پنجشنبه, اکتوبر 10, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د کورنیو چارو وزیر د پښتنو په جرګه کې د...

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د پښتنو په جرګه کې د موازي حکومت له اعلان وېره لري

تاند ( پنج شنبه د میزان ۱۹مه) د پاکستان کورنیو چارو وزیر اسلام اباد کې یوې خبري غوڼدې ته ويلي، د جرګې په کولو هيڅ اعتراض نه لري،خو وايي د زرګونو کسانو راټولېدل جرګه نه، بلکې د یوه موازي حکومت اعلانول دي.

هغه ګواښ کړی،چې د پي ټي ایم د ملاتړو شناختي کارډونه او پاسپورټونه به بند کړي.

پاکستان حکومت د اکتوبر په شپږمه د پښتون ژغورنې پر غورځنګ بندیز لګولی او ویلي یې دي چې د دغه غورځنګ فعالیتونه د پاکستان سولې او امن ته ګواښ دي.

محسن نقوي وړاندې ويلي، له پاکستانه بهر هم ويډیوګانې ورته رسیدلې چې څوک د پي ټي ایم د ملاتړ لپاره مرستې ټولوي، د هغوی په اړه به هم ګام پورته کړي.

بل لورته د خیبر قومي جرګې مشران وايي، چې د خیبر پښتونخوا او وزیرستان زرګونه کسان د تړلو لارو له امله په غرونو پلي را روان دي.

دوی وايي، پاکستاني ځواکونو پرې لارې تړلې خو دوی جرګې ته له نورو لارو ځان رسوي.

په غرونو را روان خلک د ډېره اسماعیل خان، لکي مروت، نورنګ، کرک، بنو، کوهاټ، کرمې او ځینو نورو سېمو اوسېدونکي دي، چې تېره ورځ پرې پاکستاني امنیتي ځواکونو د کوهاټ تونل لاره وتړله او دوی ایسار پاتې شول او بیا یې پر غرونو حرکت پیل کړی دی.

بل لورته ‏د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د پښتنو کېدونکي جرګې پر ګډونوالو په خیبر او واڼه کې د پاکستاني ځواکونو بریدونه غندلي دي.

هغه ویلي، د پاکستان حکومت په دغه کار سره حالات لا ترینګلي کوي.

مولانا فضل الرحمن پر امنیتي ځواکونو باندې غږ کړی چې حالات تر دې خراب نه کړي.

‏تېره ورځ پاکستاني امنیتي ځواکونو په خیبر کې د کېدونکې جرګې پر خیمې او خیبر ته پر را روانو کاروانونو بریدونه کړي چې څلور کسان په کې وژل شوي او شاوخوا شل تنه ټپیان دي.

ټاکل شوې چې سبا ورځ د اکتوبر ۱۱مه په خیبر کې د پښتنو جرګه جوړه شي او له ټولو پښتنو سیمو به په کې مشران او فعالان ګډون وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، هیڅ فشار ته به تسلیم نشي او په هر حالت کې به دوی دا جرګه ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب