پنجشنبه, اکتوبر 10, 2024
Homeخبرونهد پښتنو تر قومي جرګې مخکې د خلکو د پام اړولو لپاره...

د پښتنو تر قومي جرګې مخکې د خلکو د پام اړولو لپاره د پاکستان د پوځ هڅې

تاند (پنجشنبه، د میزان ۱۹ مه) په داسي حال کې چې په خیبر کې د پښتنو قومي عدالت جرګې ته وخت په رالنډېدو دی، د پاکستان پوځ ته نژدې رسنیو هڅه پیل کړې چې د خلکو پام افغانستان دښمنۍ ته واړوي.

پرون د پاکستان په پوځ پورې تړلې رسنۍ، سما د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر دیورند کرښه د نښتو او په لړ کې یې طالب ځواکونو ته د درنو مرک ژوبلو د اړولو ادعا خپره کړه.

دې رسنۍ بې له دې چې د نښتې نېټې ته اشاره وکړي، ویلي چې پاکستاني پوله ساتو ډیورند کرښې ته نژدې په نوشکي کې هغه مهال د افغانستان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله واړوله چې هغوی د ازغن سیم په ترمیمولو پر بوختو پاکستاني ځواکونو ډزې وکړې.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي او نورو رسنیو هم په دې اړه کوم راپور نه دی خپور کړی خو څو ورځې وړاندې د کندهار او بلوچستان ترمنځ پر ډیورند کرښه د څو نښتو خبرونه ورکړای شوي وو.

سما په یوه بل خبر کې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د رسنیو د محدودیت په اړه د بخښنې د نړیوال سازمان اندېښنه خپره کړې ده. دا په داسي حال کې ده چې پاکستان په خپله نه یوازې رسنۍ نه پرېږدي چې په ازاد ډول خبرونه خپاره کړي، بلکې حتي د موبایل ټیلفونونو مخابراتي شبکې او انرنیټ یې په هغو سیمو کې چې د مخالفت اواز ورڅخه اوچتېږي، بند کړی دی.

پاکستاني رسنیو د اسلام اباد په وروستیو مظاهرو کې د افغانانو ګډون ته هم ډیره لمن وهلې خو په اسلام اباد کې د افغانانو ټولنې وايي چې دا تورونه بې اساسه دي او د دې لپاره شوي چې د عمران خان د تحریک انصاف په اړه د پاکستان د خلکو نظر مشکوک کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب