پنجشنبه, اکتوبر 10, 2024
Home+په معاصرو نړیوالو حقوقو کي؛ د امن تړونونه

په معاصرو نړیوالو حقوقو کي؛ د امن تړونونه

پوهاند نصرالله ستانکزی

   ( شپږمه برخه)

  ۱۶ –   د پوتسدام موافقتنامه (Potsdam Agreement) :

    د دوهمې نړیوالې جگړې ( ۱۹۳۹ – ۱۹۴۵ زیږدیز ) څخه وروسته، د متحدینو (انگلستان، فرانسه، امریکا او پخوانۍ شوروی اتحاد) چې د جگړې بریالی ایتلاف شمیرل کیده، د ماتې خوړولو هیوادونو د برخلیک د ټاکلو‌ لپاره د جرمني د برلین ښار د پوتسدام په سیمه کې د ۱۹۴۵ کال د جولای له ۱۷ څخه تر اگست ۲ نیټې پوري سره غونډه وکړه.

    په  دغو ناسته کې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور ریس ترومین، د شوروي اتحاد مشر ستالین او د انگریز صدراعظم ایتلي گډون کړی ؤ.

   د پوتسدام د ناستې یا کنفرانس په پایله کې دا نتایج تر لاسه شول:

– د جرمني ویش؛ المان او د هغه پلازمینه برلین د څلورو هیوادونو امریکا، شوروی، فرانسې او انگلستان تر منځ وویشله شوه؛

– د جرمني په مکمل ډول بې وسلې کول او د نازیزم او فاشیزم د ټولو بنسټونو له منځه وړل؛

– له جگړي وروسته المان بیا رغونه او د هغه اداره ؛

–  جرمني باید د جگړې تاوان پرې کړي؛ او

– د اروپا په نقشه کې د ځینو بدلونو راوستل چې له هغه جملې څخه د جرمني د خاورې ځیني برخې پولند او پخواني شوروي اتحاد ته ورکړل شوې، او ‌گڼ شمیر جرمن وگړي د دغو‌ سیمو پریښودو ته اړ شول.

   ۱۷ – د پاریس د سولې تړون له ایټالیا سره (Treaty of Peace With Italy ):

    دغه تړون له ایټالیا سره د یوه ماتې خوړلي هیواد په توگه ؛ چې په دوهمه نړیواله جگړه کې یې د متحدینو (شوروی اتحاد، امریکا، فرانسه او انگلستان) په وړاندي ماته خوړولې وه ، د دی هیوادونو له خوا د ۱۹۴۷ کال د فبرورۍ په لسمه، په ۹۰ برخو او ۱۷ ضمیمو کي په پاریس کې لاسلیک شوه.

 د دغه تړون مفادات دا ول:

   – په افریقې کي د ایټالیا استعماری واک ختم کړاې شو؛ او د هغه هیواد مستعمرات لکه لیبیا، سومالیا او‌ اریتریا د خپلواکو هیوادونو په توگه رامنځ ته شول؛

  – په اروپا کي هم د دې هیواد ځینې برخې یوگوسلاویا او یونان ته ورکړل شول؛

  – د ایټالیا پوځي ځواک محدود کړای شو؛ له هغه جملې ایتالیا کولای شول یوازې۲۰۰ ټانکونه، دوه جنګي بیړۍ، ۲۰۰ جگړه ایز او ۱۵۰ ترانسپورتي پوځي الوتکې او پنځوس زره بحري او پنځوس زره کسه پیاده عسکر درلودای شول ؛ او

  – او ایتالیه مکلفه شوه شوروی اتحاد (پخوانی) ته ۱۰۰ ملیونه دالره او البانیی ته ۵ میلیوني ډالره ، سر له ۱۹۵۲ زیږدیز څخه تاوان ورکاندي .

 د یادونې وړ ده چې د دغه تړون له غوښتونو سره سم په ایتالیا کي په کال ۱۹۴۶ زیږدیز کې له یوه ریفرندم (ټولپوښتنې) څخه وروسته؛ سیاسی رژیم له پاچاهې څخه په جمهوری نظام بدل، او د جمهوری ریاست لومړنی انتخابات په کال ۱۹۴۹ زیږدیز کي تر سره شول.

  ۱۸ – د سان فرانسیسکو تړون ( Treaty Of San Francisco ) :

    دغه تړون چې د متحدینو او جاپان د سولي د تړون په نامه هم یادیږی، د کال ۱۹۵۱ زیږدیز کال د سپتامبر په اتمه نيټه د امریکې د متحده ایالاتو د سان فرانسیسکو په ښار کي د جاپان او د دوهمې نړیوالې جگړي له ۴۸ متفقو هیوادونو ترمنځ لاسلیک شو.

    دغه تړون چې په دوهمه نړیواله جگړه (۱۹۳۹ – ۱۹۴۵) د جاپان له ماتي څخه وروسته لاسلیک شو، مهم مفادات یي دا ول:

  – د امریکې متحده ایالات له ټولو هغو جاپاني سیمو چې په دوهمه نړیواله جگړه کي یي تر لاندی کړی ؤ؛ په وتلو متعهد شو؛

 –  جاپان له خپلو هغو ادعاو چې کوریا، تایوان او د ‌پنگو جزایرو  د روسیی او چین د ځینو برخو؛ په هکله یي چې د خپلې خاوري برخه یي گڼله؛ سر په لاس شو؛

  – همدارنگه جاپان د ساخالین او کوریل د جزایرو د مالکیت له ادعا څخه د شوروی اتحاد په گټه تیر شو؛

 – جاپان له پوځی توب (Militarisme ) د سیاست څخه په شا شو ؛ او تعهد یی وکړ چې نور به په راتلونکې کي دسوله ایزو لارو په نړیوالو اړیکو کي د شخړو حل ته مخه کوی .

 دیادوني وړ ده چې جاپان بیا وروسته د خپل اساسی قانون په ۹ ماده کي هم دغه موضوع مسجله کړه .

  – جاپان ومنله د جگړي د خساراتو‌ له کبله به ویتنام ، اندونیزیا ، فیلیپین او برما ته تاوان ورکوی؛ او

  – د دغه تړون له مخې جاپان ته اجازه ورکړ شوه تر څو له نړۍ سره خپل اقتصادي او سیاسي اړیکې له سره پیل او پراختیا ورکړي.

     ( نور بیا )

په معاصرو‌ نړیوالو حقوقو کې؛ د امن تړونونه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب