د انسان د بدن تر ټولو چټکه حرکي عضله هغه برخه ده چې سترګې په پټيږي او د سترګو د رپېدو باعث ګرځي. په پښتو ژبه کې دې عضلې ته د سترګې جیږمه وایي. د جیږمې په واسطه تاسې په یوه ثانیه کې پنځه سترګکونه وهلای سئ. په اوسط ډول هر عادي انسان په یوه ورځ کې 15000 واره سترگي رپوي چي په یوه دقیقه کې تقریباً تر 10 ځله ډیر او په یوه کال کې تر پنځه میلیون ځلې زیات سترګکونه کیږي. انسانان د خبرو کولو په پرتله زیات سترګې رپوي. ښځې تر نارینه وو ډیر سترګې رپوي. ماشومان د لویانو په پرتله لږ، یعنې په یوه دقیقه کې دوه یا درې وارې سترګې رپوي.
په سترګو کې داسې غُدې سته چې اوبه (اوښکې) ترشح کوي. جیږمې همدغه اوبه د سترګو پر سطحه خپروي او ځکه نو د رپیدو په واسطه هغه نمجنې کیږي. که چیرې د یوې ګړۍ لپاره تاسې سترګې و نه رپوئ نو حتماً مو سترګې وچیږي بالاخره تاسي دې ته مجبوریږئ چې باید حتماً سترګې ورپوئ. د بیلګې په ډول، اکثره وخت زموږ ماشومان او آن ځینې لویان هم د سترګو جنګولو لوبه کوي. دوی په دې لوبه کې یو د بل سترګو ته تر هغه وخته پورې ګوري تر څو چې بالاخره یو د دوی څخه دې ته مجبور سي چې باید سترګې ورپوي. هر څوک چې سترګې ورپوي نو لوبه د هغه په تاوان او د مقابل طرف په ګټه تمامیږي. د سترګو رپول یو حیاتي ضرورت دی او پرته له استثنا څخه ټول انسانان او حیوانات د خپل فطرت اوعادت له مخې په عادي عالت کې سترګې رپوي.
له بلې خوا، باڼه سترګو ته د ډیرو تخریش پیداکوونکو موادو (لکه دوړې، خاورې، شګې او داسی نورو…) د داخلیدو مخه نیسي. کله چي تاسي له یوه شي څخه و بل شي ته سترګې اړوئ نو حتماً مو سترګې رپیږي. دا رپیدا له سترګو سره مرسته کوي چې خپل د هدف ټکی بدل کړي.
په حقیقت کې کله چې سترګې پر یو شي باندې د ډیر وخت لپاره متمرکزې سي، د سترګو د رپیدو سرعت تقریباً په یوه دقیقه کې د 4-3 ځلې ته را کمیږي (لکه د مطالعې په حالت کي). همدغه یو لوی علت دئ چي د مطالعې په وخت کې سترګې وچیږي او ژر ستړې کیږي. نو د مطالعې په حالت کې باید سترګې زیاتې ورپول سي.
البته حیوانات هم سترګې رپوي. بعضې مرغان یوازې د سترګو لاندني جیږمه لري. اما کوترې د سترګو پورتنۍ او لاندنۍ جیږمې دواړه لري. کبان (ماهیان) او حشرات جیږمې نه لري. د هغوی سترګې د یوې سختې عدسیې په واسطه پوښل سوې دي.
ګازرې د سترګو لید ډیروي. د سترګو د قوي کیدو لپاره ګازرې ډیرې مؤثره او ګټورې دي.
ویټامین A په شپه كې د نه ليدو ناروغۍ مخنیوی کوي او ګازرې د همدې ویټامین یوه غني منبع ده.
په درنښت
یادونه: له تاسو څخه هيله كوم چې د خپلو ستر ګو روغتيا ته ډير متوجه اوسئ، حد اقل په كال كي يو وارې د سترګو ډاكتر ته سر ورښکاره كړئ.
سلامونه،
ورور محترم ډاکټر صاحب ش.میرکی، ښې چارې او ډیره مڼنه له ښو ،لڼډو په زړه پورې صحي معلوماتو!!!
ما چې اوریدلي :د سترګې (ځېزمه) یا( ځېږمه) ده !
کیدای شې ستاسو په لهجه کښې به جېږمه بلل کیږي .
هیله ده کوم ژب پوه صاحب خپل نظر ورکړي!
مڼنه او ښې ځېږمې!!