پوهاند نصرالله ستانکزی
(شپږمه برخه)
شپاړلسم – حلم:
د خوشال بابا له نظره د واکمن لپاره د نورو خصوصیاتو او مهارتونو (هنرونو) تر څنگ د حلم درلودل هم اړین دی. د ده له نظره واکمن باید تل خپل قهر او غضب تر خپل کنترول لاندې ولری، او د هغه په ځای دي حلم ته مخه کړي. که واکمن د حلم څښتن شو؛ د ژبې عفت یې پایله ده چې دا خصوصیت د واکمنۍ له وقار سره ښایي. همداشان د حلم په درلودو سره واکمن دا ظرفیت مومي چې پر ځان د نورو نیوکې و مني؛ یعنی که د خوشال بابا دې ارزښتمنې توضیح ته پام وکړو، د واکمنانو د حلم درلودل د دې سبب کیږي چې خلک پر حکومت خپلې نیوکې په آزاده توگه بیان کړي؛ چې په اوسنۍ زمانه کې ورته د بیان آزادي (freedom ofspeech) ویل کیږي. همدارنگه دی په دې عقیده دی چې د قهر په حالاتو کې دې پریکړه نه کوي. خوشال بابا په دستارنامه کې په دې هکله داسي فرمایلي دي:«بویه د ملوکانو لاس په هر څه رسیږي که د چا سر وهي هم قهر دی نه کا، تر خوله دې رد بد نه باسي، هرگز دې مجادله مباحثه نه کا، بلکه په ښکنځل په نا سزا دې هم چه واوري د حلم د مخه دې غوږ نه باسي.»
د حلم د نه شتون پایله، چې د واکمنیو د زوال سبب دی؛ خوشال خټک یې نتیجه د مثال په توگه؛ په یوه نقل کې داسې راولي: «- یو د بلخ ملوک ؤ، قهار غالب، غلیم پرې را روان شو، هیچا د ډاره ورته ویلی نه شو چه غلیم درباندي راځي، تر هغه وخته چه کوټ یې محاصره کړ. وخت د بهار ؤ ، وزیر ورته ووې: څه عجب ښه بهار دی، ملک رنگارنگ گلزار دی، که پاسه د کوټ په برج ودریږې ښه تفرج و تماشا به وکړې – دی راغی په برج وخوت چه گلزار به وگورم، سرې، زرغونې، سپینې رنگارنگ خیمې، خرگاه ، بارگاه (یي) ولیدل.
وزیر و ته وې دا څه؟ وې د فلانی غلیم لښکر دی. موږ د ډاره عرض کاوه نه شو. ده وې چه عجب مردک دی، چه په دا بهار راغی، هم ځان د ذوقه ویوست، او هم یي زه. دا یې ووې نور د کوټ له برجه کوز شو. د جنگ تیاری یې کړی نه وه، په شپه له کوټه ووت، وتښېد – ملک د بلخ بل حریف ونیوه. چه حلم نه لري حال یې دا وي. والسلام .».
اولسم – غیرت:
د خوشال له نظره غیرت ډیر ډولونه لري؛ چې اهم یې درې دي: د دین په لاره کې غیرت، د مملکت په چارو کې غیرت او په خپل کور کې غیرت.
هغه د واکمن په هکله وایي چې حاکم باید د ظالم په مقابله کې دا جرأت او وړتیا ولري چه مقابله یې وکړي او د هیوادنیو چارو اړوند غیرت ولري، په دې هکله داسې وایي:«بل د ملک د مملکت که د ده په ملک کښی یاغي پیدا شو، د ده رعیت آزار وي یا یې مال په تاخت په تاراج وړی، دا ځای غیرت بایده دی چه د ده د رعیت یو زړی څوک یوړی نه شی، په ملک کښی رعیت، سوداگر، غریب غربه فراغت روزگار کا، رهزن متمرد دی مزاحم نه شي.» (نوربیا)