پنجشنبه, اکتوبر 10, 2024
Home+د عبدالباري جهاني دیني څېړنیز اثر"فتوا او تصوف؛ ملګري که مخالف" چاپ...

د عبدالباري جهاني دیني څېړنیز اثر”فتوا او تصوف؛ ملګري که مخالف” چاپ سو

 د مطرح څېړونکي او مورخ ښاغلي عبدالباري جهاني د دیني او مذهبي څېړنو دا اثر چي د شاوخوا څوارلسو پېړیو اسلامي تاریخ پر فتواوو د څېړني او اختلافاتو د ارزوني پر موضوعاتو په شپږویشتو فصلونو کي لیکل سوی دی، په ۳۵۱ پاڼو کي چاپ سوی دی. “فتوا او تصوف؛ ملګري که مخالف” د زرو ټوکو په شمېر، په سویلي پښتونخوا کي چاپ سوی او د چاپي بڼي ترڅنګ یې انټرنیټي بڼه هم پر لیکه سوې چي لوستونکي یې د نړۍ په هره سیمه کي په ښه کیفیت ترلاسه کولای سي.
 د کتاب منځپانګه د اسلام د ظهور څخه نیولې بیا پر افغانستان د اوسنیو واکمنو ملایانو تر فتواوو کره کتنه ده چي تر ډېره پر اسلامي دیني متونو، آیاتونو، حدیثونو، تفسیرونو او تاریخي حوالو تکیه کوي. په دغه اثر کي ډېري هغه پوښتني ځواب سوي چي افغانان یې د اسلام په نامه د وسله والو ډلو د سیاسي کړنو په اړه په ذهنونو کي لري.
تمه کېږي چي دغه اثر به د ټولني په ذهنيت جوړونه کي مهمه ونډه ولري. د کتاب دوهمه برخه د فتوا او دیني اصولو او دغه راز تصوف اړیکو ته ځانګړې سوې ده چي د بېلګو په توګه د پښتو شاعرۍ د صوفیانه شهکارونو او پر اسلامي تصوف د هندي مذهب اغېزې هم پکي څېړل سویدي.
 جهاني بنسټ په پام کي لري چي د “فتوا او تصوف؛ ملګري که مخالف” د منځپانګي د بحث په موخه په نږدې راتلونکي کي په ویرجینیا کي ددغه اثر د مخکتني غونډه وکړي. که غواړئ دغه اثر د انټرنیټ د لاري وپېرئ، د دې لینک په وسیله یې موندلای سئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب