Homeخبرونهلیکوال او ژورنالیست طالب منګل په ترافیکي پېښه کې په حق ورسېد

لیکوال او ژورنالیست طالب منګل په ترافیکي پېښه کې په حق ورسېد

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۱۷ مه) لیکوال، ژورنالېست او په تېر جمهوري نظام کې د خوست د والي ویاند، طالب منګل په یوه ترافیکي پېښه کې ژوند بایللی دی.

هغه د ٢٠١٨ کال له فبرورۍ څخه د جمهوریت تر سقوط پورې د خوست والي د ویاند په توګه کار کړی دی.

منګل اوسمهال د خوست په شیخ زاید پوهنتون کې پر ماسټرۍ بوخت و، او څو ورځې مخکې د جونېد بنسټ له خوا د کال غوره شاعر جایزه ورکړل شوه.

طالب منګل د تاند یو همکار هم وو او ګڼې ادبي لیکنې یې په دې ویبپاڼه کې خپرې شوي دي.

«د ستورو باران کې د ازاد شعر د ژباړې تخنیکونه» د ارواښاد منګل وروستۍ لیکنه وه چې د سپټمبر په ۲۹ مه په تاند کې خپره شوې ده.

ګڼ شمېر خلکو، پخوانیو چارواکو او ملګرو یې پر مړینه خواشیني ښودلې ده.

په دې وروستیو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې، چې دلیل یې د سړکونو خرابوالی او د ترافیکي قوانینو نه مراعت کول یادېږي.

د طالب منګل د شاعرۍ په اړه لنډه څيړنه او کره کتنه| فضل وزير  هيله من

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انیل کپور په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر امانوېل مکرون سره لیدلي دي

تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۳۰ مه) د بالیووډ نوموتي او مخکښ لوبغاړي انیل کپور له فرانسوي ولسمشر امانوېل مکرون سره د لیدنې انځورونه...