ناروغي يو آفت دی چې انسان د خپل پيدايښت له وخته ورسره لاس او ګريوان دی.
د نړۍ ټول هېوادونه د انسان د پايښت او سلامتيا په موخه په روغتيايي بنسټونو، روغتونونو او کلينيکونو باندې بې دريغه پانګونه کوي او ورځ تر بلې د ناروغيو له پراختيا سره سم نوې ټکنالوژي او عصري طبي وسايل هم ورسره د پنځيدو په حال کې دي.
د ځينو وژونکو او خطري ناروغيو لکه سرطان او دې ته ورته نورو رنځونو مخنيوي او درملنه که ګرانه او پيچلې ده خو ځينې ناروغۍ چې عادي ګڼل کيږي ولې ډیری ناروغان له پښو غورځوي او د مرګ کندې ته يې ټېل وهي.
په دې مختصره ليکنه کې هڅه شوې ترڅو د هغو ځينو ساري ناروغيو په تړاو يو څه خبرې ولرم چې که څه هم عادي ښکاري خو د ډېرو کورنيو خواږه غړي يې د مرګ تر کومي رسولي دي.
زموږ په ګران هېواد افغانستان کې يو بنسټيز تصور دا دی چې ډاکټران په علاج نه پوهيږي او ډيری يې له ناروغانو سره سرسري برخورد کوي، همدا ده چې د ډېرو عادي ناروغيو په موخه هم ځينې هېوادوال ګاونډيو هېوادونو ته په ستر کړاو روان او له هغې خوا له څو پاکټه ګوليو سره يا روغ را روان وي يا له بده هم بتر را ستون شي.
که د ډاکټرانو سرسري چلند په اړه لږ نور هم تم شو نو د عادي ناروغيو د ژر نه ښه کېدو لومړی علت به همدا وګڼو؛

د مني ساړه بادونه، سړېچنې ورځې او یخې شپې معمولاً له ځينو موسمي ناروغيو لکه زوکام، اسهالات، تبه، شري او دې ته ورته رنځونو سره ملې وي، څو ورځې وړاندې د خوږو همدا ګډه وډه څپه زموږ په کور هم را برابره شوه، لومړی یې زه د بسترې کړم ورپسې مېرمن او ژر يې ماشوم له پښو وغورځول.
ولايتي روغتون که څه هم را لنډ دی خو تر هغه چې مې په جيب کې پيسې وي زړه نه ښه کوم چې خپل ناروغان ور ولم، ولې؟ ځکه چې هلته د ناروغانو نهايت ګڼه ګوڼه وي او همدې ګڼې ګوڼې ته يو يا دوه ډاکټران ناست او له یوې مخې يې لکه د چک پاينټ عسکر مخ ته وګوري او نور د نسخې په ليکلو لګيا شي، پراستامول، آموکسل او سفترياکسون د ټولو ناروغانو يو شان برخه ده.
نور نه له ناروغ پوښتنه کوي، نه يې له پايواز نه پوښتنه کوي او نه د هغه خبرې اوري، له کومې صحي لارښوونې پرته یې تر ځان تېر کړي، په داسې حال کې چې تر شاه يې په ديوال په مسلسله توګه په غټ چارټ کې ورته ليکلي چې لږ تر لږه ناروغ ته د خپلې ناروغۍ په تړاو لس دقيقې معلومات ورکړئ او په تبې لارښونو یې سمبال رخصت کړئ.
څو ورځې وړاندې مې د زوی او لور شديده تبه شوه، مجبور شوم ولايتي روغتون یې ورولم، د تل په څېر د لسګونو ناروغانو په کتار کې مو نوبت ونيو، ډاکټر يوازې ورته وکتل يوه ته یې پراستامول ګولۍ او بل ته یې ريجکس شربط وليکل، تر کوره يې وضيعت لا بد تره خو بيګا ته مې شخصي شفاخانې ته بار کړل، خبره تر پيچکارۍ او سيرومو ورسېده په څو شپو کې يې له پښو وغورځول او لکه د نايجريا وکړي یې لينکي ډانګ ډانګ ودرېردل.
د درملو کيفيت
د ناروغۍ د نه ښه کېدو يو څرګند علت د بې کيفيته درملو ګرم بازار دی چې ډیری ناروغان یې د ښه کېدو پر ځای د کټ کړي دي، ما بار بار د ګوليو په پاکټونو کې د ګوليو تش ځایونه هم ليدلي چې په لس دانو کې یې دری دانې بې ګوليو سرغچ کړي، په سوشل ميډيا د بي کيفيته درملو د شکايتونو په ترڅ کې مو ډېر اوريدلي هم دي چې ځينې ګولۍ له ګچ څخه جوړې دي، حتا په ځينو تابليتونو کې مو اوسپنيز سنجاقونه هم لا ليدلي دي.
د درملو پر وخت نه استعمال
کورنۍ په دې برخه کې نهايت بې غوري کوي په ځانګړي ډول د کور مېرمنې؛ کوم درمل چې ناروغ ته تجويز شوي نو وخت یې هم بيخي اړين دی، خو په کورنيو کې ډیری وخت د درملو خوړلو ته مشخص وخت په پام کې نه نيسي، په نهاره دارو په ډکه خيټه خوري او له ډوډۍ وروسته درمل په نهاره خوري، يا په دریو وختونو کې یې يو وخت چې ور په ياد شو درمل خوري يا يې چې هره شيبه درد زياد شي تر ټاکلې وخت یې زيات خوري؛ ډيری وخت داسې پېښ شوي چې نيمايي درمل ناروغ ته ورکړل شوي چې لږ بهبود پکې راغلی نوره دوا یې پر بنده او بل وخت ته ورته ساتلي وي.
د درملو اندازه
درمل ځان ته ډوز او اندازه لري چې په ټاکلي وخت کې یې اثر ممکن دی، دواګانې ټولې د کمياوي او بيولوژيکي مواد سر بېره د ګڼو نورو عناصرو ترکيب دی چې په کارولو کې یې نهايت احتياط په کار دی، که ډاکټر د يوې ګولۍ او يوې کاچوغي شربط تجويز کړی وي نو همدا بسنه کوي، په خپل سر د درملو اندازه زياتول او کمول ناوړه پايلې لري، د يوې ناروغۍ سربېره سړی په بله بلا هم اړولی شي.
په مناسب ځای کې د درملو نه ساتل
د کورنيو د بې احتياطۍ يو بل ګواښ دا دی چې درمل په مناسب ځای کې نه ساتي، يا د لوبو له سامانونو سره ګډ وي، يا د پخلنځي غوړو لوښو سره پراته وي او يا یې هم د وره د سر په دړه دوړو او ګرد ته ايښي وي، چې دا په خپله د ناروغيو د مخنيوي پر ځای د بلې خطرناکې ناروغۍ د ګواښ لامل کيږي، درمل په يخ او نارمل هوا کې ساتل د درملو د ساتلو لومړی شرط دی چې د هر دارو په پاکټ باندې ليکل شوي وي.
د بل چا درمل خوړل
زموږ د ټولنې او کورنيو يوه سنتي ګواښمنه او دوديزه ستونزه دا ده چې هر ډول ګولۍ او شربط مخې ته راغلل مخ نه ترې اړوو، يوه کيسه چې په ټولو کورنيو کې يو شان مشهوره ده هغه د نياګانو د درملو خاطره ده؛ وايي يوې ادې کوټه جارو کوله تر توشک لاندې يې يوه ګولۍ و مونده او ژر يې خولې ته واچوله، چا پرې غږ کړی چې ادې هغه ګولۍ د بل چا وه او له پوښ پرته تر توشک لاندې پرته وه خرابه شوې به وي! انۍ په خوند ورته ويلي وو زويه پاکه ستوتره وه حتمن د يوه درد لپاره جوړه شوې نو ضرور به مې په کوم درد ولګيږي.
دغه بې احتياطي له بده مرغه ماشونو سره ډيره کيږي، په هر کور کې وينم چې يو ماشوم ناروغ شي په بيړه د بل ماشوم شربط ورته را واخلي وايي دا مو تېره مياشت ورته راوړي ډېر ښه پرې ولګيدل ته یې هم خپل ماشوم ته ورکړه ورسره رک روغ به شي، څو ځله مو په ماښام کې دروازه ټکېدلې ده چې ور وتلی یم د ګاونډي لور ولاړه او د ماشومانو په شربطو پسې به راغلې وه.
کورنۍ خپل سري نسخې
زموږ د کورنيو ډيری عمر خوړلې مېرمنې تر يوه ښه متخصص ډاکټر ځان کم نه ګڼي، بس چې ماشوم ور مخ ته کړې نو د زيارت تر خاورو پورې به هم د دې تجويز منل کيږي، سالم عقل درلودونکی انسان به په هيڅ وجه خاوره ونه خوري خو که د کومې کورنۍ کلانکاره بوډۍ ورته د کوم زيارت د خاورې خوړلو تجويز وکړ، نو موټی موټی به خولې ته اچوي او بده لا دا چې ماشوم ته به یې هم ور تخته کوي.
پرهیز
د ناروغۍ په ښه کېدو کې د خپلې خولو جلو نيول تر ټولو ډېر اړين دي، په ځانګړي ډول د ماشومانو د خوراک سره احتياط نهات د پام وړ دی، که د اسهال، زوکام، سینه بغل او یا دې ته ورتو نورو ناروغيو پر مهال يخې اوبه ورکړل شي، ماشوم تر مرګ پورې راورې کوي، چې له بده مرغه دا چاره له کومې توجه پرته ترسره کيږي، ما ډېر ځله په خپل کور کې ليدلي چې ماشوم ته د سختې تبې يا اسهال پر مهال يخې اوبه ورکوي، چې بيا بلکل ډاکټر ته اړتيا نشته او ناروغ ته له خيره سره د کفن تابيا ضرور ده.
انسان تر ګل نازک او له کاڼي کلک دی، په هر حال کې د پاملرنې وړ دی مخ کې له دې چې ناروغان شو پورته ډیر موارد په سالم ژوندانه کې هم د پلي کېدو وړ دي، يو بل ځای وايي وقايه له درملنې بهتره ده، که د ژوند په درشل کې تعادل، نظافت، اصول او ديسپلين ته پاملرنه وشي، هيڅ کله به له ډاکټر او درملو څخه شکايت ته اړ نه شو.
د انسان د سلامتيا د ساتلو په موخه ډېرې خبرې بايد وشي خپلې خبرې تاسو ته د روغتيا او سلامتيا په دعا رانغاړم، له هر ډول آفتونو په امان اوسئ.