پنجشنبه, اکتوبر 10, 2024
Homeخبرونهپه ایران کې اتومي ازموینه او که زلزله شوې؟

په ایران کې اتومي ازموینه او که زلزله شوې؟

تاند (پنجشنبه، د میزان ۱۹ مه) څو ورځې وروسته له هغه چې د ایران په سمنان ولایت کې د زلزلې خبر خپور شو، په ټولنیزو رسنیو کې داسې اوازې دوام لري چې دا ټکانونه د ایران د لومړنۍ اټومي ازموینې له امله وو.

د شنبې د شپې په لس بجې او ۴۵ دقیقې د تهران پوهنتون د زلزلې مرکز اعلان وکړ چې د ایران په سمنان ولایت کې د ارادان ښار یوې زلزلې، چې شدت یې د ريښتر ۴ اعشاریه ۴ درجې و، لړزولی دی او د دې زلزلې ټکانونه د تهران په ختیځو برخو کې هم احساس شوي دي.

د تهران پوهنتون د زلزله پېژندنې له اټکل سره سم، د زلزلې مرکز تر مځکې ۱۲ کیلومتره لاندې و.

د خبر له خپریدو څو ساعته وروسته، د خواله رسنیو کاروونکو داسې اټکلونه پیل کړل چې حکومت  هڅه کړې چې پر خپله خاوره د اسراییل د بریدونو د مخنیوي لپاره د یوه ګام په توګه تر مځکې لاندې خپله لومړنۍ اټومي ازموینه وکړي.

دا اټکلونه په داسې حال کې کیږي چې د اسلامي جمهوریت چارواکي او د انقلابي ګارډ (سپاه پاسدراران) قوماندانان په مکرر ډول ګواښ کوي چې که پر ایران باندې اقتصادي، سیاسي او پوځي فشارونه زیات شي، تهران به خپله پوځي دفاعي نظریه بدله کړي — دا بدلون به د اټومي وسلو د نارواتوب په اړه د ایران د لوی مشر فتوا تعدیل ته اړتیا ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب