمام وي
او ياري په جايداد وي
خربانو هم شيرينۍ وي
هر ټرو پرو فرهاد وي
چې يې سر په خندا داو شي
هله خوږ راز او نياز شي
چې په سپينو تورو جنګ شي
ښکاره هلته کې اياز شي
ژوند که تش پيرني څټل شي
دا خو سپى هم شي څټلى
که تش نسل زياتول وي
دا غوايي هم شي کولاى
ژوند نه خېټه نه ماڼۍ دي
نه ډېري د سرو لالونو
نه ياران نه معشوقې دي
نه باغونه د ګلونو
ژوند خو تله دي په يوه مخه
غورځېدل او پاڅېدل دي
ټکى سوز او ټکى ساز دى
څه خندا او څه ژړل دي
ژوند په سترګو د عاشق کې
پلوشه ده د خمار
په صحرا کې لټول دي
د اشنا د کوڅې لار
په دې نظم کې موږ د يو فیلسوف خیال وینو او دا راته وايي: چې ژوند هم د متضادو او متقابلو احساساتو، نفسياتو او کیفیاتو یووالی دی. د ژوند دغه متضادې اړیکې لکه غم او خوشالي، سخته او راحت، قهر او ارام، ښايست او بدرنګي ټول د ژوند یوه قېمتي سرمایه او په ټوله کې یوه مانا ده او همدا تضادونه ژوند ته ښایست او مانا بښي. د ژوند مانا د ذات د پردیتوب له منځه وړل، د بېلتون غم د وصال په خوشالۍ بدلول او د يو ارمان سر ته رسول دي. ژوند دومره اسانه نه دی چې فقط تر فیرني څټلو رامحدود شي او نه دومره پوچ دی چې فقط تر نسل زیاتولو پورې راغونډ شي، که داسې وي دا کارونه خو سپی او غویی هم کولی شي، ژوند له دې ډېر لوی دی او مانا يې په ځان موندلو، ورکېدلو، یو تلاش، ارمان پوره کولو، په ارمان پسې په قربانېدلو، په سختۍ زغملو، تکليف تېرولو، غورځېدلو، پاڅېدلو او… کې پرته ده.
بشارت
په ټوله کې دا نظم راته وایي چې د ژوند مانا یوازې په فزیکي بقا پورې نه ده تړلې، بلکې معنوي لټون هم دی. د ژوند اصیله بڼه او مانا په درد زغملو، مینه کولو، مبارزې او عميق فکر کولو کې نغښتې ده. همداراز خندا، ژړا، ښکلا او د يو ارمان پر وړاندې قرباني د ښه او ماناداره ژوند ګډ اړخونه دي او ژوند هغه وخت ارزښت او مانا پيدا کوي چې عشق، هدف او احساس پکې راژوندی شي.
٢- غني چې په اکثره شعرونو کې د ژوند د مانا لټه کوي، نو دې نېچه دا قول يې ضرور اورېدلی دی چې: “د يو شي په اړه لټون او د هغه ځواب مالومول زما خوراک او څښاک دی.”
ځکه نو غني بابا د “ژوند” تر عنوان لاندې نظم کې له ژوند سره نه شلېدونکې اړیکې لري او هغه ته ژوند د ښکلا یو محسوس شی دی او له همدغه احساس سره نوموړی ژوند کوي:
ژوند
هر څه د رب او همه د رب
زه يو ماښام له راغلی یم
باغ او انګور میخانه د یار
زه خو یو جام له راغلی یم
مينه مستي او خمار د بل
رقص او خندا او سینګار د بل
ګل او نرګس او ګلزار د بل
زه يې تش دیدار له راغلی یم
زه د لولکې وړې په شان
ګل او غوټۍ او بهار ګورم
زه لکه شمع بلېږمه
ښایست او مستي د دلدار ګورم
لوی سمندر د مستۍ له ما
څاڅکی د رنګ راوړی دی
زه پرې د لمر رڼا لټوم
ما هم مشال بل کړی دی
هر څه د رب او همه د رب
زه يو ماښام له راغلی یم
باغ او انګور او میخانه د یار
زه خو یو جام له راغلی یم
په دې نظم کې شاعر ته ژوند یو لوړ مقام او یا که له عرفاني اړخه ورته ځیر شو، د يوې الهي سرچينې پیل ورته ښکاري. په نظم کې دې ته هم اشاره وینو چې ژوند د روح او مینې له ژورو څخه یو راټوکېدونکی شی دی. دې ژوند مانا اصلن شاعر ته د خمار، مینې او مستۍ په یوه څاڅکي کې پرته ده.
کله ناکله د تضاداتو وحدت اصلي مانا زیږوي، په دې نظم کې هم شاعر له خپلو لومړنیو خبرو انحراف کوي او برعکس وایي چې: ژوند نه خمار دی، نه عشق دی، نه مستي ده، بلکې د دې هر څه لیدل او ننداره ده. ژوند د یو څه لاسته راوړل نه، بلکې تجربه کول دي.
له شمعې سره د ژوند تشبېه رایادوي چې ژوند فنا کېدونکی شی دی، خو له دې سره سره بیا هم خپله مانا او ښکلا نه بایلي. ژوند که هر څو محدوده پدیده ده، خو بیا هم پکې ښکلا، مانا، عشق او مستي ځایېږي.
لکه مخکې مو چې وویل، د يو شي لټون کله کله د يو انسان په خوراک او څښاک بدل شي، ځکه نو په دې نظم کې شاعر له سمندره د ژوند یوازې یو څاڅکی رااخلي، خو په همدغه څاڅکي کې بيا هم د لمر لټولو او مشال بلولو هڅه کوي. مطلب دا چې که څه هم ژوند کوچنی او موقتي شی دی، خو بیا هم له یوې سترې سرچينې څخه منځته راغلی او همدغه کوچنی ژوند هم د رڼا پلټنه، د ژوند د مانا لټه او د ښکلا ستاينه کولی شي.
٣- په “مسافر” نظم کې غني بابا د ژوند اړوند بیا دا پوښتنه چې “ژوندون څه دی؟” پرلپسې راوړي او ځوابونه یې هم له يو فلسفي دیده مختلف او متضاد اړخونه لري:
مسافر
ژوندون څه دی؟ ځان موندل دي
ژوندون څه دی؟ ورکېدل دي
ژوندون څه دی؟ یو تالاش دی
د ارمان پوره کولو
د ارمان بې تابي واړه
په ارمان قربانول دي
ژوندون خوب دی یو بې توانه
د تیارې او د رڼا
بنده هغه مسافر دی
کور یې باغ لار يې صحرا
په دې نظم کې وینو چې شاعر د ژوند، د ژوند د وجود او مانا پوښتنه کوي او ځواب یې یو ناپایه سفر، تلاش، خوب، ارمان، فداکاري او…. راوړي.
دا نظم رازده کوي چې: د ژوند مانا په ځان موندلو او بېرته ورکېدلو، یعنې حقيقت ته په رسېدو او بېرته ورکېدلو کې، د خپلو ارمانونو لپاره په لټون کولو، په هیلو پوره کېدو پسې په ځان قربانولو او… کې پرته ده.
همداراز په دې شعر کې غني ژوند یو داسې بې وسه او بې توانه خوب ګڼي چې تر منځ یې رڼا او تیاره دواړه روان وي، یعنې اصلن دا تشبېه د ژوند ناپایداري چې خوشالي و غم، ښه او بد، هیله، ښکلا، ناورین، بدرنګي، مرګ او… یې یوه برخه وي، د دوی ترمنځ یووالی او یو متضاد حالت راښيي، یعنې د ژوند مانا نه یوازې یو رنګي ده، بلکې اصيله مانا يې په تضاداتو او رنګارنګیو کې نغښتې ده.
په ټوله کې دا نظم راته وایي چې: ژوند د یو تلاش نوم دی. ژوند یو سفر دی، داسې سفر چې مسافر پکې د خپلو هیلو پوره کولو، ځان پېژندلو او د الهي حقيقت د پیدا کولو لپاره کوششونه کوي. دا سفر اسانه ځکه نه دی چې منډې غواړي، درد زغمل غواړي… خو د دې هر څه باوجود هم ژوند مانا او ښکلا دواړه لري.
٤- یو فلسفي شاعر چې کله د ژوند، مرګ او کایناتو اړوند پوښتنې کوي، معمولاً د خپلو پوښتنو مخاطبان خدای یا یو عالم څوک ټاکي، که د مخاطب له لوري معقول ځواب ترلاسه نه کړي، بیا نو د خپل بصیرت او پوهې په اندازه خپلو پوښتنو خپله ځوابونه لټوي.
“تپوس که جواب” د غني خان یو له هغو نظمونو دی چې د ژوند اړوند دا پوښتنه څو کرته راوړي، چې اصلن ژوند پوښتنه ده، که ځواب او همدغه پوښتنې ته خپل پيدا کړي ځوابونه هم لیکي.
موږ يې لومړی همدا نظم لولو، بیا پکې د ژوند د مانا لټون کوو:
تپوس که جواب؟
وایه وایه ملاجانه
ژوند تپوس دی که جواب
ژوند وصال دی که جنون دی
که ارام که اضطراب
ژوند امام دی که ګلفام دی
که منبر دی که محراب
که یو مست غوندې جهان کې
رنګین خوب دی د سراب
که لمحه د نور ګڼل دي
د دې تور تاریک جهانه
ژوند تپوس دی که جواب
وایه وایه ملاجانه
ژوند فرعون دی او غرور دی
که جنون دی او سرور دی
د نمرود د زرو تخت دی
که رنګین تخت د منصور دی
دا حسین مسکی مسکی دی
که يزيد مست په غرور دی
دا بهار دی که ګلاب دی
لږ پټ شوی د تیارو نه
ژوند تپوس دی که جواب
وایه وایه ملاجانه
ژوند یو مست د ميو جام دی
لېونی مخ د خیام دی
که یو مات د غم کچکول
یو رنګین باغ د ګلونو
که اوښیار مخ د بهلول
که یو تېښته او فرار دی
ژوند تپوس دی که جواب
وایه وایه ملاجانه
ژوند یو خېشت دی چې خورېږي
که جمال چې خاورې کېږي
دا ساز خپل مرګ ته کړي ساندې
که یو اور دی چې بلېږي
د دې تلو مقام دمه شته
که د ساه نه ساه تښتېږي
منګوټی که د ارټ دی
څه ډکېږي څه تشېږي
که یو نور دی چې خورېږي
ناخبره د خپل شانه
ژوند تپوس دی که جواب
وایه وایه ملا جانه
ملا چې زموږ په ټولنه کې د دین او پوهې سمبول ګڼل کېږي، غني بابا دلته د خپلو پوښتنو د ځواب لپاره مخاطب کړی او ژوند تپوس که جواب؟ پوښتنه ترې مکرراً کوي، خو د وایه وایه پرلپسې تکرار يې يوه بې باوري هم زیږوي، هغه دا چې شاعر يو څه شکمن غوندې دی، چې ایا زما په همدغه پوښتنه زما مخاطب سم پوهېږي کنه؟
ځکه نو په ورپسې بیتونو کې شاعر د ژوند کوټلی تعريف نه راوړي، بلکې د ژوند مانا په مختلفو او متضادو انځورونو کې وړاندې کوي، داسې ځکه کوي چې شاعر ته ژوند د تضادونو یو مجموعه ښکاري او هر فکري حالت په خپل متضاد هغه کې وجود لري او د متضاداتو یو وحدت دی چې موږ ته د يو بل وجود د تصور درک راکوي.
په دې نظم کې اصلن د ژوند مانا نه ده په ګوته شوې، بلکې له سر نه تر پایه پکې د ژوند د مانا لټون شوی. شاعر دلته راساً د ژوند مانا نه راښیي، بلکې راته وايي چې: ژوند یو سوال او پوښتنه ده، نه ځواب، نو بايده ده چې د دغه سوال د حل لټون وشي.
مطلب دا چې: ژوند باید وپلټل شي، وپوښتل شي، تجربه شي.
٥- وېکټور فرانکل يو ځای لیکي:
“له انسان سره چې په ژوند کې د مانا موندل څومره مرسته کوي، بل هېڅ شی ورسره دومره مرسته نه شي کولی.”
د دې خبرې په مصداق يو فلسفي انسان د ژوند، د ژوند د معیارونو او په ټوله کې د کایناتو اړوند پوښتنې راولاړوي او معمولاً د دوی د پوښتنو مخاطبان تر ډېره لوی رب يا يو عالم انسان وي.
کله چې دوی د خپلو سوالونو ځواب ومومي، نو هغه شی یا په ټوله کې ژوند ورته ماناداره شي، ځکه نو غني خان د ژوند تر عنوان لاندې نظم کې “ژوندون څه دی؟” پوښتنه څو واره راوړي او له هر ځل راوړو وروسته ورته د خپلې پوهې او لید په اندازه ځوابونه هم اېږدي:
ژوندون
ژوندون څه دی؟ یو سیند دی روان
اول لوی لوی موجونه ګټونه
بیا تش شړ شي، چپې يې وړی شي
غولۍ لږ شي، ډېر شي ډبونه
اول هر یو غورزنګ کې ورانی کوي
ورانوي غورزوي، لوی لوی غرونه
اول هر څوک ورکوي، پوره کوي ځان
بیا د بل شي، روان کړي نهرونه
دریابونه لوټ کړي، فنا کړي
غورځنګونه لښتي کړي، تالا کړي
يا يې هر څوک د پښو لاندې دل وي
يا مریی شي، خدمت د هر چا کړي
ځان کړي ورک خو ګلاب او نرګس کې
په زرګونو رنګونه پيدا کړي
ژوندون څه دی؟ یو باغ دی لویېږي
ورکېدل دي، د خېشت زیاتېدو له
خپل ژوندون، خپل سینګار ورکول دي
سوزېدل دي، ژوندون خورېدو له
د انګور په شان ورک شه، فنا شه
چې خمار شې، د چا سترګو سرو له
د منصور په شان وخېژه دار ته
څه بهانه لټوه، رسېدو له
ژوندون څه دی؟ یو خوب دی لیدی شي
د خندا او ژړا واک د بل دی
یو دوران د سحر او ماښام دی
د ماښام او سبا واک د بل دی
باغ د بل، په کلونو زه پړ یم
غم زما د خندا واک د بل دی
ژوندون څه دی؟ یو ساز دي غږېږي
کله پویت، کله زېر، کله بم یم
کله اور سوزېده، شور او غوغا شي
کله غلی، قلار، شومه دم
کله شرنګ د ګونګرو شي، خمار شي
کله يخ اسوېلي او ماتم
کله تال مستانه د خیام شي
کله سپور ماښامونه د غم
که وي خوږ، کهذوي تریخ تېرېدی شي
ژوندن څه دی؟ یو خوب دی لیدی شي
په دې شاهکار نظم کې وینو چې د شاعر شخصي تجربو پکې عموميت پيدا کړی او نه يوازې د شاعر شخصي تجربې پکې بیان شوې، بلکې د اوسني او انساني ژوند د تلپاتې پوښتنو، د مانا، ښکلا، درد، شعور، هستۍ او فنا یوه غوره هنداره هم ده. په دې نظم کې هڅه شوې ده چې د ژوند ماهیت او مانا روښانه شي، خو په ډېره مبهمه بڼه.
په دې نظم کې لولو چې ژوند یو اړخیزه او ساده پدیده نه ده، بلکې ډېر نور متناقض اړخونه هم لري او تر ټولو یې ښه دا چې ژوند یوه روانه پدیده ده او د ژوند اصلي ارزښت په همدغه رواني کې پروت دی.
په دې شعر کې ژوند له یو سیند سره تشبېه شوی او دا تشبیه ښيي چې ژوند پایدار نه دی؛ هر څه بدلېږي. سیند تل روان وي. په پیل کې زور لري، خو ورو ورو پرې د ضعف او تسليمېدو مرحله هم راځي. اصلن دا تشبېه د انسان د ژوند تسلسل ته اشاره لري، له ماشومتوب نیولې بیا تر ځواني زړښت او آن مرګ پورې. د سیند په همدغه خوځښت او رواني کې ارزښت پروت دی، ژوند هم کټ مټ، که له خوځښت، ټکرو، زور او روانوالي څخه ولوېږي، په یو بې مانا شي بدلېږي.
په دې نظم کې نه یوازې له فلسفي لیده د ژوند مانا سپړل شوې ده، بلکې ځای ځای پکې د عرفان له عینکو هم ژوند او مانا ته يې ورکتل شوي دي:
خپل ژوندون، خپل سینګار ورکول دي
سوزېدل دي، ژوندون خورېدو له
د انګور په شان ورک شه، فنا شه
چې خمار شې، د چا سترګو سرو له
دلته شاعر وايي: ژوند هغه وخت مانا مومي چې یو انسان خپل ذات د بل چا لپاره قربان کړي، لکه د انګورو بدلون په شرابو یا د ګلاب د خوشبويۍ قرباني.
همداراز په دې نظم کې د ژوند اړوند یو هنري بُعد هم څرکونه وهي. په دې شعر کې موږ وینو چې شاعر نه یوازې ژوند درد او مبارزه ګڼي، بلکې د یو ساز او هنر یو جریان یې هم بولي چې خواږه، ترخه، نرم او زورور حالتونه ذاتاً ورپورې غوټه وي. په ټوله کې دا نظم راته روښانوي چې:
ژوند هغه وخت ماناداره کېږي چې موږ ورباندې فکر وکړو، احساس یې کړو، کله د سیند، کله د ساز، کله د خوب، کله د مستۍ، کله د غم او خوښۍ، کله د شور او کله د سکوت غوندې….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب