شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبسقراط د زمانې / اجمل ښکلى

سقراط د زمانې / اجمل ښکلى

موږ په دويم ټولګي کې و. دى د څانګې امر و. پر موږ يې لا ساعت نه لاره او زموږ هم ورسره ډېر کار نه پېښده؛ نو چې په دهلېز کې به راسره مخ شو، زړه به مو ورته وپسخېد، چې استاد خو دا دى، کله به ورسره مخېږو؟

ما يې زړبودي ليدلې وه. له رنګه تور، خو دومره شين غوړ نه، چې د سړي دې ترې مخ واوړي. غټه پلنه پوزه، نرۍ پرتې شونډې. سترګو ته يې زما پام نه و، چې څرنګه وې، خو مخ يې لکه هلال ګرد و. تندى يې پراخه بوټ راوتى و. تندى يې څه پخپله هم پراخه و، څه يې ويښته شاته تللي وو؛ نو له ورايه ښکارېده. ږيره يې د خداى شان و، په زړبودۍ کې هم مۍ وريجې وه. ما د ده، د خپل پلار د زاړه ترورزي يوسف کاکا-چې تېر کال ومړ- او په سيد جمال الدين افغان لېسه کې د کېميا د زاړه استاد ترمنځ عجيب مماثلت احساساوه. چې دى به مې وليد، هغوى به راياد شول.

دا مماثلت په اخلاقو او رنګ دواړو کې وو. د هغوى هم د ده غوندې پرېوتى کم غنمرنګه او زيات تور مخ و او اخلاقو کې هم ورته و. د کيميا استاد به هره ورځ نيم ساعت ناوخته راته. چې پوښتنه به دې ترې وکړه، چې استاده ناوخته مو کړ. ځواب يې همدا و، چې والله ګاډي کې خوب وړى وم، په کارخانو کې کلينر راپاڅولم، چې بابا اخري سټاپ دى. ويل به يې چې زه ګاډي کې کېنم، ما ته د وړوکوالي زانګو راياده شي. يوسف کاکا هم د ګاډي خوب ته د ټينګې نه و. يو ځل يې له پلۍ ىوه بورۍ اوړه، يو ټيم غوړي او لوبيا راشن رابار کړي وو. کور ته خالي لاس راغى. مېرمن يې ورته ويل چې راشن څنګه شو؟ ده ويل، اخخۍ، هغه خو مې ګاډي کې پرېښود. دومره ورته ياد و، چې يو شى يې په يوه ګاډي کې کرلى، بل په بل او بل په بل کې.

د استاد ويښته زياتره سلامت ولاړ و. د پروفيسرۍ خزان نه وو خوځولي، خو دومره وه چې له ودې وتي وو. لکه چا چې په زور ايسار کړي وي او دوى هم ورسره قصد کړى وي، چې تا خو ايسار کړي يو، خو موږ هم والله که غټ شو. لکه وچه ونه چې پاس خو ژيړ وي، خو له بېخه يې غټ ميسي ټريکټر هم نه شي راايستى.

له دې تور رنګ، انجړ سر، پراخه تندي، ښويدلې خولې سره به چې ناست و، تا به ويل، چې ګنې سقراط له خپل ټول جلال سره ناست دى. د اپلاتون ګومان مې پرې ځکه نه راته، چې د اپلاتون په اړه مې اورېدلي وو، چې پهلوان و؛ نو زما په ذهن کې داسې چاغ چاغ تداعي کېږي؛ خو د سقراط کيسې مې چې د همده له خولې اورېدلې وې، چې غريب و، خو دروند سړى و، شاګردانو ته تر ايمان تېر و؛ نو بس ما ويل، ګنې سقراط بيا راژوندى شوى، ګنې پوهېدم، چې يونانيان تور نه وي، خو د ده د خبرو طرز، د څېرې جلال ټول د سقراط وو.

د تدريس په وخت کې به همه تن تدريس وو، يواځې خبرې يې نه کولې، بلکې لاسونه، پښې، سترګې، خوله، تندى، هر څه به يې خوځېدل. ىوه ورځ يې د سقراط کيسه کوله، چې شاګردان ترې راتاو وو، چې ښځه يې راغله او ورغږ يې کړ(استاد ورسره خوله ويته کړه او نرى اواز يې له خولې راوايست): ”کور کې دې ګرد اوړه نشته او خلکو ته فلسفې ښيې”. اپلاتون پسې راپاڅېد. بوډۍ ته يې په لاس کې پيسې کېښودې او ورته ويې ويل، چې په دې پيسو خپل حاجت پوره کړه؛ خو استاد مه په عذابوه.

وايي، چې په ځوانۍ کې تر دې هم تکړه و؛ خو د طالبانو په وخت کې يې په زرمت کې په کوم جومات کې د هومر، سقراط او اپلاتون صفتونه کړي او طلباوو حضاروو اورېدلي وو. سړى يې رانىولى و، چې ښه! ته اوس د جومات غوندې مقدس ځاى کې د کفارو صفتونه کوې، دا مجاهد ولس کافروې! بد بد يې وهلى و. يو کوتک په سر هم لګېدلى و او کتابتون يې هم ورته سوځولى و. له همغې ورځې سړى خراب شو، څه د کاري ګوزارونو له لاسه چې پر سر يې خوړلي وو، څه د خپل سپکاوي احساس او څه د کتابتون د سوځېدو غم ويلې کړ.
په امريکا کې يې په ادبياتو کې ماستري کړې وه. په انګلستان کې هم اوسېدلى و. په ډېرو هېوادو ګرځېدلى و. اوس يې هم هغه درېشۍ اغوستې چې څلوېښت کاله پخوا امريکايي، که پيرنګي ملګرو د مخه ښې پر وخت ورکړې وې. ارتې پايڅې، پاس تنګ، تک شين يخن، کرښې کرښې کورتۍ.

اوس چې يې عمر خوړلى و، په کونجيو، د غږ والا ساعت او تليفون کې يې نرى زنځير اچولى او د کورتۍ په استر کې يې پکې قلفي ستن ټومبلې وه. که چا به ورته وويل، چې استاده وخت پوره دى. ده به ژر له جېبه ساعت راويست، له ساعت سره به يې له جېبه اوږدزنځير هم راځوړند شو. د ساعت اړخ به يې زور کړ. ساعت به د ښځې په غږ کې غږ کړل: ”The time is nine eighteen am” محصل ته به يې تندى تريو کړ، شړې! لا دوه دقيقې شته. د (شړې) په اړه يې ويل چې د (شټ اپ) لنډه او سپکترينه بڼه ده.

د ساعت په وخت کې پرې مزاحمت د ټوپک ډز لګېده. که چا به په تېر کې ور راپرانيست، بس د ده په عمري دښمنۍ به اوښتى و. يوه ورځ چا ور راپرانيست، خو چې پوه شو، ژر يې راپورې کړ، ده ورپسې سر ښکاره کړ، خو سړى يې ونه پېژانده. محترم سړى و. ده بېرته دروازه پورې کړه او کړه يې چې ”دا نن څه سپي مخونه وينم”.

د ځوانۍ د لياقت صفتونه يې موږ اورېدلي وو؛ خو اوس زوړ و. دومره زوړ چې نظر يې دومره کمزورى و، چې د حاضرۍ په خانه کې به ورته تا ګوته ايښوده، چې استاده دلته امضا وکړ، ګنې د نورو خانې به يې په خپله کږه وږه امضاء مزين کړې وې. په صنف کې به ترې کله ناکله تخته خطا شوه، پر دېوال به يې ليکل شروع کړل.

حاضري به يې په محصلانو اخىسته، ځکه پخپله يې نه ليده؛ نو د محصلانو خو خپلو کې ګپ و، حاضري چې به يې اخيسته، د محصل پرځاى به يې د پلار نوم ورته اخيسته او هغه به صيب کول. په يوه ځاى کې دې محصل چې حاضري اخلي، غږ کړ: ”غلام فاروق”، له هغې خوا يوې نجلۍ په نري اواز غږ کړ: صيب. استاد ورته له حيرانتيا کړه، چې وۍۍۍۍ لورې! ستا غلام فاروق نوم دى؟

په ځوانۍ کې يې کار کړى و. دوه کتابه (فوکلور پېژندنه) او (ادبي بحثونه) يې اوس اوس چاپ شوي وو. ما چې ولوستل، خداى شته لياقت او بلاغت ته يې حيران شوم. دومره ښه معلومات. د بېلابېلو ادبي موضوعات په اړه نوي بحثونه او بيا روان، ساده نثر. که دا کتابونه دې يې نه واى لوستي، ګومان دې نه کاوه چې دى د دومره پاخه سبک خاوند دى او ښکاره ده، چې پوخ سبک په ډېر تمرين د سړي په برخه کېږي. چيپټرونه يې هم همداسې په ښکلي خط په روانه ژبه ليکلي وو او د نړۍ د ادبياتو او نورو موضوعاتو په اړه يې موضوعات نوي وو؛ خو له دې دومره اثارو او لياقت سره هم په پوهنملۍ کې نښتى و. شاګردان يې پوهاندان شول او دى همغسې پوهنمل، ګنې که په اثارو او لياقت واى، خو همدى وړ سړى و. د دې څو لامله و، يو خو دى پخپله د رتبو متبو په غم کې نه و. بل يې دا منډې ترړې له لاسه نه کېدې. بل دا چې کوم ځل يې هڅه کړې وه، خو د ناخلفو له ساړه چلند سره مخ شوى و او دى هم دومره وړې سپږې نه و چيچلى چې هر کس وناکس او بېسواده ته دې ولاړ وي.

موږ ته يې د نړۍ ادبيات، سيمانټيک، ادبي تيوري او ادبي کره کتنه تدريسول. په نړيوالو ادبياتو کې يې ښه مطالعه درلوده.
تېر کال د ٥١و استادانو د تقاعد په دړيدنګ کې دى هم پر کور کېناست؛ ښه شوه، نور د تدريس نه و، خو د دې استادانو يوه خبره مې کلکه په ذهن کې نښتې، چې رښتيا هم چې سړى تقاعد شي، لکه مړ چې شي، خير خيريت وي، نه ىې څوک پوښتنه کوي، نه يې رابولي. بس د پوهنتون له شور ماشوره ډک ژونده پرېوځي. دى وي او کور وي، دى وي او خپل وجود وي. والله، دومره هم سړى بېکسه کېداى شي!!!

دا څو ورځې کېږي، چې سترګو ته مې نېغ ولاړ دى. څو ځل مې نيت وکړ، چې ورځم به، خو ونه شو. استاد حبيب الله جاج پښتونزوى ته دې خداى ژوند ورکړي. خداى دې يې خوشحاله لري.

1 COMMENT

  1. كه په حقيقت سترګې پټې نه كړو نو لومړى له خپل ګران ټولګي وال، چې دا مهال د كابل پوهنتون استاد دى، ښكلي څخه د زړه له تله مننه، چې زموږ د حقدار استاد حبيب الله جاج پښتونزوى ياد يې را په ياد كړ او بيا د استاد د ډېر او درانه حق د اداينې پور په موږ ټولو پور دى، چې تر دې دمه مو هېڅ ياد كړى هم نه دى، استاد ښكلي د استاد په اړه يوازې له سينده كوزه ډكه كړې تر دې يې خورا زيات يادون پر موږ ټولو اړين بويه خو څه وكړو، بوختياوې شي، كارونه شي او بالاخره د زمانې څپېړې شي، چې موږ ټول كله ناكله د لږې مودې لپاره له سړيتوبه وباسي، بس ګران استاد او زړه كې مېشت استاده، خداى دې ژوندى لري، جاج صاحب خداى دې روغ لره او خداى دې په روغه سټه لره اوس دې هم هغه خاطره را ياده شي، چې څوك به دې غير حاضراوه نو د ماركر ښكر به دې ور ديكه كړ، چې د يو ساعت پر ځاى به يې پوره اونۍ غيرې حاضره وه، خو خوند يې هم په همدې كې و، چې د مهربانۍ له مخې يې زده كړيالو د كال غيرې حاضرۍ ته هم زړه ښه كاوه، او كله چې په ټولګې كې ناست و او وزيري استاد درس وركاوه او څوك ناڅاپي را ننوت او د جاج صاحب پوښتنه يې كوله خو د جاج صاحب پر ځاى يې د جار نوم واخيست، چې استاد وزيرى پرې په غوسه او له ډېرې غوسې څخه وروسته يې ورته وويل، چې په دوه سوو نومونو كې يې اوس هم په دې پوه نه شوې، چې نوم يې څه دى، خو لكه څنګه يې، چې نوم جاج دى همداسې يې ژوند هم د محصلينو لپاره يو جاج دى، چې ژوند او له پوهې څخه ګټنه كول يې ټولو ته اړينه ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب