Homeخبرونهیواځې یوه ورځ تر ۱۱م اکتوبره

یواځې یوه ورځ تر ۱۱م اکتوبره

تاند ( پنج شنبه د میزان ۱۹مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، د نړۍ هیڅ ځواک نه‌شي کولای چې د دوی د جرګې مخه ونیسي.

ټاکل شوې دا جرګه سبا جمعه د اکتوبر په ۱۱مه نېټه پيل شي.

پښتین تېره شپه خپلو پلویانو ته په وینا کې ویلي، چې د پاکستان حکومت د ګډونوالو په وړاندې لارې بندې کړي او خنډونه یې جوړ کړي څو د خلکو مخه ونیسي، خو په خبره یې دوی تنظمیات بشپړ کړي او په هر حالت کې به دا جرګه ترسره کړي.

دا څرګندونې داسې مهال کوي چې پرون چهارشنبه د خیبر درې په ریګي للمه سیمه کې د جرګې په تنظیموونکو د پاکستاني پولیسو په ډزو کې ۳ تنه ووژل شول او ۱۲ نور ټپيان شول.

دغه جرګه چې شاوخوا ۳۰ زره کسان وربلل شوي، درې ورځې دوام کوي.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د پښتون ژغورنې غورځنګ په وړاندې د پولیسو تاوتریخوالی غندلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...