Home+نوبل؛ یوه ناحقه جاېزه| نعمت‌الله صدیقي

نوبل؛ یوه ناحقه جاېزه| نعمت‌الله صدیقي

د سږ ۲۰۲۶م کال د نوبل جایزه ۷۶ کلنې سپین سرې ادیبې او لیکوالې این کارسن (Anne Carson) ته ورکړای شوه، دا خبر د هغو خلکو لپاره دومره خبر نه وي، چې د ادبیاتو په بنیادي روح او جوهر پوهېږي؛ خو مطبوعات یې باید خبر خرڅ کړي او لوی اکثریت یا هغوی چې په داسې معنوي کار یې ډېر کار نه وي، باید دا خبر واخلي او یو شمیر نور یې د تحلیل او قضاوت په تله هم داسې تول کړي، چې ګنې ادبیات به همدغسې له اصل ور اخوا د مادي جایزو لپاره تخلیق کېږي.

 

ما د کارسن هیڅ کومه ادبي فنپاره او یا حتی لیکنه او مقاله نه ده لوستې؛ خو له دې وروسته دا هم یو کار شي، چې ډېر خلک یې پر همدې اساس په لوست ځان اړ وبولي، خبره دا نه ده، چې موږ د کارسن د کار یا لیک او تخلیق په اړه په نالوستلي دلیل خبره کوو، یا دې ته په ورکړای شوې جایزې نقد کوو؛ زما دوه نورې خبرې دي.

 

اول دا چې دا او دې ته ورته جایزو ته باید لیکوال او پنځګر دومره خوشبین یا یې د یوه دومره مهم خبر په توګه ونه ګوري؛ ځکه چې جایزه د یوه ادبي کار و زیار کوم ټولمنلی یا په علمي اعتبار هغسې اصولي او فکري معیار نه وي، چې نور لیکوال او پنځګر دې ورسره خپل تخلیقي ارزښت غوټه کړي. دویم یې دا چې ادبي تخلیق د شهرت، جایزې او یا یوازې د نورو د خوښۍ لپاره نه وي؛ بلکې د پنځګر د دروني اړتیا او هنري احساس له مخې هم رامنځته کېږي. کله چې لیکوال د خپل لیک او تخلیق لپاره د خپل تخلیقي ضرورت پر ځای بهرني معیارونه خپل اصل ګرځوي؛ نو پخپله هغه هنري خپلواکي یې هم اغېزمنېږي. جایزه د ادبي ارزښت د پېژندنې یو معیار خو کېدای شي، ولې کوم علمي او اصولي معیار نشي ګرځېدای.

 

این کارسن

دویمه خبره یې بیا ورکړه یعنې د لیکوالو او پنځګرو په انتخاب کې ده، دلته هم دوه خبرې دي یوه یې دا چې جایزې هر چیرته او په هره برخه کې تنازعې لري؛ خو بهترې یې همغه جایزې دي، چې په مخالفت کې یې غږ کمزوری او د ورکړې دلیل یې زورور وي، د سږ کال د کارسن د جایزې دلیل د نوبل جایزې رسمي ادرس د هغې زړور او نوښتګر ادبي تخلیق ښودلی دی، چې د کلاسیکو ادبیاتو دود یې له معاصرې ادبي تجربې سره په خلاقانه ډول یوځای کړی دی. د دوی په وینا کارسن د شعر او نثر د دودیزو پولو په ماتولو او د ادبي بیان د نوو بڼو په رامنځته کولو سره یې د معاصر ادب په پراختیا کې ځانګړی رول لوبولی دی.

 

زه نه وایم چې د کارسن نوښتګر او زوړور تخلیق او خلاقانه مکالمه به رښتیا هم دغسې نه وي؛ خو پوښتنه دا د چې د ټولې نړۍ په کچه دغسې یو قضاوت چې د ټولې نړۍ خبر دې ګرځي، د سلګونو او زرګونو دغسې د خلاقو، نوښتګرو پنځګرو په حق کې ناانصافي نه ده؟ دا خبره هم منطقي نه ده، چې ګنې دوی به د ټولې نړۍ په کچه ادبیات راټولوي او بیا به یې په خپلواکه توګه د تحلیل او معیار له فلتر باسي، دا د دغې جایزې هغه نېمګړتیا ده، چې یو چاته په ورکړه یې د نړۍ د سلګونو او زرګونو نورو لیکوالو او پنځګرو استحصال ورسره کېږي.

 

بله خبره، چې له همدې خبرې سره غوټه ده، هغه د سویډش د همدې نوبل کومیټې تراوسه ویش او معیار دی، دوی تر لکونو ډالرو پورې ماديت ورکولای شي؛ خو په هیڅ برخه کې یې خپل امکانات یا د امکاناتو د معیار په کچه کوم نظري او علمي فلیټفارمونه نلري؛ مثلاً د ادبیاتو په برخه کې یې کوم داسې کار و زیار بنده په ګوته کولای شي، چې دوی ته په یوه معیار تثبیت وي؛ یعنې له دې ښکاري، چې دوی کوم علمي یا ډېر داسې ذوقي معیار ته ژمنتیا نلري.

 

په ویش یې که فکر کېږي، له ۱۹۰۱م کال راهیسې تر اوسه د ادبیاتو دغه جایزه ۱۱۹ ځله ورکړل شوې ده، چې فرانسوي او انګلیسي ژبه پکې تکرار مخې ته راځي، عربي ژبې ته یوازې یو ځل؛ خو اردو، فارسي، هندي او پښتو ژبو ته لا تراوسه د ادبیاتو نوبل نه دی ورکړل شوی. پر دغه ویش د ځینو هېوادونو او ژبو اعتراض همدا دی، چې د نړۍ د ادبیاتو په دومره لویه دایره کې ولې ځینې ژبې تکراري حضور لري او ځینې نورې یې لا تراوسه له دې جایزې بې‌برخې دي؟ خبره دا نه ده چې د اردو، فارسي، هندي او پښتو ژبو ادبیات به د نوبل د معیار وړ نه وي؛ خبره دا ده چې د نړیوال ادبي ارزښت په پېژندنه کې د کومو ژبو ادبیات د ژباړې، لیک او تخلیق او یا د نړیوال شهرت ډېر امکانات لري او د کومو ژبو ادبیات له همدې امکاناتو بې‌برخې دي. د یوې ژبې نوبل نه لرل د هغې ژبې د ادبیاتو د کمزورۍ دلیل نشي کېدای؛ لکه څنګه چې د نوبل جایزه هم د ادبي ارزښت وروستۍ فیصله نه ده؛ خو پوښتنه دا ده چې د نړۍ د ادبیاتو په اړه د قضاوت دعوه کوونکې جایزه تر کومه بریده د همدې نړۍ د ادبي تنوع استازیتوب کولای شي؟

2 COMMENTS

  1. صدیقی صاحب بهترین تحلیل موکړی دی د نوبل جایزی قضاوت هم لکه د ملل متحد دامنیت شورا قضاوت دی څه چی د امریکا ولسمشر پریکړه وکړی هغه به د امنیت شورا پریکړه وی

  2. ښاغلي صدیقي صاحب او لوستونکو ته سلام او په درنښت،
    د نوبل جایزه له ۱۹۰۱ کاله د نوبل له وصیتلیک سره د علومو په برخه کې ورکول کېږي. ویل کېږي، نوبل په ننني سانکتپېترسبورګ او یا پروني لینین ګراد یا زاړه پتربورګ کې وو او بیا خپل مملکت یعنې سویدن ته تللی او د دینامیت چاودېدونکې مادې مخترې یا مکشف دی. دا جایزه د ساینس، فزیک، طبابت، سیاسي هلو ځلو، ادبیات … او نورو برخو کې ورکول کېږي.
    د نورو قومونو تر څنګ روسانو هم ډېرې د نوبل جایزې اخیستې دي، چې پاولوف د فزیولوژي په برخه کې دغه جایزه تر لاسه کړې وه. په ۲۰۱۲ کې دوو هالند مېشتو روسانو د مقناطیسي فزیک په برخه کې دغه جایزه اخیستې وه. بارک اوباماته یې د سولې د نوبل جایزه ورکړه، مګر د هغه په حکمروايي کې په ټوله نړۍ کې جګړه نوره هم زیاته او تېزه شوه، چې په زرهاوو خلک پکې ووژل شول، نو دغه جایزه یوه لوېدیزواله سیاسي جایزه ده.
    ولې په ادبیاتو کې په اردو، فارسي او یا پښتو کې هېڅ جایزه نه ده ورکړل شوې. زما په آند یو له اساسي فکتور د دغو ژبو ستندرد نه شته، هر څوک له خپل ذوق، شوق او سیمییزې پوهې سره سمې خبرې کوي، خو لیکنې یې هم از هر چمن سمنېست په بڼه دي.
    په پښتوپوهنه کې ښاغلي مجاور احمد زیار په زرهاوو لیکنې کړې دی، خو د نیولوجیزم تر پردې لاند سړې دي. د ښاغلي معصوم هوتک، باري جهاني … هلې ځلې سیمییز رنګ لري!، چې پګړۍ ته بګړۍ اړ پخوي ته بخوي، لیکي. د پښتو څېړنېزې لیکنې د دویم لاس معلومات لري، ځکه د څېړنو موخذونه زیاتره له انګرېزي، جرمني او یا له فرانسوي او یا هم روسي رااخیستل شوي وي.
    د ساینس په برخه کۍ امریکایان، اروپایان او بیا روسان او چینایان مخکښ دي، مګر انګرېزي نن سبا د نړۍ د ساینس، سیاست، طبابت، مصنوعي ځیرکتیا او تکنالوژي ژبه ده، چې نورې ژبې ورسره نه پرتله کېږي. د ۴۰ کمونویلټ او امریکا، انګرېز، کاناډا، آسترلیا او حتی هندو-پاکستان لومړۍ رسمي ژبه ده، نو په دغه پراخه سیمه کې او ټوله نړۍ کې د انګرېزي اغېز ډېر پراخ او مؤثر دی! نو په افغانستان او عربي يا اسلامي ملکونو کې باید د نوبل د جایزې تمه و نه شي.
    د شوروي اتحاد سره په جهاد کې کېدلی شوی، کوم افغان رهبر د نوبل جایزې ته نوماند شوی وی، ځکه د لویدیزوالو موخه هم د شوروي دړې وړې کېدل وو، مګر افغان مجاهدینو داسې ټولنه ولړله، چې ټول حتی نن هم پرې شرمېږي! لومړني طالبانو هم د دې امکانات لرل، چې افغانستان ته سوله راولي، اما نننۍ نخرې یې پرون هم کولې، چې له سیاسته یې بنجاره جوړه کړې وه.
    د پښتو لوستونکي په نورو ټبرونو کې نه شته، مګر پښتانه هم د یو او بل په ادبیاتو نه پوهېږي، د ملا محمد عمر مجاهد په اړه یوه ژبني ټوکه ده، چې وایي: د وردګو استازي د مشر ملا لیدو تللي ول، نو وروسته له ملاقاته یې خپلو کندهاریانو ته ویلي ول: په دغه هزارګانو کې د وردوګو په زبه څه نا څه پوهه شوم! په دې کې شک نه شته، چې د نوبل جایزه په لومړي سر کې د لوېدیزوالو او بیا عیسویانو او له هغې وروسته دغه نورو ته، چې د لویدېزوالو سیاسي او ټولنیزو غوښتنو ته ژمن پاتې شي! یا په ریښتیا ستر عالم وي، مګر په سیاسي علومو کې بیا یهودان او هغه عالمان چې د علمي امکاناتو زمینه ولري، نو د نوبل نوماند کېږي. په شوروي اتحاد او نننۍ روسیه کې د بشر لپاره په ډېرو برخو کې نوي اختراعات او کشفیات شوي، مګر د لویدیز ډګر ته یې حدود ورته ټاکلي. اوسمهال چین په نوې تکنالوژي کې ډېر پرمختګ کړی، مګر د امریکا او اروپا انګړ ته نه شي ورننوتی! ستاسو د بري په تمه! وسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اګاتا کریسټي؛ هغه لیکواله چې د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په کیسو کې پټه نړۍ لرله

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۷ مه) مشهوره بریتانیايي لیکواله او د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په څېر د مشهورو پولیسي کیسو پنځوونکې،...