پنجشنبه, اکتوبر 10, 2024
Home+اتل او اتلولي | زهير سپېڅلی

اتل او اتلولي | زهير سپېڅلی

اتلان او اتلولي تر يوه ډګره مه محدودئ!
 ښه دا ده، چي په هر ډګر کي اتلان/اتلاني او اتلولۍ ولرو؛ البته چي زموږ د کلتوري او ټولنيزو ارزښتونو خلاف نه وي.
که د لوبو ډګر وي، که د سياست، که د ساينس او ټکنالوجۍ، که د ژبي ادب، کلتور، هنر او داسي نور.
په  هر ډګر کي بايد اتلان ولرو او و ئې ستايو.
هر وخت/هر ځای د جنګ اتل نه چلېږي.
که فقط د جنګ په اتلوليو او اتلانو نولس، شل کېدای موږ به په څلورو لسيزو کي ډېر ځله شل کړي وای او نن به  د پرديو له احتياجه خلاص وای.
زموږ غم دا دی، چي شاعر ئې وايي:
چي په ژوند کي دي زما و نه کړ قدر
پس له مرګه مي بيا مه  ژاړه  پر قبر
دا زموږ بدبختي ده، چي په ژوند د چا قدر نه کوو.
د چا مېړانه نه ستايو.
اتلولي ئې نه وينو.
اتل ئې نه بولو.
کله چي مړه شي او زموږ له منځه لاړ شي؛ بيا نو ارمانونه پسي کوو.
په نامه ئې ځايونه نوموو.
پر کارنامو ئې نازېږو.
په وياړ ئې شعارونه ورکوو.
مقبرې پرې جوړوو.
د مېړاني او اتلولۍ په کيسو ئې نه مړېږو.
دا هر څه زموږ له منځه تللي اتل ته، بيا  څه معنا لري؟؟!
هغوی ته څه ګټه او فايده ترې رسېږي؟!
د اتلانو د اتلوليو قدر بايد د هغوی په ژوندوني وکړو او اتلان بايد د هغو په ژوند  وستايو.
تشويق ئې کړو.
د اتلولۍ قدر ئې وکړو  او  و ئې لمانځو.
په ژوندوني ستاينه او تشويق هغوی ته نوره انرژي ورکوي، چي نوري اتلولۍ وګټي او نور وياړونه خپل کړي.
د ځينو اتلولي د ټول ملت اتلولي وي.
د هر هيوادوال وياړ وي.
د ټولو ګډه او مشترکه خوشحالي ده.
د ژونديو اتلانو دا پر موږ حق دی، چي په ژوند ئې قدر وکړو او پر هغوی ووياړو.
په ژوندوني ستاينه نورو ته هم انرژي ورکوي، چي هغوی هم هڅه وکړي او اتلولي راوړي.
له مرګه وروسته د هغوی په توصيف او ستاينه کتابونه ليکل څه معنا لري، چي په ژوند ئې په يوه جمله و نه ستايو.
د هغوی پر قبرونو د ګلونو په امبارولو کومه تشه خانه ډکېږي، چي په ژوند مو يو  ګل ورته ډالۍ نه کړ.
چي په ژوند ورسره نه وخاندو، په مرګ ئې ژړاګاني څه معنا لري؟
د مړپرستو پر ځای بايد ژوندپرسته شو.
عجبه دا ده، چي په ژوند د چا قدر نشو کولای، چي کله مړ شي بيا مو پر زړونو واکمن شي.
ژبي ئې په  ستاينه ستړي کړو.
ژوندي هېرول او مړي پالل د ژوندۍ ټولني نه، د مړې ټولني دود او دستور دی.
په داسي ټولنو کي عجيبه ده، چي مړي پر ژونديو واکمني کوي او ژوندي ئې هېر وي.
چي هيواد او ملت ته ئې د اتلولۍ وياړ وربښلی وي؛ زموږ اتل دی او پرې وياړو.
خپل اتلان په ژوند وستايئ او مينه ورکړئ!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب