جمعه, نوومبر 8, 2024
Homeادبد کمالزي د بڼو کمال| خیرالله خیال

د کمالزي د بڼو کمال| خیرالله خیال

ښاغلی شېر حسن کمالزی د پښتو شعر په بې پایانه بیابان کې د هغه کاروان لاروی دی ، چې د ارمان د پښو د ګردونو ځلا او رڼا يې د حالاتو په بړبوکیو کې ایسار ولس ته  له دغې ګردلې نه د وتلو لوری او لودن ورښيي.

ژوند د هغه ښکلې  او زرینې ماڼۍ نوم دی ، چې بنسټ یې په هيلو ولاړ دی.  نهیلي تر مړینې کمه نه ده. نهیلي وګړي ژوندي مړي دي . درانه کمالزي په ډېر کمال هڅه کړې، چې ژوند د وهمونو او مایوسيو له دايرې راوباسي او د هيلو د  رڼاګانو او رنګينیو د وسعتونو د هدف پر لور یې رهي کړي . زموږ ددې ځلمي شاعر قام په داسې غځېدليو تيارو کې راښکېل شوی ، چې د ډېرو سپينو او سپېڅلو ارمانونو جنازې یې د زړونو هديرو ته پر اوږو کړي ، نو ځکه  دی په خپل ولس کې  د تیارو پر ضد د شعور د رابیدارولو او خورولو په موخه خپل خلک د رڼا د هيلو له  راپارولو سره اشنا کوي او پر دې یې باوري کوي ، چې له خپله لاسه ، ګله لاسه هڅې به مو له سیالانو سره د سیالۍ جوګه کړي :

تر څو ، چې غم ځان ته د ښکلي پسرلي ونه کړي

هغوي به هېڅکله له چا سره سيالي  ونه  کړي

سره شنه کافر به یې د تاندو ځلمو ژبې ریبي

غرونه که چېرته اذانونه بلالي ونه کړي

هغه خپله هم ددې ایډیال جانان کلي ته ځان په مزل ښه ستړی کړی:

لا  تر اوسه رسېدلی ورته نه یم

د جانان کلي ته ستړی  په مزل شوم

کمالزی د حماسو په شېبو کې زېږېدلی او رالوی شوی شاعر دی، ځکه یې پر شعر ددغو شېبو سيوری غوړېدلی دی. د ده په شاعرۍ کې پر هېواد د تپل شويو څو پړاویزيو غميزو له هېبته راټوکېدلی شور غبرګ شوی دی:

سخت چې په کلي کې ګذران ډېر دی

د بمبار هره ورځ  امکان ډېر دی

+++++

  زما د کلي خلکو ستا په دې نظام کې مشره !

اغاز په ویر یې  هر سحر او هر ماښام کړی دی

+++++

په یوه خبره ډېر درنه خپه یم

ما ژړل او تا  ونه ویل چې ولې ؟

د نوموړي شعري پنځونې که څه هم په روایتي انداز کې دي ، خو که سړی دې هندارې ته ښه ځير شي، نو  د کلام د سپېڅلتیا ډېر راڼه تصویرونه به په کې وویني. هغه که د نن کړن پېښې ليکلي نو دا د سبا تاریخ دی او  په ورته وخت کې پر دغه تاریخ یو منصفانه او عادلانه تنقید هم دی:

چا د جانان، چا د صنم سندرې ډېرې ووې

په دې وطن کې ما د غم سندرې ډېرې ووې

د هر چا ډول ته نڅېدلي ستړي شوي نه دي

خلکو بلا رقم، رقم سندرې ډېرې ووي

 کمالزی د هغه  ولس شاعر دی، چې د زمانې له یوه داسې  ننګونکي او کړکېچن پړاوه  تېریږي، چې د سیاسي مداریانو کړنو د ژوندانه په بېلابېلو ډګرونو داسې بې باوره کړي، چې اوس د خپل هغه جانان ريښتیا هم ورته دروغ بريښي، چې د ژوندانه ايډیال ارمان یې و:

نور ليکلې له  یار غواړه  کمالزیه !

په کاغذ او په قلم هره  خبره

شاعر نوې ژبه او نوې کلمې نه شي تخلیقولی، خو ښه شاعر باید په ژبه کې شته کلمې د وخت له مقتضا سره سمې د خپل عصر شرایطو ته په پام سره داسې په مهارت وکاروي ،چې د هنري جوهر خواږه یې څو چنده کړي. کمالزی هم همدا کمال  لري، دې بیت  ته یې ځير شئ چې د سترګو، رنجو، بڼو او زړه ، زاړه  کلمات یې په څومره مهارت د خپلې ټولنې له اوسمهالي وضعیت نه په الهام اخیستو د کلیشې له لارې راګرځولي او د نوښت پر لار یې وربرابر کړي:

پټ په بڼو کې یې  بمونه د رنجو ایښي دي

په رپ د سترګو به د چا زړه کې چاودنې کوي

په (باڼه) شعري ټولګه کې ځای ، ځای ځینې غزلې داسې څپه ایز مستانه شرنګ لري ، چې یو ډول ځانګړی خوندور موسیقيت یې وربخښلی:

ژوند یې زما کړو  خواروزار  انتظار

راته یې وکتلو  کار  انتظار

بني اسرایلو  ته به وکړی دوعا

چاته دې خدای نه کړي په قار انتظار

دا پښتون شاعر د یوې داسې درنې پښتنې کورنۍ پر چرګۍ رالوی شوی ، چې په خپله سیمه کې د مشرۍ او ملکۍ ویاړ یې په برخه دی، نو ځکه د پښتني ټولنې له دودونو او ارزښتونو سره ډېر ښه بلد دی او په ډېر زبردست انداز کې یې د خپل شعر برخه  ګرځولې. د دې مهمو دودونو او ارزښتونو له ډلې یو هم مېلمه پالنه ده :

خدای دې راوله ډاډه ورته راتلی شې

پښتون زړه مې دسترخوان لري جانانه

په ليکني ادب کې مونږ ډېرې داسې بېلګې لرو ، چې له شفاهي ادب نه په لږ ډېر الهام اخیستنې سره ليکل شوي دي ، دا که له یوې خوا د شفاهي ادب ارزښت او درنښت جوتوي له بل پلوه د شاعر کمال هم ډاګیزوي . یو نیم شاعر له  پښتو لنډۍ نه ،( چې زه یې په نړیواله کچه بې بېلګې شفاهي شعري فورم بولم ) په لږ ډېر الهام اخیستنې سره  په ډېر ماهرانه ډول دومره ښکلی او هنري شعر ووايي ، چې تر لنډۍ زیات ورباندې د هماغه شاعر د تخيل د پنځونې ګمان کیږي خو کله کله بیا د دا ډول شعرونو په لوستو کټ مټ هماغه لنډۍ د سړي سترګو ته نېغه ودریږي .

حمزه بابا وايي :

خدای دې مین ډېر که ، چې ښېرې کوي

نور راته هېڅ  چل د دوعا  نه راځي

بې له شکه چې دا بیت له دې لنډۍ نه په الهام اخستنې سره ویل شوی دی:

د دعا چل دې رانه هیر کړو

مین  دې ډیر شه چې ښیرې درته کوينه

کمالزي هم په شعوري یا غېر شعوري ډول  پر دې زرینه لاره  له پښتو شفاهي ادبه خپلې شاعرۍ ته ښکلا او رنګیني راوړې :

زیړ ماځیګر کې له وطنه ځمه

دا همدا ستا د یارۍ ټس دی یار

باوري یم ، چې دې بیت به  دا لنډۍ  حتماً  په زړه درورولې وي :

دا خو دا ستا د یارۍ ټس دی

ځکه مې کډه په زیړي ماځیګر ځينه

د نوموړي د کلام یوه بله ځانګړتیا دا ده ، چې د طنز په مالګه مالګينه ده ، نو ځکه که له یوې خوا د هر چا د ذوق خوله له تُرسکون خونده ډکوي ، له بلې هغې د پيغام دروند مانیز بار هم پر خپلو اوږو لېږدوي :

یو قاضي په محکمه کې چاته ووې

هغه ستا پټکی خو غوا  وخوړو یاره !

د درانه کمالزي د شعر باڼه زما په څېر د ډېرو پر زړونو په داسې کمال خښ شوي ، چې که څه هم پورې راپورې  ترې وتلي شو خو  ترې ونه وتل ، ځکه چې د حمزه بابا خبره  همدا  کور  یې خوښ شو :

ستا د نظر غشي مې زړه وویشت په کې ودرېد

خوښ یې شو دا کور ګنې بهر هم ترې وتلی شو

 او یا که ګستاخي نه کیږي  زه به داسې ووایم چې دا باڼه ددې کور خوښ شول .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب