پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادبلنډه کیسهغروب/ اجمل پسرلی

غروب/ اجمل پسرلی

د پراګ ښار په منځ کې د ریل د پټلۍ څنګ ته  ورو ورو رهي وم. پیښور رایادیده. هلته مې یو وخت د اورګاډي پټلې خوښیدې، ځکه چې شاوخوا به یې  دوړې نسبتا ډیرې نه وې او بیروبار به هم نه و نو د قدم وهلو لپاره ښه ځای و. هغه پټلۍ به زنګ وهلې وې، د دې ځای پټلۍ لمر ته ځلیږې، هلته به وړ وړ بوټې پکې راشنه و، دلته د دوو کرښو تر منځ کاڼې پراته دي. هلته به زموږ کور ته نژدې په نوتیې کې د پټلیو تر څنګ نشه یان وو او یوه ورځ مې یادیږي چې د ریل له کرښې سره په یوې کندې کې څلور پوډریان په جګو پښو ناست وو زه ورته ودریدم دوی په زګروي راغږ کړل:

– پرې موږده یاره څه له مو کړوې

زه ترې رهي شوم خو زړه مې کیده چې ویې ګورم چې دوی څه کوي. زما په فکر اکثر هغه کسان چې نشه کوي دوی ترټلي بنیادمان نه دي ښایي دوی ډیر حساس وي، د ټولنې ناخوالې نه شي زغملی نو نشو ته مخه کوي.

وم په پراګ کې او فکر په پیښور کې و چې پر څلورو ځوانانو مې سترګې ولګیدې، دوی یوه بل ته  د نشې ستنې لګولې. جامې یې هغسې پرې پرې نه وې لکه د نوتیې پوډریان، دوی کاوبای پتلنونه په تن وو.

زړه مې وشو چې ورته ودریږم، سیل یې وکړم خو له لرې یوه جوړه پولیس راښکاره شول. چکان د نورو ډیرو اورپایانو په څیر نه دي چې د ځای پوښتنه نه کوي، دوی وار له واره درته وایي چې له کومه راغلی یې.

ما ویل که نشه یان راته  ووایي چې د کوم ځای یې نو د چرسو او تریاکو هیله به یې پیدا شي او که پولیس پوه شول چې افغان یم  او په دې ګوښه کې یم بیا به یې ښایي پوښتنې نه خلاصیږي. همداسې د پټلۍ په اوږدو د لمر لویدو خواته پسې روان شوم.

1 COMMENT

  1. «زما په فکر اکثر هغه کسان چې نشه کوي دوی ترټلي بنیادمان نه دي ښایي دوی ډیر حساس وي، د ټولنې ناخوالې نه شي زغملی نو نشو ته مخه کوي.»

    پسرلی صاحب؛ ستا سو د خبري په تايید زه په دې باور یم چې د خټیني کري په هر اړخ کې چې بنیادم استوګن دی، د زوندانه په یوه یا بل پړاو کې یې له خپله لاسه یا د چاپیریال او زماني د کړنو له تموښه، کله ناکله مخي ته داسي پیچومي راسي چې، یوازی پخپل ځان باور، غښتلي عقیده، سلیم عقل او کلکه اراده یې له ښویدو او ګړنګونو ته،
    له لویدو څخه بچ کولای سي.

    ستاسو د بلي لیکني په تمه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب