سريزه
که چېرې د افغانانو لرغوني ټاټوبي ګران افغانستان پېنځه زره کلن پېښليک ته يو ځغلند نظر و کړو، نو دغه تاريخي خاوره د اريايي، باختري، کوشاني، بودايي او اسلامي هڅو بونو د يوه پوخ، مخکښ او روز نيز مرکز په توګه راڅرګند شوى، چې دې وياړلې او پر تمينې خاورې نه يوازې په سيمه ييزه کچه را څرګند شوي، چې دې وياړلې او پر تمينې خاورې نه يوازې په سيمه ييزه کچه بلکې په نړيواله سويه نړۍ ته او څاره او بې ساري سياسي، اقتصادي، پوځي، فلسفي، هنري، فرهنګي، تاريخي او ټولنيزې حماسې، بېلګې او اثار وړاندې کړي، چې د نړۍ په سياسي، اقتصادي او فرهنګي تاريخ کې يې په نوياته توګه خېل او سيال موندالاى شو.
زموږ د ګران هېواد د غې لرغونې مادې او معنوي مخينې ، دې تاريخي ټاټوبي، ته په نړيواله ټولنه کې وياړمن او ځلانده مقام ور کړئ، چې د مهندبې نړۍ متر قي ولسونه او متمدن وګړي يې رېښتنولۍ او پراصالت اعتراف کوي.
زموږ ګران هېواد افغانستان د اسيا زړه بلل کيږي ، ځکه خو د فارسي او اردو ژبې نوميالي شاعر علامه اقبال په خپل يوه شعر کې وايي:
قلب اسيا يک پيکر آب و ګل است
ملت افغان در آن پيکر دل است
از فساد او فساد اسيا
از ګشاد او ګشاد اسيا
نو پر همدې بنسټ د نړۍ په سياسي ډشنرۍ کې افغانستان د جيوپولېټيک موقعيت لرونکي هېواد په توګه مطرحه دى.
د ګران هېواد ستر اتيژيک موقعيت د دې لامل شوى، چې زموږ دغه تاريخي او سپېڅلې خاوره تل د نړۍ د لويو زبر ځواکونو د بلو سګرو او تير يګرو تاړا کونو او سياليو په ډګر بدله شي. افغاني ټاټو بي د تاريخ په بېلا بېلو پړاوونو کې د همدغو پرديو يرغلګرو د غويمنډاو غوبل په ترڅ کې په کنډوله او ښتي او زموږ ټول مادي او معنوي بنسټونه نړېدلي، د هېواد ملي شتمني مولوټ، تالا تر غه شوې او د چا خبره افغانان يې د پولې ټک ته کښېنولي دي.
هر کله چې پر دې يرغلګر ځواک پر افغاني خاوره يرغل کړى، نو د دې خاورې او ټاټوبي څخه د دفاع په لړکې لومړني قرباني پښتون ملت پښتنې کلتور، هنر ، ادب او په تېره بيا پښتو ژبه ده، چې زښت زيات نه جبيره کيدونکي زيانونه يې ليدلي دي.
په دې لړکې موږ د ١٣٥٧ لېږديز لمريز کال د غوئيي مياشتې او ومې نېټې او ښتون ته نغوته کولاى شو، کوم چې دې او ږدې غميزې د افغاني او پښتنې ټولنيز ژوند ښټيز اړخونه ونړول ، چې په دې لړ کې زيات زيان پښتنې ادب او ژبې ته ورواووښت.
خو دلته بيا يوه مقوله ويل کيږي ، چې : (که کوروسوځېد، نو ديوالونه يې پاخه شول.) په دې معني، چې که افغانستان وران شو، نو پښتو ادب او پښتو ژبې ته ډېره ګټه ورسيده، په دې ډول چې پاکستان ته د افغانانو تر پراخې لېږ دېدنې وروسته او په پښتو نخوا کې د هغوي په مېشتېدا سره دلراوبر افغان تر منځ پوخ سياسي، فرهنګي او ادبي پيوستون منځ ته راغى، چې په دې لړ کې پښتو ادب او پښتو ژبې پر مخ دودې او پر مختګ نوې لارې پرانېستل شوې، چې دا دپښتو ادبياتو په تاريخ کې يو نوى باب ګڼل کېږي.
د (٢٠٠١) دوه زره يوم کال د سپټمبر په (١١) مه نېټه د امريکا متحده ايالتو نو د نيويارک ښار په دوه اسمان څکو برجونو د ترهګر يزبريدونو وروسته د نړۍ په سياسي تاريخ کې يو نوى باب پرانېستل شو، چې بيا هم د دغه سياسي او نظامي او ښتون د ثقل مرکز د اسيا زړه زموږ تاريخي ټاټوبي ګران افغانستان و ګرځېد. نړيوالې ټولنې او د هغوي پوځي ځواک چې سر خېل يې د امريکا متحده ايالتونه وو، د امنيت شورا د پرېکړې تر شيوري لاندې پرافغانستان وروبلو سېدل. د امريکې او دهغې متحدينو د ځپند ګوزا رونو په پايله کې د طالب و کمني پړمخې رانسکوره شوه. دغه راز په هېواد کې د لنډ مهالې او ورپسې د منځمهالې و اکمنۍ په راتلو سره د ژوند په هر ډګر لکه : سياسي، نظامي، اقتصادي ، اجتماعي، فرهنګي، هنري ، ادبي، او … کې ژور او هراړخيز بدلونونه منځ ته راغلل، موږ د تاريخ دغه زمانې واټن ته د افغاني ټولنې د رنسانس پېرهم ويلاى شو.
بيا رغونې
په هېواد کې د نوې ادارې په واکمنېو سره د ژوند په هره برخه کې د پرمختيايي يون د پيليدو تر څنګ په فرهنګي، مطبوعاتي او ادبي ډګرونو کې ځانګړي چټکيونې غورځنګ پيل شو، چې د افغان ولس په تاريخ کې بې ساري او بېلګه په نويات ډول سره لېدلاى شو.
د دغه فرهنګي او ادبي غورځنګ اساسي، مرکز افغانستان او په تېره بيا د ډيورنډ کرغېړنې کرښې دواړو خوا ووته پښتون ملت او پښتون مېشتې سيمې دي. نړيوالو او سيمه والو سياسي لوبغاړو د خپلو سترا تيژيکو موخو د ترلاسه کونې په لړکې د افغاني او پښتني فرهنګ او ادب په بېلا بېلو څانګو کې پانګونه و کړه، چې ورسره جوخت پښتنې فرهنګ، ژورنا لېزم او ادب په پراخه کچه وغوړېد او د الړۍ لا په چټکه توګه پرمخيون کوي.
د (٢٠٠) يوم کالد سپټمبر د (١١) مې نېټې د پېښو نېغ په نېغه اغېزه په افغانستان پريووت . په هېواد کې هر اړخيز بدلونونه رامنځ ته شول، چې افغاني ټولنه يې په ښټيزه توګه خوځوله. دغه بدلونونه چې د ژوند په هره برخه کې راې د بره شول، د افغاني او پښتنې ټولنې هره څانګه او هرخوا په خپله لمن کې رانغاړي، چې د دغو بدلونونو لوى اغيز پر پښتو ژبه، ادب او پښتو ژبو رنالېزم کې ليدل کيږي. موږ دلته دخپلې ادعا د ثبوت په موخه د دې بدلونونو څخه په لنډه توګه يا دؤنه کوو. په هېواد کې د نوې واکمنۍ په راتلو سره په لسګونو چاپي او برېښنا يي رسنيو په خپرونو پيل و کړه، چې دغې چارې پښتو ژبه پښتو ادب او ژورنالېزم نه يوازې په سيمه ييزه کچه بلکې په نړيواله سويه ارزښت او اهميت ورکړي،. چې د پښتو ادب سره جوخت پښتو ژورنالېزم هم د پام وړ چټک پر مختګ وکړ.
لکه څنګه چې زموږ د بحث وړ موضوع پښتو ژبه او ادب دى، نو دغو دواړو يو خو ځند يون پيل کړى، چې د پښتو ادب په تاريخ کې ښايي په دومره لويه کچه بېلګه ونه لرو يوه مقوله ده، چې وايي:
}تر څو چې يو ملت په ادبي او فرهننګي توګه پرمختګ ونه کړي، نو نشي کولاى، چې په سياسي، اقتصادي او اجتماعي ډول پرمختګ وکړي.{
نو پرهمدې بنسټ د پښتو ژبې، ادب او کلتور دورې او پرمختګ په مووخه په سلګونو فرهنګي او ادبي ټولنې، سيمينارونه، کنفرانسونه او غونډې جوړې شوې، په زرګونو کتابونه چاپ شول، ګڼ شمېر مجلې، مهالنۍ، او ونيزې او ورځپاڼې له چاپ نه راؤوتې، په کور دننه، سيمه ييزه او نړيوالا کچه زيات شمېر راډيو سټېشنونو په خپرونو پيل وکړ، او مختلفو ټلويزيوني چينلونو پښتو خپرونې پيل کړې، چې دا په خپله د پښتو ژبې ، ادب او ژورنالېزم په برخه کې او څاره برياوي دي، چې د افغانستان او پښتو ادبياتو په تاريخ کې يې سارى نه لرو. له نېکه مرغه چې اوس مهال دغه يون په لاريون او ښتي، چې دغه لړۍ به د پښتو ژبې او پښتني ادب او کلتور د لابډاينې او غنا لامل شي او پښتون په دنړۍ له متمدنو ولسونو په قطار کې د درېدو جوګه شي.
د ګران هېواد په جغرافيايي اډانه کې لويه پکتياد هغو درېيو ولاتونو څخه جوړه ټولګه ده ، چې د هېواد برخليک د تاريخ په بېلابېلو کړکېچنو پړاوونو کې له دې سيمې څخه د غور ځنګلونو په پيلېدا سره ټاکل شوي. خو له بده مرغه لويه پکتيا دومره لوى تاريخي برم او پر تم په درلود سره د افغاني ټولنې د وخت و اکمنانو له خوا څه په ارادي او يا په غير اداري ډول د تور تم په تورو شپو کې وروشپو کې وروسته پاتې ساتل شوې، چې دغه تاريخي سيمه او لرغونې خاوره د ژوند په هره برخه کې دستونزو او کړاوونو سره لاس او ګرېوان ده.
خوست د لويې پکتيا په فزيکي جوړښت کې هغه کوچنى ولايت دى، چې ولايت درجې ته دلوړولو وياړ يې دافغانستان پخواني و لسمشر ارواښاد ډاکټر نجيب الله په برخه دى. خوست د دخپل فزيکي موقعيت له مخې يو سرحدي ولايت دى، چې د مرکز څخه په خورا لېرې واټن کې پروت دى. دغه شان خوست يوه پښتون مېشتې نږه ټوټه ده، چې په اوسني پېرکې د پښتو ادب او ژورنالېزم دودي او پرمختګ په ځغل کې يو مخکښ او سرخېل ولايت بلل کېږي.
په افغانستان کې د نوې ادارې په راتګ سره خوست په سياسي، اقتصادي ، اجتماعي، علمي ، فرهنګي، هنري او ادبي برخو کې دومره زيات پرمختګ و کړ، چې په روانه پېړۍ کې يې بېلګه نه تر سترګو کېږي. په سيمه کې د خوست سترا تېژيک موقعيت او چټکې ودې د بهر نيانو او سياستوالو پاملرنه ځان ته را اړولې ده. که ووايو ، چې خوست پرځان بسيا ولايت دى، نو مبالفه به مونه وي کړې. د يوې لنډې يادونې په توګه ويلاى شو، چې د غه سيمه هر څه لري لکه: طبيعي زېرمې، ځنګلونه ، د اوبو طبيعي سرچينې، د کرومايټ تېږه او نورو معدنونه، پوهنتون، ښوونتون (دارالمعلمين) ګمرکات، کوچني خوپاک او ښايسته ښار، د مطبو عاتو په ډګر کې د څو راډيو ګانو او ټلويزيوني سټېشنونو او چينلونو شتون، په لويه کې خوست ته د بهر نيو ونډو (اسعارو ) راتګ دغه ولايت ته ځانګړي حيثيت ورکړي. همدا برياوې د دې لامل شوي ، څو دغه ولايت لومړۍ درجې ته پورته شي. د افغانستان دغې سرحدي سيمې په مادي او معنوي توګه چټک پرمختګ د دې لامل شوى. څو د ګڼ شمېر سياستوالو او ټولنپېژاندو پام ځان ته وراواړوي . په نړيواله کچه منل شوى شخصيت او انديال ښاغلى اشرف غني د خوست ولايت په اړه په يوه نړيواله غږيزه رسنۍ کې ويلي : ( په سياس، اقتصادي ، فرهنګي ، هنري، او ادبي برخو کې د خوست ولايت پرمختګونه او برياوې زمالپاره د پام او ستاينې وړ ده ، چې په دې لړکې د دې سيمې د علمي ، فرهنګي، هنري، او ادبي ټولنو او کړيو ونډه تر ټولو محمه او د غور وړ ده.)
که چېرې موږ د افغانستان نوميالي ټکنوکراټ او اقتصاد پوه ښاغلي اشرف غني احمدزي وينا ته ځير شو، او د اشان د دغې سيمې چټګ پرمختګ د دې ښکارندويې کوي، چې د خوست ولايت راتلونکې ځلانده او بريمنه برېښي.
په هېواد کې د نوي نظام په راتلو سره خوست هغه ولايت دى، چې دلته فرهنګي او ادبي غورځنګ تر بل هر ولايت لا په زور ځواک سره يون پيل کړى. په دې جګړه ځپلي ولايت کې چې دروانې غميزې په ترڅ کې يې زښت زيات زيان لېدلاى، او سمهال د فرهنګي او ادبي، ټولنو، سيمينارونو، غونډو، مرکو، ناختو پاستو په يوه پوخ مرکز اوښتي ، چې د فرهنګ او ادب مشال رڼا يې د هېواد ګوټ ، ګوټ ته رسېدلي او لا په خپرېدو ده.
د خوست ادبي غورځنګ د ځوانانو اديبانو او شاعرانو په لاريون کې يو هم ځوان شاعر ښاغلي طالب منګل دى، چې تازه يې په دې لار يون پيل کړى. ښاغلي منگل داسې مهال شاعرۍ په ستو نزمن کار لاس پورې کوي، چې د علامه په وينا داسيا زړه زموږ ګران هېواد افغانستان د څه کم څلور لسيزو په روانه غميزه کې ښکېل دى. څرګنده ده، چې په دا ډول ويرژلو حالاتو کې ، چې هر پلونا خوالې، کړاوونه، چاودنې ، ورانې ويجاړې ، هره خوا دانسانانو مرګ ژوبله وي، نو طبيعي خبره ده، چې د هرويښ او حساس شاعر په روح او روان – خميراو وجدان باندې ژورا غېزه شيندي او د هغه لوړ بشري احساسات راپاروي. او په دې توګه د خپلې ټولنې پروړاندې خپله ايماني او وجداني دنده او رسالت د شعر په ژبه څرګنده وي.
ادب پوهانو د ادب لپاره ګڼ شمېر تعريفونه وړاندې کړي. په دغو تعريفونو کې يو دادى، چې وايي: ادب د ټولنې وجدان دى، نو پرهمدې بنسټ دادب د همدغه پېژند په اډانه کې ښاغلى طالب منګل خورا ژوراندۍ سره شاعري کړې ده .
د اروپا لوي شاعر ما رټين لا مارټين وايي: ( شعرد غم ژبه ده) ښايي همدا لا مل وي، چې د ځوان شاعر منګل په شاعرۍ کې همدا د افغاني ټاټوبي، پښتني ټولنې او د استوګنې چاپېريال ژوره او هره اړخيزه انځور کړي شوې ده.
که چېرې موږ د ښاغلي منګل شاعري و جاجوو، نو د ده شاعري د نوموړي دادبي بهير لومړني پړاوونه کچوي. خوبيا هم د نوموړي په شاعري کې مينه محبت ، د جنګ جګړو څخه کرکه او غندنه، نادودې او ناخوالې، راتلو نکې ته هيلې ، د هېواد بيا ودانې او داسې نور ډېر څه ليدل کيږئ.
هغه هرڅه ته په خومرا ځير او ستر ګو رتوب سره کتلي او له خپله انده يې تللي او په زغرده يې د هرې ښکارندې ( پريرې) مثبت او منفي اړخونه په ګوته او د هغو د سمون او اصلاح په موخه يې خپل غږ اوچت کړى دى.
موږ په ټولنه کې د طالب منګل شاعري د شعر په دريو مشهورو ژانرونو کې چې غزل ازاد شعر او څلور يزه ده، وېشلاى شو. موږ د غه وېشلاک د نوموړي د شعر ظاهر ي بڼې پر بنسټ کړي. د هغه په غزلونو، ازاد شعر او څلور يزو کې د افغاني او په تېره د پښتني ټولنې، دودونو، نرخونو او عادتونو ډېر خواږه، تراخه او بډايه معنوي توکي موندلاى شو، چې دې لړۍ د ښاغلي منګل شعر ته ځانګړي خوند او کيفيت وربخښلاى، چې دا چاره په خپلوار سره د خپلو خلکو، ټولنې ، کلتور، دودونو، رواجونو، اسلامي، افغاني او پښتني ارزښتونو د نوموړي سره کلک او ټينګ تړون او پيوستون په ډاګه کوي.
ښاغلي منګل د شعر په دغو صفونو کې ښه په لوړاو او چت شعريت او کيفيت سره شاعري کړې، چې د شعر په هره مصراع او هربيت کې يې ژوره هنري او ادبي ښکلا او ځلا له ورايه ښکاري.
زه غواړم چې په پيل کې د ښاغلي منګل په غزل و غږ ېږم:
کله چې موږ د منګل صاحب غزل لولو، نو په غزل کې يې پرنورو زياتو څيزونو سر بېره مينه او هغه هم تا کامه او نيمګړې مينه تر سترګو کېږي.
او کېداى شي، سړى ادعا وکړي ، چې زموږ دا ځوان شاعر پر يوې چا زړه بايللاى او په مينه کې له ماتې سره مخ شوى. ځکه خو د خپل غزل په يوه برخه کې فرياد کوي، وايي:
يو ارمان مې پروت دى مړ زما په غېږ کې
تور اوربل د هغې جړ زما په غېږ کې
عزرائيله ! لا خو ډېر قيامت ته وخت دى
دا لالى مې ژوند ته اړ زما په غېږ کې
په پورتني غزل کې يو ژور درد پروت دى، چې د نيمګړې او نيمه خوامينې انځور وړاندې کوي.
لويان واييږ چې د ژوند بنسټ په مينه او محبت ولاړې لوى څښتن تعالى انسان اشرف المخلوقات پنځو لاى. تر نوروهغو يې غوره ګڼلي ، ځکه خو يې دانسانيت لوړې او عالي ښېګڼې لکه: عقل، شعور ، مينه ، محبت، بشري عواطف، خواخوږۍ او احساسات د هغه په پنځون کې اغږلي. همدا دلوى خداى ( ج ) انسان ته د عقل، مينې عواطفو او احساساتو ډالۍ انسان ته پر حيوان لوړتيا او فوقيت وربخښلاى .
ټولنپوهان انسان ټولنيزموجود بولي، او د ټولنې پرته د انسان ژوند ناشونې ګڼي، همدا مينه محبت، بشري عواطب او احساسات انسان دې ته اړباسي، څو ټول انسانان په مينه او محبت ژوند سره وکړي، ځکه خو نه موږ ځوان شاعر طالب جان دې ټولنيز اصل ته داسې نغوته کوي:
چې مينه شوه پيدانو بېلتون راغلى
پر ها رونه مې راجوړ شول چاودون راغى
نو اوس ولې اې منګله ستا اجل دى
تا ويل چې مينه راغله ژوندون راغى
داشان په يوه بل غزل کې وايي:
بيامې د روند د ارمانونو بار اخېستى
دا چې ژوند په خاطر نوى کار اخېستى
په ګنډلو مې تمامه ورځ کړه تېره
په خپل زړه پسې مې ستن او تار اخېستى
و ګورئ، چې د همدې غزل په يوه بل بيت کې څو مره په خوند او کيفت سره فرياد کوي:
راشه ته يې سلامت د رسره کښېږده
يو مات شوى زړه مې نن له ياراخېستى
سره له دې چې منګل د ناکامه مينې څخه ژاړي ، خو بيا هم ډګر نه پرېږدي، هغه مينه د ځان لپاره ، مينه د جانان لپاره او مينه د انسان لپاره غواړي او مينه کول خپل کسب او کمال بولي، په دې اړه وايي:
شيخه ماچې ښکلي يار په کې نيولاى
دا مې کسب دا مې کار په کې نيولاى
دا چې سترګو، ته يې ګورم فلسفه ده
داسې نه چې ما خمار په کې نيولاى
ښاغلي منګل پښتنې مينه غواړي. له بازاري مينې کرکه کوي هغه پښتنې کلتورته ژمن دى. مينه هم د پښتنې دودونو په اډانه کې د ننه غواړي، لکه چې وايي:
پام کوه د سوانه شو، له ښاره کيسه پټه کړه
نه غواړم خو لګۍ درنه، خوياره کيسه پټه کړه
ځکه مې د ستا تصوير ته نن په چيغو و ژړل
بيا به وايي، دې منګل له ډاره کيسه پټه کړه
محترم منګل د ناکامه او ناوصاله مينې څخه او د هغې د بې رنګه او بې خوند ه خاطرو سرټکوي ، هغه مينه چې د هغه ژوند يې ور تريخ کړي.
ځکه خو شرابو ته پناه وړي تر څو د ژوند پېټې يې دلږ شېبې لپاره سپک شي د ده هو ډکلک او پوخ دى، څو خپلې شونډې په شرابو لمدې نه کړي، خو د يارانو محبوب غم يې دې کارته اړباسي.
په ژوند کې څه بې رنګه خاطرې راپسې ځي
ساقي توبه مې کلکه خو پيالې راپسې ځي
زه ترې د سپېدو په غېږ کې پټ د لستالپاره
تر شا مې پټ پټانى کړي، شپې راپسې ځي
ناهيلې د اسلام په سپېڅلى دين کې ګناه بلل کېږي. ارواپوهان هم په دې اند دي، چې دعا ګانې په معنوي توګه انسان ته د ژوند کولو ځواک وربخښي، څو د راتلونکې په اړه هيله من و اوسي او د بري رازهم په هيله او ارزو کې پروت دى.
ښاغلي منگل همدې ټکي ته په يوه بل غزل کې نغوته کوي، او خپل جانان مخاطبوي او زياتوي:
اوس به په منګل پسې راځي پېغلې
د چاورته دعا په خوله کې ولوېده
د ځوان شاعر ښاغلي منګل ځينې غزلونه دومره د خوند او کيف څخه ډک دي ، چې سړى يې په لوستلو هډونه ستړي کيږي ، او چې څو يې لولې، همدومره يې خوند ډېر يږي . د دې چارې عمده لامل د ده په شعر کې لوړې، شعري تشبيه ګانې ، هنر، وزن ، اهنګ او خوږه غزلېږه نازکخيالي ده. زه د خپلې ادعا رثبوت په موخه د ده يو غزل څو بتيونه وړاندې کوم:
ښکاري د ماشوم غوندې خواږه ستا اننګي
ښکل مې کړل له مينې يوه خوله ستا اننګي
شول له سپينه مخه د بوسې اخېستل ګران
څاڅي مې له شونډونه اوبه ستا اننګي
وګورئ چې محترم منګل دهمدې غزل په مقطع کې څومره په ښکلي ډول، څوم مره په ناز کخيالۍ سره خپل معشوق ته خطاب کوي وايي: شايد چې منګل به ستا له مخه الهام اخلي اوس يې غزلونه لکه سره ستااننګي.
که څه هم چې په پښتو ادب کې د ازاد شعر شاليد دومره د پام وړاوږده مخينه نه لري، خو سره له دې بيا هم اوس مهال په پښتو ادب کې د شعر دغه برخه خورا شتمنه ده، چې د نورونو مياليو شاعرانو پرڅنګ زموږ ځوان شاعر ښاغلي پيرمحمد کاروان دى، چې ازاد شعر يې د کمال ترهسکو پوړيو رسولاى دي.
ځوان شاعر منګل د غزل او څلوريزو تر څنګ په ازاو شعر کې هم غځونې کړي ، چې زما په اند ازاد شعر يې پوخ، و شعريت په تول پوره او له پيغام څخه ډک دى.، د منګل صاحب په ازاد شعر کې بېلا، بېلې موضوعګانې دانفاړل شوې دي، لکه : مينه، محبت،
انسانيت، د مورلوړاو عالي مقام، د جنګ جګړو څخه کرکه او د سولې پيغام، د ټوپک پرځاى د قلم اخېستل ، د هېواد بيا و داني او سمسورتيا او داسې ګڼ شمېر نورې ټولنيزې موضوعګانې…
لکه څنګه مې چې د بحث په مخکېنۍ برخه کې ورته نغوته وکړه، مينه د بشري ژوند بنسټ بلل کېږي منګل صاحب مينه د ځان د جانان او د انسان لپاره غواړي نو ښايي همدا لامل وي ، چې ښاغلي منګل په خپله شاعرۍ کې ورته په لويه کچه ځاى ورکړي. د غزل ترڅنګ يې په ازاد شعر کې هم لېدلاى شو، د بېلګې په توګه : د خط تر سرليک لاندې يې په يو هايکو وزمه ازاد شعر کې داسې اشاره ورته کړې ده:
خط
حسينې پېغلې په رښتيا ووايه
مينه دې وه، که هسې ټوکې دې کړې.؟
چې کله کله به دې خط دالېږه
که چېرې د محترم منګل صاحب پورتني ها يکووزمه ازاد شعر ته ځير شو،نو د مينې پيغام تر څنګ يې د او سنې وخت اړتيا هم په پام کې نېولې ده .
هغه د اوسني پېربو ختياوې دي، چې دوخت هم د کمښت له کبله خلک لنډې ليکنې خوښوي او لولي. يا لکه دابل ها يکو وزمه ازاد شعر چې ښاغلي منګل يې وړاندې کوي:
نن مې کوڅه کې پسې واخېستله
چې پلار يې ګير کړم ، ورته مې داوويل
چې دې جينۍ له مانه زړه وړى دى
و ګورئ، چې په پاسني ها يکو وزمه ازاد شعر کې په څومره ښکلي ډول کې د پښتني ژوند ، پښتني چاپېريال انځوروړاندې شوى دى. کوڅې ، په کوڅه کې د جېنۍ ځغلول ، او بيا د جېنۍ پلار راتلل او د هنګ ګيرول، ډېر ښکلې منظره ده.
د دنيا ښادۍ، غمونه، وفا او جفا، و عدې، ديدنونه او داسې نور دا ټول هغه څيزونه او ټولنيز ارزښتونه دي، چې په بشري ژوند کې هر څوک د غم يا ښادي پرمهال ورسره مخامخ کېږي. خو زما په اند نوموړي څلور څيزونه په پښتني ژونداو کلتور کې تر بل هر چا د زيات ارزښت او نرخ وړتو کي دي او په يارانه کې خوبيا لا زيات ګرانبيه عناصر بلل کېږي.
همد غوارز ښتونو ته ښاغلي منګل په يوه عمل ازاد شعر کې دا کې اشاره کړي:
پوښتنه:
کله ښادي کله غمونه راوړې
کله جفا کله وفا خوښوې
کله وعدې کړې ماتې
کله ديدن ته راځې
افرد او لې، ماخبر کړه ياره!
اوسنۍ نړۍ چې د ساينس او ټکنالوژي په مټ هېښند پرمختګونه کړي، نو نړۍ هم ورسره د يوه کلي بڼه غوره کړې ده، او همدا شاه ژوند هم ورسره ماشيني شوي دي . دلته ده چې معنوي ارزښتونو خپل ځاى مادي هغوته پرېښودلاى ې د انسان په ژوند کې يوه لويه معنوي تشه لېدل کيږئ په داسې يوه مادي چاپېريال کې چې وکولاى شي د انسان په شخصي او ټولنيز ژوند کې سکون او هوساينه رامنځ ته کړي.
دين او په تېره د اسلام پر تمين دي. نودلته ده، چې د دين او مذهب ارزښت اړتيا په خپل رښتيني بڼه او اصالت سره پرا څرګند يږي.
ښاغلي منګل په يوه ازاد شعر کې دې ټکي ته داسې اشاره کوي، او له هغه څخه غواړي چې دى په يادو لري، او دعا ورته وکړي:
ګرانه اشنا درنه پوښتنه کوم
د هرلمانځه وروسته چې ته دعا کړې
زه چې دعا کومه تا يادوم
کله دې ماته هم دعا کړې ده؟
د افغان ولس اوږدې غميزې د افغاني ټاټوبي هر څه تالا تر غه کړي .
د دوي مادي او معنوي شتمني يې پوپنا کړه او د چاخبره دا اتل او باتور ملت يې د پولۍ ټک ته کښېناوه. خوله بدمرغه چې همدا غميزه لا هماغسې روانه ده او د پاى څرک يې نه ليدل کيږي.
دې اوږد ناورين د افغاني ټولنې هر وګي ژړولاى او د هرافغان او پښتون په کوريې دويراوماتم تغير خوړولاى دى.
شاعران چې د يوې ټولنې سترګې بللکېږي ، د نورو ولسي وکړو په پرتله ډېر حساس دي. کله چې په خپله ټولنه او چاپېريال کې ناځوالې او نادردې ويني، نو تر ټولو لومړى د هغو عواطف او احساسات راپاري او خپل غبرګون د قلم په ژبه څرګند وي.
او په دې توګه خپل ولس ته دسولې، نېکمرغه هوسايي او امنيت پيغام وړاندې کوي، ځکه خو زموږ ځير وين او حساس شاعر منګل صاحب په دې پوهېدلاى چې ديوه ملت د سوکالۍ او برياليتوب راز په پوهنه کې دي د ده په اند همدا دعلم او پوهې او ږد وزري ګوربت دي، چې د بشري ژوندانه ډېرپراخ او او لوړ منزلونه کچوي. او ورهاخوا د پېنۍ ( کاينات ) په دې ويړه ورشو کې د تلوسناک انسان د پلټنې احساسات را پاروي او په دې لړکې د علم او پوهې په مټ د هغوي د نسخيرو لو په موخه عملي ګامونه پورته کوي. نوموړي په دې هم پوه دي، چې افغان اتل او ډغريال ملت هر وخت د بلو سنګر سره د جګړې پر مهال پوځي ډګر ګټلاى ، خوله بدمرغه د ناپوهۍ او جهالت له امله يې سياسي ميدان بايللاى نو پر همدې اساس منګل صاحب د خپل هېواد ځوان کهول ته د قلم اخېستنې او ټوپک غور ځونې انګېزه ورکوي.
هغه په خپل يوآزاد شعر کې چې سرليک يې ( نن يې دوچو پاڼو شور جوړ کړي.) خپل ولس ته داسې خطاب کوي:
-: نن يې دوچوپاڼو شور جوړ کړي:-
اې ټوپکواله وروره تاته وايم
غوږ راته ونيسه بل چاته وايم
له جنګه لاس واخله او جنګ ته شا کړه
واخله قلم تورې شرنګ ته شاکړه
مور يوه پاکه او سپېڅلې کلمه ده . که د نړۍ (١٣) دينونه او نور غټ او کوچني مذهبونه او مذهبي فرقې و څېړو او د دوي ديني او مذهبي اثارو لولو، نو داسې دين او مذهب به ونه لېدل شي، چې د ښځې او په ځانګړې توګه د مور خوږې او سپېڅلې کلمې يادونه دې په کې نه وې شوې.
د اسلام پر تمين دين د مور مقام تر بل هر دين زيات پېژندلاى او د قران کريم په ايتونو او په نبوي حديثو کې د مور لوړ مقام ته د درناوي په اړه په لويه کچه يادونه شوې ده.
ځکه خو وايي چې: جنت د مور تر پښو لاندې دى.
که د نړۍ ادبياتو ته يوه ځغلند کتنه وکړو ، نو زما په اند داسې هېواد داسې ملت، داسې ژبه او داسې اديب، ليکوال او شاعر به ونه موندل شي ، چې په خپلو ملي دودونو، رواجونو، رواياتو او اثارو کې دې يې د مور خواږه نوم او لوړ مقام ته په کې نغوته نه وې شوې.
د روسيې نامتو ليکوال ماکسيم ګورکي د ( مور) په اړه يو حماسي ناول لري، چې په نړيواله کچه شهرت لري، په دغه ناول کې د يوې اتلې مور مېړانه او سر ښېند نه بيا نيږي،
په پښتو ادب کې مور مقام ته دپېرزونې دوړاندې کولو په موخه د هېواد نوميالي ليکوال او شاعر ښاغلي سعدالدين (شپون) د مور تر سرليک لاندې يو شهور شعر لري ، چې د مور ستا ينه په کې شوې ده که د موسقۍ ډګر ته يو ځغلند نظر و کړو، ګڼ شمېرسندرغاړو د مور په باب سندرې ويلې ، چې د خورا پام وړ دي .
ځوان شاعر طالب منګل د مور پاک او سپېڅﻻې مقام ته د درناوي په لړکې د (مور) تر سرليک لاندې يو ځوږ ازاد شعر لري، چې ښاغلي منګل د مور لوړ بشري مقام ته د مور د خولې خوږې اللوته يو زړه راښکونکي پيغام وړاندې کوي، ځکه خو هغه د زړه له تله فرياد کوي:
مورې!
مورې ! د ستا داللو ازانګې
څو مره خوږې لکه اذان د بلاک
ګرانې ! په دې بهانه
چې زه يې بيا واورمه
د ستاجنت ته درځم
نو ………………………!
مورې ته خداى ته وايه
چې ماشومتوب مې راشي
او……………………………………………….!
زه به سجده وکړمه
د ستا په پاکه لمن
زه به يوه چيغه رب ته ولېږمه
د ستا دمينې په نوم
خو…………!
ته اللو ووايه
چې زه يې بيا واور مه
دا للو ازانګې
لکه اذان د بلال
لکه سورت د کوثر
زما په اند په پښتو ادب کې د څلور يزي برخه خواره ده. د ګوټو په شمېر څو کلا سيکو او او سنيو شاعرانو د ادب په دغه څانګه کې خپله شعري طبعه ازمايلې ده.
خوشحال بابا چې په پښتو ادب کې بنټيزه شاعري کړې او ورته د پښتو ادب پلار ويلاى شو، د هغه په شاعري کې هم د څلوريزې برخه کمه ده.
خو د پښتو ادب په پرتله په فارسي او بياتو کې د څلور يزې برخه ډېره شتمنه او بډايه ده ان دا چې د فارسي ژبې لوى فلسفې شاعر حکيم عمر خيام خپله ټوله شاعري د څلوريزې په قالب کې کړې ده.
د خيام څلوريزې په نړيواله کچه شهرت لري، چې له نېکه مرغه د خيام څلوريزې اوس مهال په پښتو کې هم لوستلاى شو، چې د نوموړي څلوريزې ښاغلي عبدالباري (جهاني) او ښاغلي منهاج الرحمن ( مواج) په خورا ښکلې شعري بڼه پښتو کړې دي.
دا چې په پښتو ادب کې د څلوريزې برخه ولې د هغو نورو په پرتله خواره ده، ښايي ، يو لامل يې په پښتو ادب کې د لنډۍ شتون وي.
لنډۍ د خپل اسان، لنډ او ولسي جوړښت له مخې او داشان دخپل پراخ مفهوم له کبله چې د پښتني ټولنې هر اړخ په کې په اسان او پرتمين ډول سره بيا نيږي ، د څلوريزې د ودې مخه ډب کړې وي.
په ورته توګه په فارسي ادب رباعي (څلوريزه ) او په جاپاني ادب کې هايکو منل شوي ژانرونه دي، ې د همغو ټولنو ټولنيز ژوند په ژوره توګه بيانوي .
خو سره له دې بيا هم په پښتو کې څلوريزې شته، داسې هم نه ده، چې پښتو ادب څلوريزې هډونه لري.
محترم منګل صاحب هم د شعر په دغه ژانر کې خپل شعري نيلي ځغلولاى، او څو خوږې او د شعريت څخه ډکې څلوريزې لري.
و ګوري، چې زموږ دغه ځوان شاعر په دې لاندې څلوريزه کې څومره په ژوره توګه خپل خيال او شعري کيفيت سره پېيي او وايي:
لپې لپې دواړه غبرګې او به و څښي
شړک شي و وريږي درګې اوبه وڅښي
په کتودې کړمه تنده د ژوند ماته
په تصوير دې ياره سترګې اوبه وڅښي
د محترم منګل د څلوريزو موضوع د نورو ټولنيزو مسايلو سربېره مينه او په مينه کې قرباني ورکول جوړوي. هغه د مينې په چاره کې قرباني ورکولو ته چمتودي. طالب منګل په مينه کې مرګ ته تيار دى، خو بېلتون نشي زغملاى، ځکه خو جلاد حخاطبوي او په زغرده ورته وايي، چې زما لپاره مرګ او بېلتون دوه متره ادفي کلمې دي نو خوښه دې خپله ده چې څه کړې ، هغه و کړه .
دا چې پړى دغه دار او دامې سردى
يا جلاده ! نور له تانه څه خطر دى
حسابيږي مې د اژوند واړه مرګ کې
چې بېلتون راته ولاړ د کور په ور دى
د مينې خمار يو تخيلانه انځور دى، چې د زيات شمېر شاعرانو په شعرونو کې تر سترګو کېږي. په تخيل سره د شعر ليکل ، چې نازک خيالييې هم مله وي، يو بېل خوند او کيفيت لري. لکه ځوان طالب چې په دې څلوريزه کې وايي:
ساقي نن مې بې له جامه خهار مات دى
چې پر سرمې کاڼي ژوبل ديار مات دى
نن مې ښکلي ته په خوله کې اوبه راغلي
خدايه ! چاورته په شونډو انارمات دى
د يار شو نډو سره دانار له سره رنګ سره يوه تخيلانه انځوري.
کله نا کله خو ځوان شاعر منګل غواړي، چې د دنيا ژوند ژواک ته ورشا کړي، او خپل پاتې عمر په شرابو او د ميخانې په ګوټ کې تېر کړي . نزدې حده چې د ژوند او هر څه نه لاس په سرشي.
دا حالت هغه مهال منځ ته راځي ، چې يو څو ک په مينه کې په غوڅ ډول مات او دلېنتوب تر پولو ورسيږي.
کله چې زه د منګل صاحب ځينې څلوريزې لولم، نو زه انګېرم چې نوموړى د جنون تر حده لېونى مين دى، او په مينه کې تر هره څه تېر دى هغه په خپله واويلا کوي، وايي:
ميخانه ده، نن بې وخته ولې بنده
هسې نه چې په کې خلاص نشمه له ژونده
نن ثواب او عذاب دواړه برابر دي
مانفري په کې شيخان د عمر تند ه
د مينې په جنون کې تر دې حده ډوبېدل، چې انسان د شرابو په نېشه کې څه د لاسه ور کړي.
ثواب او عذاب دواړه برابرول، په داسې ډول چې شيخان هم د عمر تنده په کې ماته کړي، دا موږ ته د ځوان شاعر منګل يوه نا کامه مينه سترګو ته دروي ، چې نوموړي بايللې ده.
د ښاغلي منګل په شاعرۍ کې په سمبوليک ډول د څڼې، څېړۍ ، ماښام او ګوړې په کثرت سره يادونه!
مخکې له دې چې د محترم منګل په شاعري کې په پورتنيو څلورو توکو وغږېږم غواړم ، په ادب کې د سمبولېزم په اړه په لنډه توګه رڼا واچوم.
سمبولېزم:سمبولېزم هغه ادبي سبک دى، چې په هغه کې په لويه کچه تشبيه ګانې وکارول شي او د هر فکر، خيال او ستا ينې لپاره استازى سمبول راوړل شي، لکه مرغلره له سپين غاس سره ګل د ښکلې ځوانۍ سره او سپوږمۍ د ښايست سره تشبيه کول.
کله چې ما دښاغلي منګل شاعري ولوسته ، نو څلورو څيزونو زما پام ځان ته ورجلب کړ، چې دا څلور څيزونه څڼې ، څېړۍ ما مام ښام او ګوړه دي، زما په اند محترم منګل په خپله شاعري کې لومړى څلور څيزونه په خورا ښکلې شعري بڼه او د ځانګړي سمبول په توګه په کثرت سره کار ولي دي.
کله چې موږ د نړۍ مختلف د ينوننه، مذهبونه، ادبيات او نورو لسي حکايتونه او تاريخي نکلونه لولو، نوديولړ داسې نومونو او لغتونو سره مخ کېږو ، چې ځانګړې سمبوليکې معني ګانې لري.
د مثال په ډول په زر دشتي دين کې سپنتا مينو (د نېکمرغۍ ارواح) او انګره مينو (دبد مرغۍ ارواح) چې دوي متضادې اروا ګانې دي، وينو ، زرد شتيان په دې عقيده دي، چې د ځمکې مخ د دغو دوو متضا د وارو اګانو د ډغړې او سيالۍ ميدان دى،کله چې سپنتا مينو بريالي شي نو ورسره جوخت د ځمکې پرمخ د انسان د هوسايني خوښۍ او سوکالۍ ژوندون پيل شي، خو کله چې انګره مينو غالبه شي، نو بيا دانسان ژوند د بدمرغيو ، ناخوالو او کړاوو نو څخه ډک شي.
دغه شان کله چې موږ د فارسي ادب کلا سيک شاعران لولو، نو د ورته څيزونو سره چې سمبوليکې بڼې لري، مخ کېږو. لکه د فارسي ژبې دلوى شاعر او انديال مولانا جلا الدين بلخي، پا اشعارو چې (نى) په سمبوليکه معني راغلې ده. موږ ( نى) پښتو ته په (دروي) سره ژباړلاى شو. د مولانا په اشعارو کې نى کله د نېکمرغۍ د سمبول په توګه راغلې او کله هم د بد مرغۍ د سمبول په بڼه. لکه خپله چې په دې اړه وايي:
پشنوازنى چون حکايت مى کند
از جدايى ها شکايت مى کند
د فارسي کلا سيک ادب يو بل فلسفي شاعر حکيم عمر خيام په څلوريزو کې هم ځينې نومونه په سمبوليک ډول په کثرت سره راغلي ديلکه فلک ، کوزه ، پرده اسرار، دهر ، پير مغيان، شبخون او داسې نور… چې خيام پورتنۍ کلمې د ځانګړو مفهومونو د افادې په موخه کارولي دي.
دغه راز کله چې موږ پښتو ادب لولو،نو دپخوانيو هغو تر څنګ اوس مهالو شاعرانو هم د سمبولېزم په اډانه کې خپله شاعري کړې ده لکه دپښتو ادب د اوس مهالي نامتو اديب ، ليکوال، او شاعر اکاډېمسسين مسلمان لايق د ( چون غر) مشهور اثر او يا هم د کوزې پښتو نخوا د نوميالي انقلابي شاعر او ليکوال اروا ښاد اجمل خټک ( د غيرت چغه )
کتاب چې موږ ته په سمبوليک ډول ډېر څه القاء کوي.
د پورتنيو مقدماتي خبرو په رڼا کې ويلاى شو، چې زموږ ځوان شاعر ښاغلي طالب منګل هم په خپله شاعري کې يو څو داسې وييکي کارولي، چې لوستونکي ترې بېلا ، بېلو تغبيرونه او انګېرنې اخېستلاى شي. خو د لته زه غواړم چې له نوموړو نومونو څخه دخپل تعبير او انګېرنې لنډه يادونه و کړم:
١- څڼې: د هېواد نامتو مورخ ارواښاد د محمد علي کهزاد په خپل مشهور اثر دافغانستان د تاريخ په اوږدوکې) ليکي: ( اتڼ او په اتڼ کې څڼې اچول د پښتني کلتور يو مهم توکي دي په لرغوني پېرکې به چې کله پښتانه د خپلې خاورې غليم سره د جګړې لپاره ميدان ورتلل، نو ملاتړلې او توره په لاس به جګړې ته د ډول ،اتڼ او څڼو په اچولو سره راستنېدل. ) يانې دا چې پښتنو به جګړه په اتڼ او څڼو پيلو له او په ډول، اتڼ او څڼو به يې پاى ته رسوله.
د بريتانوي هند د پښتو نخوا ايالت والي سراولف کارو په خپل مشهور اثر (پټانز the pathans) کې ليکي: (( ډېرې پښتانه څڼې پرېږدي، او د غرږو شاته يې په ښکلې بڼه ږمنځوي. دوى تل خپلې څڼې غوړوي، چې له ورايه چړ که کوي. او له تندې څخه يې په دوو برخوبېلوي او د لرګي کوچنۍ ږمنځۍ په کې ټومبي. د څڼو خاوندان د پښتو نوميالي ، غښتلي او د خبرو سړي ګڼل کيږي. کله چې اتڼ کوي، نو ورسره جوخت خپلې څڼې هم غورځوي او ډول ته ګډيږي، په اتڼ کې تورې او ټوپک شرنګى کوي. خټک، مسعود او خوستوال په اتڼ کې ځانکړى شهرت لري))
زموږ ځوان شاعر منګل صيب هم په خپله شاعري کې د څڼو ډېره يادونه کړې ده هغه څڼې د خپلواکۍ، وياړ، بريا او سوبې د سمبول. په توګه يادوي.
زه به دلته يوازې (چونګ له خرواره) د منګل په يوه بيت بسنه وکړم، چې وايي:
ما ښام د څڼو شغ ؤ ځوانان ډول ته ګډېدل
سهار مو کړل راټول د دارپه څنډه کې سرونه
٢- څېړۍ: افغانستان د غرونو او ځنګلونو وطن دى،
چې ځنګلونه يې په سيمه ييز او نړيواله کچه د زيات شهرت څخه برخمن وو. څېړۍ د غره په ونو کې تر ټولو نورو هغو ښکلې، د کلک او دروند لرګي لرونکې ونه ده. د لرګي بيه يې هم تر نورو هغو لوړده. دا شان لرګي يې د نورو ونو د لرګي په پرتله د سونګ او فرنيچرلپاره وړاومناسب دى.
خوله بده مرغه چې د هېواد او ږدې غميزې د مادي او معنوي زيانونو ترڅنګ ځنګلونه هم سخت وځپل . زما په اند ښايي ځوان شاعر طالب څېړۍ دافغاني غيرت، مېړانې، اتلولي او په خپله خاوره باندې د سر قربانولو د سمبول په توګه په خپله شاعري کې راوړي وي. ځکه افغانانو تل پوځي ميدان ګټلى، خو د ناپوهۍ، او دسياسي شعور او بصيرت د نشتون له کبله يې سياسي ډګر بايللي. ځکه خو فرياد کوي:
چا ترې شهيده کړه خاوند ه دغه ځوانه څېړۍ
فرياد او وير ته يې دې غره تمامه شپه تېره کړه
٣- ماښام : مازديګر او ماښام په پښتو کلاسيک او اوسني ادب کې په کثيرت سره راغلي دي. ماښام په پښتو شعر کې په بېلا ، بېلو تعبير ونو او انګېرنو سره ياد شوى، چې ځينو د بېلتون په توګه ، ځينو دوصال په ډول ، ځينو د دوو مينو د زړونو د پيوستون او ځينو نورو د تورتم ، مدمينې د پيدا کېدو او ناکامۍ په ډول انګېرلاى او تعبير کړى دى.
خو زموږ ځوان شاعر منګل بيا ورڅخه بل ډول تعبير کوي . د الهام او تلقين تعبير، هغه الهام چې کېداى شي د دوو مينانو د وصال لامل و ګرځي. ځکه خو خپل يارته خطاب کوي:
سرمې ښکته کړ، ماښام سجه مې و کړه
تاراو لېږه الهام سجده مې و کړه
تلاوت مې او رېده د يار له خولې نه
زه ولاړو م په قيام سجده مې و کړه
٤- ګوړه:پښتانه په اقتصادي توګه پېوزلي خلک دي. دوى د ژوند د ډېر ولو مړنيو اسانتيا ووته د لاسر سي څخه بې برخې او محروم دي. د دې ژوند هم په ډېر ساده توب ولاړ دي.
ګوړه په پښتني ژوند کې يو مهم خورا کي توکي دي، او بله دا چې ګوړه د بېوزلانو د کونددي (د سترخوان) اړين څيز دى. ځکه خو يې پښتو ادب ته هم لا ر موندلې ده.
د ګوړې په اړه د پښتو ادب لوى شاعر حمزه بابا وايي: «ګوړه چې د هر ې ډ ډې څخه و خوړل شي، خوږه ده.»
ښاغلي طالب منګل هم د پښتو ادب د نورو شاعرانو پلتګي کړې او په پښتني ژوند کې يې د ګوړې پرارزښت اعتراف کړي هغه خپله محبوبه د ګوړې سره تشبيه کوي. او داسې وايي:
ګوړه وه زما په خوله کې ولوېده
پېغله مې نن بيا په زدړه کې ولوېده
ګرانه شوه لا ډېر ژړېدل پاتې دي
اوښکه مې د يار په پله کې ولوېده
د او ښاغلي طالب منګل او د هغه شاعري چې ماله خپل ليدلوري د هغه شاعري و جاجوله داپه داسې حال کې ده، چې تر دامهاله په پښتو ادب کې د ادبي تيورۍ، کره کتنې او دادبياتو ديو شمېر نورو ژانرونو په برخه کې تر سره شوي کارونه په نشت حساپ ودي.
په افغانستان کې د ادبياتو په برخه کې د کره کتنې (نقد) تيوري، چې وکولاى شي، د افغاني ټولنې د ارونو په اډانه کې د ننه ديوه اثر کره کتنه وکړي، شتون نه لري . او نه هم تر اوسه څوک د کره کتنې په لړ کې د يوه اثر منفي اړخونه راسپړي ، او که چا کوم وخت دا کار کړئ، نو د مقابل لوري د خپګان او خوابدۍ لامل ګرځېدلاى. خو زموږ او سني اديبان او ځوان کره کتونکي بايد د کره کتنې کلتور د ودکړي، تر څو هراديب ، ليکوال او شاعر د خپل اثر د مشبتو خو او وتر څنګ د هغه منفي اړخونه هم ومني او د خپلو راتلو نکو پنځو نو د سمون او تصحيح په لړ کې تر ينه ګټه واخلي.
ما د ځوان شاعر محترم منګل پر شاعرۍ تر خپله وسه يو ژور او هر اړخيز بحث و کړ ما په دې لړۍ کې يوازې د هغه شاعرۍ مثبت اړخونه ښودلي دي.
خو ښايي د نوموړي په شاعرۍ کې په لسګونه داسې توکي او نيمګړتياوې وي، چې د نوموړي شاعري يې پيکه کړې وي او مايي په شعوري او يا غير شعوري ډول د څرګندولو څخه ډډه کړې وي، ځکه چې بيا به خوشحال بابا ګيله و کړي او وايي به:
پښتانه واړه ناپوه دي په يو بل کاندي تېرې
چې يو سرکاندي راپورته بل يې ووهي مغزي
زموږ دغه ځوان شاعر ښاغلي طالب منګل د خپل ادبي ژوند لومړني پړاوونه کچوي، او په مخکې يې لا اوږده ادبي منزلونه پراته دي، چې بايد محترم منګل يې په بريمنه توګه کچ کړي او د خپلو راتلونکو ادبي پنځو نو په ترڅ کې يې غني او بډايه کړي، تر څو په دې ډول سره په خپل راتلونکي ادبي ژوند کې د ځانګړي نوم او مقام خاوند شي.
په همدې هيله! فضل وزير (هيله من)
يادونه:دغه ليکنه د طالب منګل د لومړيو شپو د شاعرۍ په اړه ليکل شوي