شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبطنزونهد جلبيو دوكان / ليكوال: حبيب الله بختيال

د جلبيو دوكان / ليكوال: حبيب الله بختيال

اجمل مې د محصلۍ دورې ډېر خوږ ملګرى و شپږ مياشتې مخكې يې كوژده كړې وه او اوس، چې نوروز په رارسېدو و نو د كوژدنې كور ته يې د پوښ وروړلو لپاره د كبانو او جيلبيو اړتيا هم وه او ما ته يې وويل، جيليبۍ او كبان ورته واخلم، ځكه دى په نورو څيزونو پسې په بازار كې سرګردان وو. ما هم د خپلې كوڅې سر كې د جيلبيو دوكاندار سره چې نوى يې دوكان خلاص كړى و ماښام مهال خبره وكړه، چې سبا به پنځه كيلو جيلبۍ راته تياروي.

سهار وختي، چې كله د جيلبيو پخوونكي دوكان ته ورغلم، نو نوى يې په كار پيل كړى وو، په لوى دېګ پسې يې ګاز بل كړى و او غوړي پكې ايشېدل. شېبه وروسته جيلبۍ پخوونكي د جيلبيو مواد په يو ديګي كې راوړل او د غوړيو دېګ تر څنګ يې په داسې حال كې پلتۍ ووهلې، چې بوټان يې په پښو او د غوړيو دېګ ورنه لوېشت ښكته و. د دوكان چت لوګيو تور كړى و او شاوخوا دېوالونه هم د كلونو كلونو لوګيو وهلي وو، چې له ټول دوكان څخه يو ډول بد بوى خوت. جيلبۍ پخوونكي چې كله په يوه كوچني پياله ډوله ډولګي كې د جيلبيو خام مواد واچول او په سره شويو غوړيو كې يې په دايروي شكل تاو راتاو كړل، نو په دې وخت كې مې ورنه وپوښتل:
ـ كاكا دا مواد له كومه كوئ او څنګه يې جوړئ؟

هغه په داسې حال كې، چې په يوه لاس يې د جيلبيو د موادو ډولګى په لاس كې نيولى و او په غوړيو يې څرخولو په بل لاس يې پوزه پاكه كړه او د دېوال يوې غاړې ته يې نصور تو كړل راته وويل:
ـ هيچ بچيم چي ميكنيشه؟ تو ام ده ايتو وخت پرسان ميكنی، كه ما د نشه يی نصوار غرق بوديم، خو مياريميشه از هر كجا كی باشه.

د هغه دا غوسه ناك غبرګون چې مې وليدو، نو غلى شوم او دده جيلبۍ پخولو ته مې كتل، چې په دې وخت كې كه ګورم د دوكان په يوه كنج كې يوه توره پيشۍ نوې له خوبه راپاڅيده، ميو ميو يې وكړ سره وغځيده، ستوماني يې وايستله او د جيلبۍ پخوونكي خواته راغله او په څنګ كې يې كښيناسته، چې ددې حالت په ليدو سره مې له جيلبيو سمه كركه وشوه او يو ځل مې بيا زړه غټ كړو له جيلبۍ پخوونكي مې وپوښتل:
– كاكا جان اى پشكه د دكانيت نه مان كه مواد جليبی و روغنيشه بريت مردار ميكنه و از نګاه صحی هم بری تو و بری خريداران جيلبی ضرر داره.

زما دا خبره په هغه سم د ټوپك ګوزار و، ځكه د پخوا په پرتله يې غوسه زياته شوه او راته يې وويل:

ـ تو ديګه كدام داكتر شدی، كه ميايی بری ما از صيت ميت ګف ميزنی قرار بيشی. چی آدمايی ره ګير بياييم. ای پشكه خو مه ده دكان بری ای نګاه كرديم كه موشای دكانه بخوره مفت خو نګايش نه كديم.

په دكان كې د موږكانو د شتون د خبرې په اوريدو سره مې غوني ځيږ شول او له جيلبيو سره مې دا ځل سمه كينه شوه، چې دا څومره مردار شى دى.

زه په همدې چرتونو كې وم، چې جيبلۍ پخوونكي په غوړيو كې د سرو شويو جيلبيو په منځ كې يو سيخ ور تېر كړو هره يوه يې په سيخ كې راواخيسته، غوړي يې ورنه ونينول او بيا يې په يو بل لوښي كې واچولې. دا ځل چې هغه په غوړيو كې د جلبيو خام مواد اچول، نو غوړي ښه سره شوي وو، كه ګورم د غوړيو د ديګ له بيخه دوه منتو ته ورته څيزونه په داسې حال كې د غوړيو سر ته راپورته شول، چې ښه د سر كېدو په حال كې وو. د جيلبۍ پخوونكي، چې ور پام شو نو يو څه وارخطا شو او بيا يې په غوسه له ځان سره وويل:

ـ ای بدبختا ره به خيالم، كی نی دوا ختم ميتانه و نی زوری پشك سريش ميرسه كه اينه باز ده روغن افتيده.

د هغه دې خبرو حيران كړم، خو بيا مې زړه غټ كړو او ورنه مې وپوښتل:
– كاكا جان ده ای روغن چه بالا شد كه مثل منتو واريس؟

هغه په داسې حال كې چې د يوه لاس په څټ يې د مخ خولې پاكولې ځواب راكړ:

ـ هيچ چې ميكنی، تو خو هم ميبينيشه، خو اوشيت باشه بری كسی نه ګويی، ده دكان موشا زيات اس، شو سری ديګ روغن كدام سرپوشه نه مانده بودوم موشا ده ايش افتيده.

هغه د خپلې همدې خبرې سره په شا وخوا وكتل دېوال ته درېدلې خيرنې څمڅې ته يې لاس ور تير كړ په غوړيو كې دواړه سره شوي موږګان يې له دېګه راويستل او ښكته يې يوې خوا ته واچول.
له هماغې ورځې راهيسې، چې كله څوك راته د جيلبيو نوم واخلي، نو سخت بد مې ورنه راشي.

1 COMMENT

  1. اسلام علیکم!
    د طنزونو په برخه کې ستاسو لیکنه ښکلې وه خو یو ځای ستاسو پام ورته را ګرځوم او قوس کې یې درته لیکم:
    (ما هم د خپلې كوڅې سر كې د جيلبيو دوكاندار سره چې نوى يې دوكان خلاص كړى و ماښام مهال خبره وكړه، چې سبا به پنځه كيلو جيلبۍ راته تياروي.

    )
    او بل ځای:
    (د دوكان چت لوګيو تور كړى و او شاوخوا دېوالونه هم د كلونو كلونو لوګيو وهلي وو، چې له ټول دوكان څخه يو ډول بد بوى خوت)

    په ډېر درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب