شاید د سلیمان لایق په نوره ټوله شاعري کې د نوموړي د څلوريزو فکري او هنري تله درنه وي. موږ دلته د لایق صاحب هغه څلوریزې شاربو چې تر ډېره پکې د ژوند مانا یا پوچي راغلې وي.
ژوند په لاندې څلوريزه کې ارواښاد لایق له اسوېلیو سره تشبېه کړی، مطلب يې دا دی چې ژوند ډېر نازک، بې تابه او بې ثباته دی، دومره ناتوانه حتی که یوه له جذبو او احساساتو ډکه چیغه هم پرې راشي زغم يې نه شي لرلی، دا حالت د ژوند مړاویتوب او ناتوانه محدود طبیعت ښیي:
“څه دی دا ژوندون، دا لنډکي اسویلي؟
چې د یوې ګرمې چيغې تاب نه لري
راځئ دا زړونه سپو ته وغورځوو
که چېرې اور نه لري، شور نه لري”
ژوند د لایق غوندې شاعرانو ته د داسې ماتو اسوېلیو سلسله ښکاري چې خوشالي، خندا و ژړا پکې ټول راګډ وي، یعنې د ګډو احساساتو سلسله. یعنې ژوند یوازې خوشالي نه ده، بلکې یوه ژړا هم ده، خو لنډمهالې:
“ژوند د ماتو اسوېلیو سلسله ده
یا د څو خندا ژړاوو سلسله ده
یوه برېښنا ده، د عدم په تور ګوګل کې
د سکون په اندامو کې زلزله ده”
د ژوند یوه فلسفه دا هم ده چې ژوند له یو ارمان او ایمان سره وتړل شي. که دا نه وي، ژوند بیا یوازې او یوازې تر تنفس اخیستلو رامحدودېږي، نه به لوری لري، نه هدف. ژوند د هدف، مینې او هڅې له لارې مانا پیدا کوي:
“ژوندون که ښه دی، په لوړ ارمان دی
بې هیلې ژوند خو عذاب د ځان دی
چې نه ارمان وي، نه پې ایمان وي
که هسې وي، څوک هغه شیطان دی”
شاعر چې د حساس زړه و ذهن خاوند دی، تر ډېره ورته د ژوند مانا په مینه او ښايست کې ښکاري. معمولاً خپلې مينې ته ځان رسول تر توان پورته تکليف غواړي او همدا سختي ګالل بل څيز دی چې ژوند ماناداره کوي:
“که حسن نه وای، مضمون به څه و؟
که مينه نه وای، ژوندون به څه و؟
که د غمونو تجلی نه وای
زما د مستیو جنون به څه و؟”
ژوند دومره مبهم او تېز جریان دی چې ډېری کسان پکې مانا موندلو ته هم وخت نه شي پيدا کولی. ژوند د وخت په زړه کې یوه ګونګه او تېزه منډه برېښي، حتی دومره تېزه چې څو لمن درټولوې، پر تا يې سړه و توده تېره وي:
“ژوندون څه دی؟ د زمان په زړه کې منډه
ډېره ګونګه، ډېره تېزه، ډېره لنډه
څو لمن درټولوې، نوبت دې تېر وي
لکه څوک چې په چا ووهي، ملنډه”
ژوند یو سيده واټ و مسیر دی، دوباره نه لري. انسان چې يو ځل پرې تېر شي، بېرته یې راګرځېدل نشته. هره ورځ یوه نوې تجربه ده. کوم فرصتونه چې ضایع شول، بېرته نه ترلاسه کېږي. ژوند لکه یو طرفه لاره، د لارویو شاته کتل پکې کله ناکله ناممکن کېږي:
“ژوند یو واټ دی، تر انجامه رسېدو ته
د لاروو رخصت نشته، شا کتو ته
هره ورځ مو عود مهال ته یوه کوڅه ده
چې پرې تېر شوې، مجال نشته ګرځېدو ته”
وایي کله چې شخصي تجربه عمومي شي او هر کس خپل ځان پکې وویني، نو هله يې له پنځونې شاهکار پنځونه جوړېږي.
په لاندې څلوريزه کې نه یوازې سلېمان لایق ژوند له خپل لیدلوري تعریفوي، بلکې د هر انسان لپاره د لید جلا زاویه ورکوي. لایق صاحب ته که ژوند د مینې، درد، خوشالۍ او خپګان ګډوله ښکاري، خو د دې هر یو راتګ شاید هر لوستونکي ته دې ژوند یوه بېله مانا ورتداعي کړي. اصلاً د ژوند مانا د ارواښاد لایق له نظره نسبي ده او د هر چا د احساس، تجربې او فکر له مخې توپیر کوي. ژوند پخپله یوه تلوسه او لټون دی، نه ځای پر ځای حقيقت:
“دا ژوندون څه دی؟ یوه تلوسه ده
چا ته مقام دی، چا ته پیسه ده
چا ته د مینې د ميو جام دی
چا ته له زهرو ډکه کاسه ده”
ژوند پایښت نه لري، اخري انجام یې مرګ دی، ځکه نه دې مرګ درمل شته او نه دې ژوند بقا. د ژوند مانا د یوې فزیکي دورې لنډه شېبه ده، تل پاتې منزل نه لري:
“ژوند یو راتګ دی، بقا يې نشته
مرګ بېرته تګ دی، شفا یې نشته
له ژونده مرګ ته، له مرګه ژوند ته
تګ او راتګ دی، دوا یې نشته”
ژوند چې خپله بې ثباته پدیده ده، نو د هیلو او اميدونو آشوب او جګړه به پکې خامخا راځي. په ژوند کې ځينې کوششونه بې نتیجې خېژي.