که نن ویښ نه شوئ پښتنو د ازادۍ په چیغو
بیا بم له دې خوبه شپېلۍ د اسرافیل ویښوي
«خیبر» د لرو برو پښتنو شاعرانو د هغې شعري ټولگې نوم دی چې په ۱۳۴۷ لمریز کال کې د امان الله سیلاب صافي په اهتمام د پښتونستان د ورځې د شلمې کلیزي په مناسبت د قبائلو د مستقل ریاست د تبلیغاتو د لوی مدیریت لخوا، خپره شوې ده. ټولگه د یادې ادارې مشر ښاغلي دردمند په دې خبرو پېل شوېده:
«د خیبر دره، د تیرا څوکې، د تاترې گړنگونه، د کاروان لار، د پښتني لښکر سنگر، د جوپې دمه ځای، دمخه ښې او هرکلي پړاو، د دریا خان اپریدي او ایمل خان مومند د شوگیرونو او تکبیرونو مورچه.
د ملتان غازي او عجب خان غازي د غورځنگونو نښه، د پښتو پوره کولو او پښتونولۍ کور، د زورگیرانو د کمزورۍ او تیندک کولۍ چه د پښتنو د مقاومت او صلاحیت قصې پکښې د تاریخ شرنگیدلي کړۍ دي، توره او قلم پکې د تاریخي نقش په ترجمانۍ کښې د تکبیر او قومندې سره ملگری شوی غږ؛ په وینو خړوب شوی خیبر پښتنو ته د ماضي حال وایي او دقافلې په نغري کښې یې لا سپرغۍ دښمنانو ته اخطار ورکوي…».
ورپسې ارواښاد سیلاب صافي «خیبر» ته یوه سریزه لیکلې او په هغې کې یې د خیبر د تاریخي سیمې، حماسوو او هغو مېړنو یادونه کړې چې د پښتونستان د ازادۍ په مینه کې یې خپل سرونه قربان کړي دي؛ هغه دا مجموعه د ازادۍ لارې د شهیدانو روح ته ډالۍ کړې ده. د شعرونو دا ټولگه ۸۷ مخونه لري، د کابل په دولتي مطبعه کې چاپ شوېده او خیبر ته د نېـږدې ۴۰ شاعرانو لیکل شوي شعرونه پکې راغونډ شویدي. د کتاب په لومړۍ پاڼه باندې د خیبرد درې عکس لیدل کیـږي چې دا بیت پرې لیکل شوی دی:
د خیبر دره خو لار د تلو راتلو ده
په کابل او پېښور کې افغان یو دی
د لیکنې پای ته مې له ټولگې څخه د اجمل خټک، سیلاب صافي، غني خان او اقبال لاهوري شعرونه غوره کړي دي چې یو په بل پسې یې لاندې لوستلی شی. زه خپلې خبرې په دې هیلې رالنډوم چې پښتنانه خپل حقه حقوق د ظالم او غاصب له منگولو څخه په پوهې، تدبیر او مېړانې سره ترلاسه کړي.
– خیبر د کابل او پېښور منځ کې مشهوره تاریخي دره ده. خیبر هغو غرونو ته هم ویلی کېدای شی، کومو کې چه دا دره تېره ده. ما دغه نظم کې د خیبر په سترگه دغه ټولې غرئیزي علاقې ته کتلي دي کومه چه د گلگټ او چیلاس نه د بلوچستان تر وریشته حدونو پرته ده – یعنې د روهستان کوهستاني علاقه – «اجمل»
خیبر ته
ستا په سر باندې خیبره
یو جونگړه زما کور وی
ته زما وی په لیمه کښې
زه د ستا په اوږو سور وی
***
ستا لحظه، لحظه تیریـږي
د فطرت په تماشو کې
ټوله ورځ د لمر په څېر و
شپه د ستورو پلوشو کې
***
ستا سکڼی ماښام رنگین شي
د شفق په لاله زار
سپین سحر دې د بادونو
په وږمو شي نوبهار
***
په لیمه کې چه دې نښې
د قدرت د رنگینو دي
په ځولۍ کې دې تاجونه
ریز مریز د زمانو دي
***
د شینکي پرده کې پټه
د سرو وینو آئینه یې
په دې چُپه چُوپیائې کې
د ژوندونو نشانه یې
***
که مې ژوند یوه لحظه وی
خو چه پښو کې دې نسکور وی
ستا په تړو کې خیبره
یو جونگړه زما کور وی
***
د اسمان د پاکې لارې
ده د ستا له پاسه لاره
بوډۍ اړوي ټالونه
ستا د فخر له دستاره
***
تل د ستورو له دنیا نه
نُور په تا باندې وریـږي
د سپوژمۍ پاکې شغلې دې
په لمنه کې رالویـږي
***
ته دې شور ته د وریځو
هسې ځان سره مستیـږې
هلته پـړق شي په فضا کې
دلته ته راوځلېـږې
***
سپرلي ډکې کړي ستا غېـږې
د قدرت د نندارو نه
ژمي سپین په تا انبار کړي
د جنت د منارو نه
***
ائ په ما له هر څه گرانه
له تا زار مې پلار و مور وی
ستا په تړو کې خیبره!
یو جونگړه زما کور وی
***
تش د کاڼو غر خو نه ئې
ته غیرت او شجاعت ئې
د ننگ میخ قدرت وهلی
د پښتون په قومیت ئې
***
ستا د سوري لاندې اوسي
پښتانه لوی، لوی خېلونه
ننگ د نر، ښځو کالی دی
د دوی کسب دی جنگونه
***
هغه تورې توریالۍ وي
چه فضا ته غاړه ووځي
په ژوندونې به شا نه کړي
چه میدان ته یو ځل ووځي
***
دغه شین زمري ځامن دې
په سینه دي لوبولي
خدایـږو ته د دوی نیازبین ئې
دوی د ستا دي نازولي
***
چه جوړ کړی دوی په مینه
نن د ستا ټنگ و ټکور وی
ستا په تړو کې خیبره!
یو جونگړه زما کور وی
***
که کشمیر کې راټوکیـږي
ښه نازک، نازک گُلونه
دلته تا کی پېدا کېـږي
د غیرت نه ډک مېـړونه
***
هلته حُسن و نزاکت دی
دلته ننگ او جُرعتونه
که هغه جنت نشان دی
ستا نه زار شه جنتونه
***
د پښتو د ناموس نښې
چه تندي کې ستا ځلېـږي
ټینگ په زور او زر تختونه
له هیبته ولړزیـږي
***
ستا په گرد، خړه فضا کې
دبدبې دي د لښکرو
نښانې دی د جمدرو
علامې دي د خنجرو
***
په معنی کې جام د جم ئې
زما زړه کې درته زور وی
ستا په تړو کې خیبره!
یو جونگړه زما کور وی
***
کله هلته دې په سر ناست
کله دلته دې په پښو کې
کله ته زما نظر کې
کله زه د ستا لیمو کې
***
راسپړي دي راته یو، یو
د غلبیل ځیگر زخمونه
په پېـړو چې دې خوړلي
په سینه دې گوزارونه
***
چېرته غشی دی لک شوی
په سینه ما را اوښکلی
چیرته ښخې بلی تا کې
چه ما رو، رو را ایستلی
***
چېرته ژوبل په نیزه ئې
چېرته شلد درکې ټومبلي
خپل رگونه مې تسمې کړې
ستا زخمونه مې گنډلي
***
ستا د خوږ گوگل له لاسه
بل زما په ځیگر اور وی
ستا په تړو کې خیبره!
یو جونگړه زما کور وی
***
ستا په سترگو مې کتلي
دغه لارې دې میدان ته
د ماضي په ائینه کې
د حملو هغه طوفان ته
***
د درې له هاغه گټه
د میدان تر هاغه سره
سپین پگونه لوی لستوڼي
د یو غر نه تر بل غره
***
کوزه تورې نه اودریـږي
بره غشي راوریـږي
شور دی چغې دي نارې دي
سیلاب ځي په وړاندې کېـږي
***
ځمکه څه په وینو سره شوه
چه فضا ئې اولړله
د دې مړو له کبله
میدان واوړیده په بله
***
اوریدې مې درز د تورې
چه ستا ختې په هر لور وی
ستا په تړو کې خیبره!
یو جونگړه زما کور وی
***
په تندي کې دې ځلیـږي
د ماضي هغه نقشونه
چه اریاو تېرول به
ستا په خوا کې کنډکونه
***
ستا په ریگ کې دا دی، دا دی
د یونان د سورو پلـونه
گوره دا پراته هډوکي
د محمود د فوځ هـډونه
***
ای دی، ای دی په دې تړه
د غوري د وینو دارې
راشه دا دی د غجلیانو
نښې پاتې دي په لارې
***
دا دي مات پراته سرونه
د مُغلو د سورو دي
ابدالیانو دي لیکلي
خپل نومونه په درو دي
***
ته تاریخ مې د غیرت ئې
خو زما د زړگي زور وی
ستا په تړو کې خیبره!
یو جونگړه زما کور وی
***
د پښتو د عظمت کوره
ځلند ښکارې په دُنیا کې
د عُروج ولولې وینم
ستا فضا کې، ستا هوا کې
***
د ژوندون احساس پېدا شو
ستا د تړو په ځولۍ کې
د شعور ناوې مُسیـږي
ستا د غېـږې په ډولۍ کې
***
په زلمو کې ټوکېدلې
نوې وینه د سیالۍ ده
غر په سمه الوتلی
یو وږمه د قامولۍ ده
***
د ایشیا د زړگي سره
پسرلی شو خوشالېـږه
د پښتو د غیرت گُله
مبارک دې شه غوړیـږه
***
ستا د دغې ورځ په تمه
کاش! څو ورځې ژوندون نور وی
ستا په تړو کې خیبره!
یو جونگړه زما کور وی
شاعر: اجمل خټک
د خیبر آواز
پروت چه د غلیم مخې ته سد د سکندر یمه
خدایـږو هغه مورگه هغه څوکه د خیبر یمه
***
لوی شومه وړوکی خونړو انقلابونو کې
ټول عمر مې تېر شو د غلیم سره جنگونو کې
نه کړمه چا محوه په مدهشو طوفانونو کې
نه شول څوک کامیاب په ما کلکو بمبارونو کې
جوړ چه له ننگونو غیرتونو نه دنگ غر یمه
خدایـږو هغه مورگه هغه څوکه د خیبر یمه
***
یو خوا مې مومند دي اتمانخیل دي ترکاڼي پراته
بل خوا مې وزیر مسید دي خدایـږو میړني پراته
غیـږ کې مې شینواري اپریدي لا پخواني پراته
لر خو یوسفزي زلمي دي بر هم دُراني پراته
خوښ چه د خټکو اڅکزو د زړگي سر یمه
خدایـږو هغه مورگه هغه څوکه د خیبر یمه
***
ډیرې صدۍ تېرې شوې تېریـږي د ارمان سره
هر بدخوا ستون شوی رانه خدایـږو د خفگان سره
هر غلیم مې وړی د افسوس رومان د ځان سره
ډیر مې جنگولی سر د دهر پهلوان سره
تل چه هر غلیم ته د غم غشی په ځیگر یمه
خدایـږو هغه مورگه هغه څوکه د خیبر یمه
***
زه د ننگ غیرت نه جوړې شوې قافلې لرم
ورشه تاریخ وگوره رنگینې سلسلې لرم
لمر په شان ښکاره د همت ښې سپینې شُغلې لرم
دغو غاړو تړو کې بې شماره زلزلې لرم
یاد په ننگ غیرت چه دې جهان کې لر و بر یمه
خدایـږو هغه مورگه هغه څوکه د خیبر یمه
***
ډیر مې زغلولي غلیمان محمدجان خان په زور
څوک مې پرزولي د ایمل او دریا خان په زور
چا ته مې ښولی خپل عظمت د خوشال خان په زور
څوک مې حیران کړي د غازي فخر افغان په زور
تل چه هر غلیم ته د غم غشی په ځېگر یمه
خدایـږو هغه مورگه هغه څوکه د خیبر یمه
***
ډیرو راته وار په وار اغزي لار کې کرلي دي
چا لا د گوندۍ نفاق تخمونه راشیندلي دي
چا که ډیر چالونه د تذویر راغزولي دي
دوی په هر کوهي کې خدای پخپله غورزولي دي
زور د غلیمانو ته لښکر د مازدیگر یمه
خدایـږو هغه مورگه هغه څوکه د خیبر یمه
***
چا چه په بد نیت سره تش ما پلو کتلي دي
گاټي یې له سترگو نه په هغه دم وتلي دي
ډیرو قوتونو خپل زورونه آزمئیلي دي
ډیرو چپاوونو خپل اسونه تیزولي دي
لیک چه د اول نه د پښتون قوي سنگر یمه
خدایـږو هغه مورگه هغه څوکه د خیبر یمه
***
هو زه د اول نه د جگړو سره اشنا یمه
مېنه د میرویس ژوند د خوشال او احمدشاه یمه
لر و بر جهان ته دا په هر ډگر کښې ښایمه
نشم قبلولی اسارت د ننگ دنیا یمه
زړه چه د روښان عمراخان غازي اکبر یمه
خدایـږو هغه مورگه هغه څوکه د خیبر یمه
***
تل مې په لمن کې کاڼي بوټي انقلاب غواړي
شگې مې د غېـږې تل د ننگ غیرت سیلاب غواړي
هره پرخه تړه مې د ژوند آزاد شراب غواړي
هر مرغه مې ځان ته ترانه او خپل رباب غواړي
ساتي مې پردو نه د پښتون د زړه نظر یمه
خدایـږو هغه مورگه هغه څوکه د خیبر یمه
***
پروت چه د غلیم مخې ته سد د سکندر یمه
خدایـږو هغه مورگه هغه څوکه د خیبر یمه
شاعر: امان الله سیلاب صافی
خیبر ته اعلان
چه خازې شنې مې په قبر وي ولاړې
که غلام مړ وم راځې تو کئ پرې لاړې
یا به دا بې ننگه ملک باغ عدن کړم
یا به کړم د پښتنو کوڅې ویجاړې
چه قطرې، قطرې مې پوځ د دښمن نکړئ
مورې ما پسې په کوم مخ به ته ژاړې
چه په خپلو وینو نه یم لمبېدلی
په ما مه پلیتوئ د جمات غاړې
شاعر: غني خان
خیبر
خیبر از مردان حق بیگانه نیست
در دل او صد هزار افسانه ایست
جاده کم دیدم از او پیچیده تر
یاوه گردد در خم و پیچش نظر
سبزه در دامان کهسارش مجوی
از ضمیرش بر نیاید رنگ و بوی
سرزمینی کبک او شاهین مزاج
آهوی او گیرد از شیران خراج
در فضایش جره بازان تیز چنگ
لرزه بر تن از نهیب شان پلنگ
شاعر: اقبال لاهوری
د دې مجموعې د مهتمم امان سیلاب صافي روح دې ښاد وي. لاندې د دې مجموعې ټول شعرونه په پي ډي ایف بڼه لوستلی شئ: