پنجشنبه, اکتوبر 10, 2024
Home+په الوتکه کې سپرلیو ته پورن فلم وښودل شو

په الوتکه کې سپرلیو ته پورن فلم وښودل شو

تاند (پنجشنبه، د میزان ۱۹ مه) د کانتاس Qantas هوايي شرکت د الوتکې د الوت په ترڅ کې ناببره پورن، یا سپک فلم په داسي حال کې د سپرلیو په سکرینونو کې ښکاره شو چې هیچا بندولی یا بدلولی نه شوای.

له دې کبله هوايي شرکت له خپلو سپرلیو بخښنه وغوښته.

د دغه اسټرالیايي هوایي شرکت له خبرپاڼې سره سم، له سیډني څخه توکیو ته د الوت په مهال د تخنکي ستونزې له کبله د دوی سپرلیو د فلم د بدلولو انتخاب نه درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي: د الوتنې عملې د فلمونو محدود لیست درلود چې د هغو له منځه یې انتخابولی شوای او له همدې امله له سیډني تر توکیو پورې په ټوله لاره کې یوازې یو ځانګړی فلم وښودل شو.

که څه هم د استرالیا دغه هوايي شرکت د ښودل شوي فلم په اړه څه نه دي ویلي خو د الوتکې سپرلیو په خواله رسنیو کې د هغه فلم نوم او تصویرونه خپاره کړي چې په الوتکه کې ښودل شوي وو.

کانتاس هوايي شرکت وايي چې د دوی عملې ډېره هڅه وکړه چې د دغه فلم د خپرېدو مخه ونیسي خو تخنیکي ستونزه سبب شوه چې دوی فلم ونه درولی شي او تر پایه دوام وکړي.

د فلم ځینې برخې چې ګوزاره ورسره کېدای شي:

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب