Homeخبرونهپه لښکرګاه کې پر هلمند سین نوی پُل جوړېږي

په لښکرګاه کې پر هلمند سین نوی پُل جوړېږي

تاند (یکشنبه، د غويي/ ثور ۲۰ مه) په لښکرګاه ښار کې پر هلمند سیند د یوه نوي پُل د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د باختر دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، د دې پُل ټول لګښت ۳.۲ میلیون ډالره اټکل شوی دی.

راپور وايي، دا پُل به، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا جوړېږي، ۳۴۰ متره اوږدوالی او ۹ متره پلنوالی ولري، او ټاکل شوې ده چې د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړ شي.

د چارواکو په وینا، له بشپړېدو وروسته به دا پُل لښکرګاه ښار د باباجي ولسوالۍ له لارې د کندهار ـ هرات له لویې لارې سره ونښلوي، چې د ترانسپورټ اسانتیا او سوداګرۍ ته به وده ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...